• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر کوربه هېوادونو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره دې سیاسي او انتقامي چلند نه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مسول عرفات جمال سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍوالې ادارې دې په جرئت سره هغو هېوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

د طالبانو ریاست الوزرا نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه ویلي، چې د یادې ډلې د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مسوول عرفات جمال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو او اجبارې راستنېدنې په اړه خبرې کړې دي.

د یادې لیدنې پرمهال عرفات جمال ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه افغانستان ته ډېر کډوال په جبري توګه راستانه شوي دي.

عبدالواسع ویلي، هغه هېوادونه چې کډوال مني، باید د کډوالو اړوند نړۍوال اصول رعایت کړي او د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته زیاته کړې:« کوربه هېوادونه دې له کډوالو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې یې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوري».

یاد طالب چارواکي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته په اشاره ویلي، چې نړۍوالې ادارې دې د یادو ستونزو په هواري کې یوازې پر سپارښتونو بسنه نه کوي، بلکې دده په وینا، په جرئت سره دې هغو هېوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال د ډیونډ کرښې ها غاړي ته له سختو ستونزو څخه شکایت کوي.

طالبانو په وار وار پر پاکستان غږ کړی چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، خو کډوال وايي چې ستونزې یې په خپل ځای پاتې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: که طالبان خبرو ته غوږ ونه نیسي له کابل سره به «د ډیلي په څېر چلند» وکړو

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا خبرداری ور کړی، چې که افغان طالبان د وسله والو جنګیالیو له ملاتړه لاس وانخلي، بیا به پرانېستې جګړه پیل شي. اصف د چارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې تور ولګاوه، چې کابل د اسلام اباد پر ضد «د هند جګړه» کوي.

نوموړي وویل، چې « دا مهال د ډیلي او کابل ترمنځ هیڅ توپیر نشته» او په وینا، یې که طالبان همکارۍ ته چمتو نه وي، نو دوی به له کابل سره د ډیلي په څېر چلند وکړي.

خواجه اصف وویل چې «موږ د دریو هیوادونو له لارې په صادقانه توګه هڅه وکړه، د کابل له حکومت سره مو۱۹، ۱۹ ساعته خبرې وکړې، زه پخپله درې ځله په دې خبرو کې شامل وم، موږ د ترهګرۍ پر مهال هم خبرو ته دوام ورکړ».

هغه وویل چې طالبان خبرو اورېدو ته چمتو نه دي او په دې توګه دده په ټکو، « یوازینۍ بدیله لاره دا ده چې په سختۍ جګړه وشي، بیا به جګړه او خلاصه جګړه وي».

د پاکستان دفاع وزیر د پخوا په څېر یوځل بیا تور ولګاوه، چې هند اوس له پاکستان سره مستقیمه جګړه نه کوي، بلکې دده په وینا، هڅه کوي د افغانستان له لارې جګړه وکړي.

اسلام اباد له دې وړاندې هم په خپله خاوره کې امنیتي پېښې له نوی ډیلي او کابل سره تړلې دي.

د پاکستان دفاع وزیر دغه ادعا کړې ، چې د کابل حکومت اوس مهال «د هند پراکسي» دی.

طالبانو د پاکستان دا ډول تورونه له دې وړاندې رد کړي او وايي، اسلام اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

طالب چارواکي له ازبکستاني سفیر سره د بشري مرستو او د پېښو مدیریت په اړه خبرې وکړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عثمانوف او د یاد هېواد د سفارت له اقتصادي او سیاسي مرستیال سره کتلي او د بشري مرستو او د پېښو د مدیریت په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د چارشنبې په ورځ ویلي چې دواړو لوریو نن له غرمې مخکې په کابل کې سره کتلي.

د یادې ادارې خبرپاڼه زیاتوي چې په لیدنه کې ترابي ویلي، د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو کچه او د افغانستان پر خلکو یې منفي اغېزې زیاتې شوې دي او دې موضوع د اړتیاوو کچه هم لوړه کړې ده.

هغه د مرستو په اړه ویلي ټولې هغه مرستې چې د مرستندویه هېوادونو له لوري دې ادارې ته سپارل کېږي، په شفاف، چټک او منظم ډول ۳۴ ولایتونو ته لېږدول کېږي او مستحقینو ته وېشل کېږي.

یاده اداره وايي، د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان او د سختو ورځو دوستان وبلل.

طالبان وايي له ایران سره د برېښنا لېږد او د انرژۍ په برخه کې همکاري پراخوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د برېښنا په سکتور کې پر پانګونې او ګډو همکاریو او د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې او بیا نوې کېدونکې انرژۍ خبرې کړې دي.

یادې ادارې نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه وویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدني پرمهال ویلي، چې د انرژۍ سکتور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره باید د کابل او تهران ترمنځ ګډې همکارۍ لا پراخې شي.

د یاد شرکت په وینا، دواړو لوریو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پر طرحې خبرې وکړې او زیاته کړې یې ده، چې په راتلونکي کې به د انرژۍ د تبادلې لپاره اړین سهولتونه رامنځته شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مسوولانو د ایران د سفیر له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه رامنځته شوي او کولای شي له افغانستان سره په بېلابېل برخو کې ګډ کار وکړي.

طالبانو د خپلو پولیسو له نویو موټرو نه د «ملي» کلمه لرې کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ خپلو امنیتي ځواکونو ته نوي موټرسایکل او موټر وېشلي، خو پر دغو وسایطو د پولیسو له نامه سره پخوانۍ دود «ملي» کلمه نه ده کارول شوې. د طالبانو د مشر له قوله ویل شوي، چې نوموړي د ملي مختاړي د لرې کولو امر کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، چې پولیسو ته په یولړ مراسمو کې دوه زره موټرسایکل، ۱۰۰ نوي موټر، د اوروژنې ریاست ته ۵۰ موټر او ترافیکو ته ۱۵۰ موټر سپارل شوي دي.

په نویو موټرو کې په انګريزي او افغاني لیکدود د پولیس نوم لیکل شوی، خو د پخوا په څېر ملي مختاړی ورسره نه دی یوځای شوی.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د طالبانو مشر د ادارو له نومونو نه د ملي مختاړي د لرې کولو امر کړی او ځینو ادارو دغه امر پلی کړی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي چې له دې وروسته به د پولیسو د هرې ادارې وسایط ځانګړی رنګ ولري او د همدې تګلارې له مخې به زاړه وسایط هم په مشخصو رنګونو رنګ شي، څو د پولیسو بېلابېلې برخې په اسانۍ وپېژندل شي.

نویو موټرو ته نیلي او سپین رنګ غوره شوی، چې په پاکستان او یو شمېر نورو ځایونو کې هم د پولیسو په موټرو او اړوندو وسایطو کې کارول کیږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې د دغو موټرسایکلونو او وسایطو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو د چټکتیا، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدو او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولري.

طالبانو په خپلو لیکو کې د پخوانيو امریکايي فورډ موټرو، چې نړیوالې ټولنې افغان ځواکونو ته ور کړي وو، استعمال کم کړی دی.

ددغو موټرو د تېلو ډېر لګښت او د پرزو نه پیدا کېدو، طالبان د یو شمېر موټرو او وسایطو د ډول تغییر ته هڅولي دي.

مولوي عبدالکبیر او د ترکیې شارژدافیر په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غږیدلي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د ترکیې شارژدافیر سادین ای یلدیز د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو په اړه غږیدلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه وویل، چې د یادې لیدني پرمهال په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت مشر سادین ای یلدیز ویلي، چې ترکیه د باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم ځای لري.

نوموړي د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

طالبانو د یلدیز له قوله ویلي، چې ترکیه هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره حللاره ولټوي او یوازې د مالدارۍ په برخه کې یې ۲۰زره افغانانو ته کاري ویزې ورکړې دي.

همدارنګه نوموړي د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د یادې لیدني پرمهال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې د منځګړیتوب او ملاتړ هڅو ستاینه کړې ده او همدارنګه یې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې سادین ای یلدیز د ترکیې د ډیلوماټیک ماموریت د مشر په توګه یاد شوی دی، خو د ترکیې سفارت یلدیز د افغانستان لپاره شارژدافیر یاد کړی دی.