• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سختې محدودې کړې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د اسیا لپاره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې څانګې په خپل خپور شوي راپور کې د طلوع‌نیوز د دوو خبریالانو پر نیونې د اندېښنې په څرګندولو ويلي، طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سختې محدودې کړې او د یادې ډلې کړنو د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د وېرې او فشار فضا نوره هم پراخه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز دوه خبریالان نیولي او د موبي ګروپ پر دفتر یې چاپه وهلې ده. د راپور له مخې؛ د طلوع‌نیوز ویاند منصور نیازی (د غویي په ۱۸مه) په کابل کې نیول شوی او دوه ورځې وروسته د یادې شبکې بل خبریال عمران دانش هم د دفتر ترڅنګ د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
(د غویي په ۲۰مه) وروسته له هغې چې طلوع‌نیوز د دغه نیونو خبر خپور کړ، د طالبانو د استخباراتو لسګونه ځواګونه د موبي ګروپ دفتر ته ننوتل. سرچینې وايي، وسله‌والو د کارکوونکو موبایلونه ضبط کړل، له هغوی یې څو ساعته پوښتنې ګروېږنې وکړې او د دفتر دننه یې سخت امنیتي محدودیتونه ولګول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د طالبانو دغه کړنې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د وېرې او فشار فضا نوره هم پراخوي. د یادې کمېټې همغږي کوونکي کنال مجمدر ویلي، طالبان باید نیول شوي خبریالان سملاسي خوشې کړي او رسنیو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خپل راپور کې ويلي، چې طالبانو د منصور نیازي له نیولو وروسته د هغه د خواله رسنۍ حسابونه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي او داسې مطالب یې خپاره کړي چې ښيي نوموړی په کور کې دی؛ خو سرچینې وایي، دغه کار د فشار او جبري کنټرول نښه ده.

یاده کمیټه وايي، چې طالب چارواکو تراوسه د دغه نیونو او د موبي ګروپ پر دفتر د چاپې په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي او د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم د دوی پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
په راپور کې ويل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یادې ډلې د افغانستان خپلواکې رسنۍ سختې محدودې کړې، ګڼ خبریالان یې نیولي، سلګونه نور ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي او د رسنیو پر ځای د طالبانو تبلیغاتي دستګاه پراخه شوې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

۵

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي ټولنې وزیران درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېږد پر پلان خبرې کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۱

د اروپایي ټولنې د شورا رييس الن برسټ د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د اروپایي هېوادونو وزیران به په روانه اونۍ کې په مولداوي کې درېیمو هېوادونو کې ځانګړو مرکزونو ته د «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د لېږد په اړه، خبرې وکړي.

برسټ ټینګار وکړ، هغه کسان چې له اروپا څخه اېستل کېږي، باید د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون تر ملاتړ لاندې پاتې شي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) ګارډین ورځپاڼې ته وویل: «د لېږد د مرکزونو په اړه بحث یوه مهمه موضوع ده. دا مسأله تر دې وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې مطرح شوې وه او اوس په څو اړخیزه کچه څېړل کېږي.»

ورته مهال تمه کېږي، چې اروپایي وزیران یوه سیاسي اعلامیه صادره کړي. چې په‌کې به د خپلو پولو پر کنټرول د هېوادونو پر حق ټینګار وشي؛ دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د بهرنیو مجرمینو او «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د اېستلو په مخنیوي کې د بشري حقونو د قوانینو د رول په اړه بحثونه زیات شوي دي.

د دې اونۍ ناسته لومړی ځل دی، چې د اروپایي ټولنې د هېوادونو وزیران په رسمي ډول د پناه غوښتونکو د لېږد د مرکزونو د جوړولو موضوع څېړي. تمه کېږي، چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایوت کوپر هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

اروپایي ټولنې تر دې وړاندې په درېیمو هېوادونو کې د اېستلو د مرکزونو له جوړولو سره هوکړه کړې وه او ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ له هغو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دي چې دا مرکزونه په کې جوړېدای شي.

راپورونه ښيي، چې دا مذاکرات پر ۱۲ هېوادونو تمرکز لري: روانډا، ګانا، سینیګال، تونس، لېبیا، موریتانیا، مصر، یوګانډا، ازبکستان، ارمنستان، مونټېنیګرو او ایتوپیا. په دې لړ کې ازبکستان له اتریش سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې اېستل شوي افغان کډوال مني.

دا طرحه به یو ځل بیا د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راوپاروي. تر دې وړاندې پناه غوښتونکو د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون په استناد توانېدلي وو، چې روانډا ته د کډوالو د لېږد په اړه د برېتانیا د حکومت پروګرام په محکمه کې وننګوي او د دولت دغه پلان د محکمې په حکم ناکام کړي.

د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د کنوانسیون کمزوري کولای شي د زیانمنو ډلو ملاتړ راکم کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې له جګړو او ځورونې تښتي.

د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې، هر کال له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې پناه غوښتونکو ته له دې ټولنې څخه د وتلو امر شوی، خو له نیمايي څخه لږ یې وتلي دي.

اروپایي کمېسیون بروکسل ته د طالبانو د بلنې په اړه وضاحت ورکړ

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۱

اروپایي کمېسیون د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د خبرو په موخه بروکسل ته د طالب چارواکو له بللو وروسته په خپل وضاحت کې ټینګار وکړ، چې دا چاره د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه‌ده.

د اروپایي کمېسیون ویاند د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) وویل، چې بروکسل کابل ته د ناستې د وخت ټاکلو په پار یو لیک استولی، خو دا اړیکې یوازې په «تخنیکي کچه» دي او د طالبانو جګپوړي مشران په‌کې ګډون نه‌لري.

اروپايي ټولنه به 'ډېر ژر طالبانو ته په بروکسل کې د ناستې بلنه ورکړي' | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا ناسته د سویډن په همغږۍ جوړېږي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په اړه له طالبانو سره د اروپایي چارواکو د پخوانیو خبرو اترو دوام دی.

د هافینګټن پوسټ د راپور له‌مخې، بروکسل ته د طالبانو د استازو بلل په اروپا کې له نیوکو سره مخ شوي دي. د زرغون ګوند استازې، ملیسا کامارا، دا ګام «د اروپایي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او حقونو څخه ژوره شاتګ» وباله او له اروپایي کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو له «سرې کرښې» له تېرېدو ډډه وکړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته بیا ځلي واک ترلاسه کړ، خو تر اوسه د اروپایي ټولنې له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

په وروستیو میاشتو کې د اروپایي ټولنې شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو، چې د کډوالۍ په پالیسیو کې د لا سختګیرۍ غوښتونکي دي، له بروکسل څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو د بېرته ستنولو لپاره لارې چارې ولټوي چې امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د اروپایي کمېسیون ویاند، مارکوس لامرت وویل، چې له طالب چارواکو سره لیدنه په همدې چوکاټ کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، چې دا خبرې اترې د کډوالو د اېستلو په عملي او ډیپلوماتیکو مسایلو تمرکز لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له‌مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځه میلیونه ډېر افغانان، چې ډېری یې په جبري ډول دي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او ډېری یې له بې‌وزلۍ، بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ای‌ار‌سي یوې مسوولې لیزا اوون خبرداری ورکړی، چې داسې یوه هېواد ته د افغانانو بېرته ستنول چې لویه برخه نفوس یې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی، د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.

ورته مهال، د طالبانو د پلاوي غړو ته د ویزو د ورکړې موضوع هم مطرح شوې ده. له هغه ځایه چې اروپایي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، د دغه پلاوي غړي بروکسل ته د سفر لپاره ځانګړو ویزو ته اړتیا لري. بلجیم اعلان کړی، چې د اروپایي بنسټونو د کوربه په توګه، د دغو ویزو ورکولو ته چمتو دی.

اروپایي کمېسیون تر اوسه نه‌دي مشخص کړي، چې د طالبانو له لوري کوم کسان بلل شوي او ایا د هغوی د سفر او استوګنې لګښت به ورکړي که نه.

افغانان لا هم په اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله جوړوي، خو ډېری اروپایي هېوادونو په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده.

جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې شاوخوا ۱۰۰ تنه محکوم شوي افغانان د قطر په همکارۍ افغانستان ته استولي او اتریش هم تر دې وړاندې په ویانا کې د طالبانو د استازو کوربه وو. اوس یو شمېر نور اروپایي هېوادونه هم د ورته پالیسیو د پلي کولو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافع بنسټونو خبرداری ورکړی، چې دغه ډول ناستې ښايي طالبانو ته د هغو کسانو د پېژندنې چانس ورکړي، چې افغانستان ته ستنېږي؛ هغه موضوع چې د هغوی حقونه او امنیت له خطر سره مخ کولای شي.

د اروپا پارلمان غړې: د افغان کډوالو اېستل به طالبان پیاوړي او د جرمني امنیت کمزوری کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د اروپا پارلمان کې د زرغون ګوند استازې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو تګلاره به د طالبانو د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.

هغې د جرمني په «فرانکفورټر روندشاو» ورځپاڼه کې په یوې لیکنه کې ویلي، چې د جرمني حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. د هغې په وینا، دا اقدام تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد بحثونو تر اغېز لاندې ترسره شوی دی.

مېرمن نیومن ویلي، د جرمني حکومت اصلي تمرکز پر دې دی چې څومره افغان کډوال، په کوم سرعت او کومو شرایطو کې اېستل کېدای شي، خو د دې پرېکړې امنیتي او بشري پایلو ته کمه پاملرنه شوې ده.

هغې خبرداری ورکړی، ډېری هغه افغانان چې له اروپا اېستل کېږي، تر بېرته ستنېدو وروسته به له سختې بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د دولتي خدمتونو له نشتوالي او نامعلوم راتلونکي سره مخ شي.

د اروپا پارلمان د دې غړې په وینا، افغانستان د نړۍ له تر ټولو بې‌وزلو هېوادونو څخه دی او د خلکو لویه برخه یې ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري. هغې زیاته کړې، چې په داسې وضعیت کې مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د کمزورې حکومتولۍ تشه ډکوي.

نیومن ټینګار کړی، چې دغو افراطي شبکو ته د ډېرو بېرته ستنو شویو ځوانانو یو ځای کېدل تر ډېره د اړتیا او د ژوندي پاتې کېدو لپاره وي، نه د ایډیولوژیک باور له امله.

هغې د ایران تجربې ته په اشارې ویلي، چې استبدادي حکومتونه معمولاً د بې‌وزلو قشرونو په جذب او د اقتصادي او ټولنیزو ملاتړ په وړاندې کولو سره سیاسي وفاداري رامنځته کوي؛ هغه تګلاره چې د هغې په خبره طالبان هم ترې ګټه اخیستلای شي.

دې جرمنۍ سیاستوالې خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنول، پرته له دې چې د هغوی د ژوند لپاره روښانه راتلونکی برابر شي، په مستقیم ډول د طالبانو د ملاتړو جوړښتونو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

هغې زیاته کړې، چې دا بهیر یوازې پر افغانستان اغېز نه‌کوي، بلکې په اوږدمهال کې د اروپا، په ځانګړي ډول د جرمني امنیت هم ګواښلی شي، ځکه افراطي ډلې او توند لارې شبکې له داسې شرایطو د کسانو د جلب او جذب لپاره ګټه اخلي.

نیومن په پای کې د جرمني حکومت تورن کړی، چې د «الترناتیف فار ډویچلند» ښي‌اړخي ګوند تر فشار لاندې د کډوالو په اړه لنډ لیدو سیاستونو ته مخه کړې ده.

هغې ټینګار کړی، چې امنیتي او د کډوالۍ تګلارې باید یوځای وکتل شي او د افغانستان وضعیت ته له پاملرنې پرته د افغان کډوالو اېستل نه یوازې ستونزه نه‌حلوي، بلکې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ لامل هم کېدای شي.

د جنایي پېښو د ډېرېدو په لړ کې؛ طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ کسان نیولي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په شپږو ولایتونو کې ۲۲ کسان نیولي دي. یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه کسان په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په جوزجان کې اته کسان د قمار او دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

همدارنګه، په بلخ ولایت کې د مزارشریف ښار له یوه کور څخه د ۸۶ زره افغانیو او ۳۰۰ امریکایي ډالرو د غلا په تور درې کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیمروز کې د موبایلونو د غلا په تړاو څلور تنه او په غزني کې هم دوه غله د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې، په لغمان کې دوه تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تور او په غور کې یو تن د څارویو د غلا په تړاو نیول شوی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او د دوسیو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو د پلټنو له دوامه یې خبر ورکړی دی.

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې جنایي پېښې او وسله‌والې غلاوې تر پخوا لا ډېرې شوې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د سزا او قانون پلي کولو څرنګوالي په اړه د بشري حقونو اندېښنې ډېرې شوې دي. د تېرې اونۍ رسمي شمېرو له‌مخې، طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي، چې نړیوال سازمانونه یې د بشري حقونو جدي سرغړونه بولي.

رانا ثنا‌الله: په افغانستان کې ۸ زره روزل شوي «بې‌لارې» کسان پاکستان کې پر بریدونو بوخت دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې، چې له ۷ تر ۸ زرو «بې‌لارې» شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي. هغه همداراز ادعا کړې، په افغانستان کې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې: «له ۷ څخه تر اتو زرو پورې بې لارې شوي کسان په افغانستان کې د هند او اسراییل له تمویل سره ترهګریزې روزنې ترلاسه کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي».

رانا ثناالله زياته کړه، «لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې، چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي».

هغه وویل چې، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي، څو دا وبا له منځه ولاړه شي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګوي چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هيواد کورنۍ ستونزه ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.