طالبانو د کابل د منډوي هټۍ وتړلې

د کابل په منډوي کې یو هټۍوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په یاده سیمه کې ګڼې هټۍ تړلې او سوداګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. هغه د یوه تصویر په لېږلو سره ویلي، چې طالب مامورانو د دوی د ملکیتونو او توکو د ویجاړولو سربېره هټۍوال هم وهلي دي.
