• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د پاراتکوانډو د سرو زرو مډال له ګټلو سره ذکیه خدادادي یو وار بیا د اروپا اتله شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د پاراتکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي د جرمني په مونیخ کې د ۲۰۲۶کال د اروپا په پاراتکوانډو سیالیو کې د خپلو ټولو سیالانو په ماتې سره د یادو سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه او د اروپا اتله شوه.

هغې چې د فرانسې په استازیتوب په دغه سیالیو کې برخه اخیستې وه، په ۲۰۲۳کال کې یې هم د سرو زرو مډال ګټلی و. د سیالیو تنظیموونکو په وینا؛ په دغه سیالیو کې له بېلابېلو اروپایي هېوادونو د پارا ټکوانډو غوره لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د مئ له ۱۱مې تر ۱۴مې پورې د مونیخ په «بي‌اېم‌ډبلیو پارک» لوبغالي کې ترسره کېږي. د ذکیه خدادادي په ګډون د منفي ۴۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د ګرجستان، اذربایجان، اېټالیا، فرانسې، اوکراین او ترکیې څخه اوو لوبغاړو د سرو زرو مډال لپاره سیالي وکړه.
هغې د یادو سیالیو د لومړي پړاو په وروستۍ پاڼۍ کې د اېټالیا «سومي ریسي» ته د ۲-۰ په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه. نوموړې بیا په نیمه پای لوبه کې د ګرجستان «لیا چاچیبایا» ته د ۰-۲ په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره وموندله.
یادې افغان لوبغاړې په پای لوبه کې د ترکیې له «ګل نورجهان اکنسی» سره مخامخ شوه، چې په نړۍ او پارالمپیک سیالیو کې د پارا ټکوانډو یوه مشهوره څېره ده. نوموړې د غوره فعالیت سره وتوانېده، چې د ۲-۰ په توپیر خپلې سیالې ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګټي او اروپا اتله شي.
ذکیه خدادادي تر دې وړاندې په ۲۰۲۳کال کې هم په دغه سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و. هغه په ​​خپل ورزشي مسلک کې د پارالمپیک لوبو څخه هم یو مډال لري.

100%

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان کرېکټ بورډ د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس د جوړېدو چارې پیل کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس د رغونې چارې نن (سې‌شنبه) د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېل سیمه کې په رسمي ډول پیل شوې. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، دغه کمپلکس پر ۸۶ جریبه ځمکه جوړېږي او په یوه وخت کې به د شاوخوا ۴۰ زره نندارچیانو د ځای ظرفیت ولري.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، دغه کمپلکس به یو عمومي او دوه فرعي لوبغالي، ستر مېلمستون، جومات، رویال باکس، د لوبغاړو د اړتیا وړ خونې، د شپې سیالیو لپاره د څراغونو مجهز سیستم او د رسنیو او مبصرینو لپاره عصري خونې ولري.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرکز به د ۲۵ ویشتنځایونو سرخلاصه معیاري اکاډمي، سرپټه او انډور اکاډمي، د موټرو تمځای، حوض، سونا، د درملنې مرکز، د مجلسونو او جېم خونې هم ولري. د پروژې په لومړي ګام کې درې میدانونه، احاطوي دېوال، د شپې څراغونه او اړوند پویلینونه جوړېږي او ورپسې به نورې رغنیزې چارې پر مخ ولاړې شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولینو د دغه کمپلکس د جوړېدنې د لګښت د څومره‌والي او دا چې کومه اداره یې تمویلوي، څه نه‌دي ویلي.

د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع وویل، چې ورزش ته ځانګړې پاملرنه کېږي او دې ته به نوره هم توجه زیاته شي.

د کرېکټ بورډ مشرتابه د پروژې او نورو رغنیزو چارو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د لوبغالو رغونه او د کرېکټ پراختیا یې لومړیتوب دی. د بورډ په وینا، ډېر ژر به د نجیب‌الله تره‌کي کرېکټ لوبغالي ماسټرپلان بشپړ شي او د کندهار او خوست په ګډون د نورو لوبغالو او اکاډمیو چارې به هم پرله‌پسې سرته ورسېږي.

افغان کرکټ بورډ وايي د شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (اې‌پي‌ایل- ټي۲۰) د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره د پنځو لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیلېږي او د جون تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د کرکټ بورډ په وینا، په دې لړۍ کې به افغان او نړیوال پانګوال، سوداګر او د کرکټ د سیالیو د تنظیم شرکتونه ګډون وکړي، څو د یاد لیګ د سوداګریزو لوبډلو د ترلاسه کولو لپاره داوطلبي وکړي.

ټاکل شوې ده چې د غوښتنلیکونو د بهیر لومړی پړاو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. کرکټ بورډ وایي، متحده عربي امارات د نړیوال معیار اسانتیاوې او مناسب چاپېریال لري او له همدې امله د دغه لیګ د دویم پړاو د تنظیم لپاره غوره شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو ته نږدې کېدل د افغان کرکټ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده او ډېر ژر به د دغه ستر لیګ د بیا پیل شاهدان وي.

هغه زیاته کړې چې افغان لوبغاړي د نړۍ په سترو لیګونو کې د ځانګړو او ځلانده استعدادونو په توګه پېژندل کېږي او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ به د نړیوالو او افغان لوبغاړو په ګډون داسې چاپېریال رامنځته کړي چې د نړۍ د کرکټ مینه‌وال به ځان ته راجلب کړي.

کرکټ بورډ ویلي، په دې لیګ کې به پنځه سوداګریزې لوبډلې برخه ولري او احتمالي پانګوال به وکولای شي د افغانستان د پنځو تاریخي ښارونو؛ کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار له نومونو سره تړلې لوبډلې ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ز کال کې شوی و او ټاکل شوې د دویم پړاو سیالۍ د روان کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

شپږ نړۍوال مډالونه؛ د بلاروس په سیالیو کې د افغانستان د پاورلفټېنګ تاریخي بریا

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان پاورلفټېنګ فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد ورزشکاران د ۲۰۲۶کال د پاورلفټېنګ په نړۍوالو سیالیو کې ښه ځلېدلي، افغانستان ته یې شپږ بېلابېل مډالونه ګټلي او په نړۍواله کچه یې تاریخي ویاړ ثبت کړی دی.

دغه سیالۍ د بلاروس په کوربه‌توب د نړۍ د اتو هېوادونو د څه باندې ۶۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، چې په‌کې د افغانستان د «ډبلیو ار پي اېف» ملي لوبډلې پیاوړی حضور درلود او څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

په دغه سیالیو کې فواد شیرین‌سخن، جابر شیرین‌سخن، نوراحمد سخي‌زاده او میروېس رفیع‌زاده د سرو زرو مډالونه وګټل. همداراز روح‌الله خیراندېش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان لوبډلې په دغه سیالیو کې له شپږو ورزشکارانو او یوه روزونکي سره ګډون کړی و. د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالۍ د مئ میاشتې په ۶مه پیل شوې او د همدې میاشتې په ۱۰مه پای ته ورسېدې.

د افغانستان د «ډبلیو ار پي اېف» فدراسیون مسوولینو دغه بریا د هېواد د ورزشکارانو د هڅو، ژمنتیا، باور او زحمت پایله بللې ده. دوی ویلي، افغان ورزشکارانو د ګڼو ستونزو سربېره وکولای شول د افغانستان نوم په نړۍواله کچه ځلانده وساتي.

په ورته وخت کې د «ډبلیو جي سي» سازمان نړۍوال استازي او مشر وحیدالله امیري څخه هم د افغان ورزشکارانو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه شوې ده.

افغانه کډواله سوک‌وهونکې فاطمه جعفري د «بلوچستان لپاره سوله» سیالیو اتله شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سوک‌وهنې افغانه کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک‌وهنې په څانګه کې د «بلوچستان لپاره سوله» په نوم سیالیو کې د اتلولۍ لقب خپل کړ.

دغه سیالۍ د پاکستان د کویټې په ښار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې فاطمه جعفري د اتلولۍ د ملابند لپاره له یوې پاکستانۍ سیالې سره لوبه وکړي، خو د هغې د نه حاضرېدو له امله سیالي ترسره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه ګډون له امله بریا افغانې لوبغاړې ته ورکړه او د اتلولۍ ملا‌بند یې د فاطمې جعفري په نوم اعلان کړ.

فاطمه جعفري تر دې دمه په خپلو مسلکي سیالیو کې دوه بریاوې لري او دا یې دوهم د اتلولۍ ملا‌بند بلل کېږي. هغه د پاکستان مېشت افغان روزونکي بسم‌الله تاصیح تر روزنې لاندې د «فجر سوک وهنې اکاډمۍ» کې تمرین کوي.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بریا یې د سختو تمرینونو، ستړیا او رواني فشارونو له لارې ترلاسه کړې او ویلي یې دي چې دا اتلولۍ د هغې د اوږدې مبارزې پایله ده.

فاطمه جعفري زیاتوي چې دا لاسته راوړنه یې د سوک‌وهنې کور «فجر» ته ډالۍ کړې ده.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د ښځو پر سپورتي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او ښځینه ورزشکاران له ډېرو رسمي لوبو او ملي لوبډلو څخه بې‌برخې شوي دي.

جلاوطنه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

دوی د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې دفیفا بېلګه تعقیب کړي او افغان ښځینه کرکټ لوبډله د افغانستان د استازې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې څه موده وړاندې فیفا اعلان وکړ، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله یې په رسمیت پېژندلې او دا لوبډله کولی شي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې دچې د سکالېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.