• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي له ایران سره د برېښنا لېږد او د انرژۍ په برخه کې همکاري پراخوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د طالبانو ترواک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د برېښنا په سکتور کې پر پانګونې او ګډو همکاریو او د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې او بیا نوې کېدونکې انرژۍ خبرې کړې دي.

یادې ادارې نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه وویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدني پرمهال ویلي، چې د انرژۍ سکتور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره باید د کابل او تهران ترمنځ ګډې همکارۍ لا پراخې شي.

د یاد شرکت په وینا، دواړو لوریو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پر طرحې خبرې وکړې او زیاته کړې یې ده، چې په راتلونکي کې به د انرژۍ د تبادلې لپاره اړین سهولتونه رامنځته شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مسوولانو د ایران د سفیر له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه رامنځته شوي او کولای شي له افغانستان سره په بېلابېل برخو کې ګډ کار وکړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د خپلو پولیسو له نویو موټرو نه د «ملي» کلمه لرې کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ خپلو امنیتي ځواکونو ته نوي موټرسایکل او موټر وېشلي، خو پر دغو وسایطو د پولیسو له نامه سره پخوانۍ دود «ملي» کلمه نه ده کارول شوې. د طالبانو د مشر له قوله ویل شوي، چې نوموړي د ملي مختاړي د لرې کولو امر کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، چې پولیسو ته په یولړ مراسمو کې دوه زره موټرسایکل، ۱۰۰ نوي موټر، د اوروژنې ریاست ته ۵۰ موټر او ترافیکو ته ۱۵۰ موټر سپارل شوي دي.

په نویو موټرو کې په انګريزي او افغاني لیکدود د پولیس نوم لیکل شوی، خو د پخوا په څېر ملي مختاړی ورسره نه دی یوځای شوی.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د طالبانو مشر د ادارو له نومونو نه د ملي مختاړي د لرې کولو امر کړی او ځینو ادارو دغه امر پلی کړی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي چې له دې وروسته به د پولیسو د هرې ادارې وسایط ځانګړی رنګ ولري او د همدې تګلارې له مخې به زاړه وسایط هم په مشخصو رنګونو رنګ شي، څو د پولیسو بېلابېلې برخې په اسانۍ وپېژندل شي.

نویو موټرو ته نیلي او سپین رنګ غوره شوی، چې په پاکستان او یو شمېر نورو ځایونو کې هم د پولیسو په موټرو او اړوندو وسایطو کې کارول کیږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې د دغو موټرسایکلونو او وسایطو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو د چټکتیا، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدو او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولري.

طالبانو په خپلو لیکو کې د پخوانيو امریکايي فورډ موټرو، چې نړیوالې ټولنې افغان ځواکونو ته ور کړي وو، استعمال کم کړی دی.

ددغو موټرو د تېلو ډېر لګښت او د پرزو نه پیدا کېدو، طالبان د یو شمېر موټرو او وسایطو د ډول تغییر ته هڅولي دي.

مولوي عبدالکبیر او د ترکیې شارژدافیر په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غږیدلي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د ترکیې شارژدافیر سادین ای یلدیز د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو په اړه غږیدلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه وویل، چې د یادې لیدني پرمهال په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت مشر سادین ای یلدیز ویلي، چې ترکیه د باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم ځای لري.

نوموړي د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

طالبانو د یلدیز له قوله ویلي، چې ترکیه هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره حللاره ولټوي او یوازې د مالدارۍ په برخه کې یې ۲۰زره افغانانو ته کاري ویزې ورکړې دي.

همدارنګه نوموړي د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د یادې لیدني پرمهال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې د منځګړیتوب او ملاتړ هڅو ستاینه کړې ده او همدارنګه یې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې سادین ای یلدیز د ترکیې د ډیلوماټیک ماموریت د مشر په توګه یاد شوی دی، خو د ترکیې سفارت یلدیز د افغانستان لپاره شارژدافیر یاد کړی دی.

د جرمني پولیسو د یوې پخوانۍ قضیې په تور یو افغان نیولی او زندان ته یې استولی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د جرمني فدرالي پولیسو له لوګزامبورګ سره پر لاره یو ۳۵ کلن افغان د هغه د یوې پخوانۍ قضیې په تور نیولی دی. دغه افغان په پېچکش د یو بل تن په وهلو تورن دی او هامبورګ محکمې د څیړنو لپاره د هغه د توقیف امر ورکړی و.

د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، یاد افغان د جرمني او لوکزامبورګ پر لویه لاره د شپې پلټنې پرمهال د هویت د اسنادو له مخې نیول شوی دی.

هغه دغه راز د دولتي مامورینو پر وړاندې د ټینګاو په یوه بله قضیه کې هم مطلوب دی.

هغه محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته زندان ته استول شوی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۷۴ سلنه خلک لا هم د ژوند سخت اقتصادي فشارونه زغمي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) په خپل وروستي ټولنیز-اقتصادي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۷۴ سلنه خلک لا هم له اقتصادي ناامنۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد د پرله پسې دوهم کال لپاره نسبي وده کړې، خو دا وده یوازې ۱.۹ سلنه ده چې د نفوس د چټک زیاتوالي اړتیاوو ته بسنه نه کوي او له همدې امله د خلکو د ژوند معیارونه کم شوي دي.

راپور زیاتوي چې جوړښتي ستونزې، د کاري فرصتونو کمښت، د سوداګرۍ د کسر پراخېدل او د نړیوالو مرستو کمښت د اقتصادي رغېدو بهیر لا هم ورو کړی دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۷۴ سلنه افغانانو د معیشتي ناامنۍ په حالت کې ژوند کړی او ډېری کورنۍ نه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. په ځانګړي ډول کلیوالي سیمې، ښځې، تازه راستنېدونکي او له وچکالۍ اغېزمنې سیمې تر ټولو سختو اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

همدارنګه راپور یادونه کوي چې د پورونو زیاتوالی، د عایداتو کمښت، د روغتیايي خدماتو خرابوالی او د اوبو کمښت د کورنیو زیانمنتیا نوره هم زیاته کړې ده.

په راپور کې د بیړنیو او هدفمندو اقداماتو غوښتنه شوې، چې پکې د نړیوالو مرستو دوام، د کارموندنې او خصوصي سکتور ملاتړ، د ټولنیزې خوندیتوب پروګرامونو پراخول، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پیاوړتیا، او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو کمول شامل دي، څو یوه باثباته او ټولشموله اقتصادي رغونه رامنځته شي.

هبت‌الله په هلمند کې د کرېکټ معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدل کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱
•
عبدالله همیم

د طالبانو مشر هلمند ته د خپل وروستي سفر پرمهال په لښکرګاه ښار کې د کرېکټ په یوه معیاري لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره اېښې ده. د هلمند د کرېکټ امریت اوس یاد لوبغالی د حج او اوقافو ریاست ته د جومات جوړولو لپاره سپارلی او لوبغاړو ته امر شوی چې خپل ورزشي توکي ور ټول کړي.

په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړي وايي، چې د طالبانو له‌خوا د کرېکټ لوی معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی، ځکه تېره اونۍ ملا هبت‌الله اخوندزاده د لښکرګاه ښار د صافیانو په سیمه کې د کرېکټ بورډ اړوند رسمي لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

هلمندي لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت د کرېکټ امریت ټولو لوبغاړو ته ویلي، چې له لوبغالي او اړوندې کرېکټ اکاډمۍ څخه خپل د لوبو وسایل وباسي.

د کرېکټ یوه لوبغاړي پر دغه اقدام د نیوکې په ترڅ کې وویل، «د طالبانو پر ټولو محدودیتونو سربیره یواځینۍ بوختیا یې د کرېکټ لوبه وه، خو د هبت‌الله اخوندزاده له لوري په هلمند کې د یادې لوبې پر تابوت وروستی میخ ووهل شو».

د هلمند له کرېکټ بورډ امریت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ولایتي ادارې امر ورته کړی، چې له یاد لوبغالي څخه دې د ورزش ټول وسایل وباسي او نور یاد لوبغالی د حج او اوقافو ریاست اړوند ګڼل کېږي.

د کرېکټ لوبغاړي په دې برخه کې د افغانستان کرېکټ بورډ ګرم ګڼي او وايی، چې د یاد معیاري لوبغالي بندیدو ته یې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د هلمند په کرېکټ لوبغالي کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د زونونو په کچه کورنۍ سیالۍ کېدې او د یادو سیالیو پرمهال به زرګونه نندارچیان هم یاد لوبغالي ته ورتلل.

طالبانو په جومات د لوبغالي بدلولو موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یاد لوبغالی د بنسټ ډبره د تېر جمهوري نظام پرمهال د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت د لښکرګاه ښار د اوومي حوزې د صافیانو په سیمه کې کېښودل شوه.

100%

هغه مهال د افغانستان د کرېکټ بورډ رییس عاطف مشعل او د کرېکټ ملي لوبغاړو هلمند ولایت ته سفر کړی و او ویلي یې وو، چې یاد لوبغالی د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي او بودجه یې د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ورکوي.