• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې نن او سبا ورځ د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه جدي خبرداری ورکړی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې یادې ادارې ویلې، په هرات، فراه، بادغیس، غور، اروزګان، دایکندي، بامیان، میدان وردګ، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. دوی زياتوي، په ختیځو، سویل ختیځو، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو او د خاورو بادونو اټکل هم شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

هوا پوهنې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د سېلابونو د احتمالي خطرونو په پام کې نیولو سره د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه چې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي، لیرې پاتې شي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند د ډېریو وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو او نور وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي. طالبانو هم په خپلو اړوندو ګروپونو کې د دغې چارې یادونه کړې ده، خو مېټا کمپنۍ لا تر اوسه په دې تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبان چې له ډېر پخوا راهیسې ډېر تمرکز پر تبلیغاتي چارو لري، نو له بیا واکمنېدو راهیسې یې له سلګونه شخصي ګروپونو سربېره د خپلو وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو، نظامي اډو او نورو اړوندو بنسټونو د خبرونو له خپراوي سربېره د تبلیغاتي چارو د پر مخ بیولو لپاره لسګونه رسمي ګروپونه جوړ کړي دي.

غوڅ اکثریت دغه ډول ګروپونه یوازې د طالبانو له‌خوا کارول کېږي؛ یعنې دا چې یوازې اډمینان کولی شي په‌کې څه ولیکي او یا هم خپاره کړي او د ګروپ نور غړي چې د دوی په خوښه په‌کې اضافه کېږي یوازې لیدلی او کاپي کولی شي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په دې تړاو ویلي، چې وټس‌اپ هغه ګروپونه له‌منځه وړي چې نشرات په‌کې زیات وي او زیاته کړې یې ده: «ستاسو د معلوماتو لپاره به ووایم چې دا دوې ورځي موږ د ولایت مقام له ادرسه مطبوعاتي نشرات محدود کړي دي.ځکه چې د واتساپ کمپنۍ د ګروپانو تخریب شروع کړی دی او هغه ګروپان خرابېږي چې نشرات پکښي زیات وي».

له دې سره سم، د طالبانو پوهنې وزارت اړوندو وټس‌اپ ګروپونه چې پرون (سې‌شنبه د غويي ۲۲مه) بند شوي وو او نن (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) بېرته جوړ شوي ویلي: «تېره ورځ د هېواد په کچه د واټساپ ډېری ګروپونه بلاک شوي وو، چې د همدې ستونزې له امله د پوهنې وزارت دوه ګروپونه هم له منځه تللي وو. اوس یاد ګروپونه د دویم ځل لپاره بېرته جوړ شوي دي».

خو د طالبانو ځينې وټس‌اپ ګروپونه تر اوسه نه‌دي بند شوي او په عادي ډول خپلو نشراتو ته ادامه ورکوي او د بند شویو وټس‌اپ ګروپونو د لامل په تړاو مېټا کمپنۍ هم لا تر اوسه څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

خو د میټا کمپنۍ د معلوماتو له‌مخې، په وټس‌اپ کې د محتوياتو د خپرولو په اړه د ميټا کمپنۍ پاليسۍ ډېرې سختې دي. که چېرې کاروونکي يا د ګروپ غړي له دې اصولو سرغړونه وکړي، نه یوازې ګروپ له منځه ځي، بلکې د اډمینانو او غړو نمبرونه هم بلاک کېدای شي.

میټا کمپنۍ هغه وټس‌اپ اکونټونه او یا هم ګروپونه چې د نړۍوالو په تورو لېستونو کې د شاملو ډلو ویډیوګانې، اعلامیې او یا هم بېرغونه خپاره کړي اوهمداراز د کرکې خپرونکي، ځورونه او اخلاقي فساد، د جعلي خبرونو خپرونکي او د رېپورټ کولو له لارې ګروپونه سمدستي یې بندوي.

د یادونې وړ ده، چې وټس‌اپ د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د «یاهو» کمپنۍ د دوو کارکوونکو جان‌کوم او براین‌اېکټن له لوري جوړ شو او نوم یې هم له عامې انګلیسي جملې «What's Up» (څه حال دی؟) څخه اخیستل شوی دی. یاهو کمپنۍ بیا دغه اپ په ۲۰۱۴ کال کې په شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالرو پر میټا (فېسبوک) کمپنۍ چې مشر یې مارک زاکربرګ دی وپلوره او اوس د مشهورو فېسبوک، انسټاګرام، ټاریډز اپونو په څېر وټس‌اپ هم د مېټا کمپنۍ له لوري اداره کېږي.

د طالبانو زندان کې د جمهوري نظام یو پخوانی نظامي افسر له شکنجو او نامعلوم برخلیک سره مخ دی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

باخبره سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر شفیق‌الله قاطع له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی او د هغه د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

مالومات ښیي چې قاطع د طالبانو د استخباراتو له خوا د تېر کال د کب په ۱۷مه نېټه په تخار ولایت کې نیول شوی و. هغه د پنجشیر ولایت د عنابه ولسوالۍ د تاواخ کلي اوسېدونکی دی.

سرچینې وایي، چې نوموړی د بند په موده کې لږ تر لږه یو ځل پوځي روغتون ته لېږدول شوی، چې دې کار د هغه د شکنجې او ناوړه چلند په اړه اندېښنې راپارولې دي. د راپورونو له مخې، د هغه کورنۍ تر اوسه ورسره د لیدو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

سرچینو زیاته کړه، چې قاطع د درملنې لپاره په پنجشیر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ روغتیایي برخې ته وړل شوی و، خو کله چې طالبان پوه شول چې ځینې روغتیایي کارکوونکي د هغه دوستان او خپلوان دي، هغه یې له دې روغتون څخه بل ځای ته ولېږداوه.

قاطع یو زوی او یوه کوچنۍ لور لري او تر دې وړاندې یې په بلخ، هرات او پنجشیر ولایتونو کې د پولیسو د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښایي طالبانو نوموړی د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیولی وي، خو سرچینې ټینګار وکړ چې دغه پخواني پولیس افسر له نږدې دوو کلونو راهیسې له دې جبهې سره هېڅ اړیکه نه لرله.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو او مدني ازادیو پر ضد محدودیتونه زیات شوي او د بشري حقونو ډلو د سیاسي بنديانو، جبري نیونو او شکنجې پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.

د ملګرو ملتونو د ماموریت او نورو بنسټونو راپورونه ښيي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو هدفمندې نیونې او تاوتریخوالی دوام لري او کورنۍ یې عموماً له قانوني لاسرسي او معلوماتو محرومې پاتې کېږي.

د روسیې سفیر: طالبان دې د زده‌کړو په ګډون بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لپاره د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي، چې د طالبان باید په افغانستان کې د اساسي بشري حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق ته درناوی وکړي او د ټولنې ټولو قشرونو ته د بنسټیزو حقونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې له ټي ‌ايس ار په نوم یوه پوډکاسټ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي: «بنسټیز بشري حقونه باید د نړۍ له ټولو حکومتونو، په ګډون د افغانستان اوسني حکومت، له خوا رعایت شي. هیله لرم چې اوسنی حکومت دا موضوع درک کړي.»

خوریف زیاته کړې چې د یوې ټولنې، په ځانګړي ډول د نجونو، له زده‌کړې پرته د افغانستان پرمختګ او پراختیا ناشونی دی.

هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې له اوسېدو راضي دی او ځان خوندي احساسوي. د هغه په وینا، د پاکستان د اوسني وضعیت پرتله د کابل له هغو کلونو سره کوي چې هلته یې دنده ترسره کوله، او اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ژوند کولو له امله زیات امنیت احساسوي.

دغه روسي ډیپلومات چې کلونه یې په افغانستان کې د لوړپوړي سفیر په توګه دنده ترسره کړې، وایي چې اوس مهال د پاکستان امنیتي وضعیت هم ورو ورو بدلون مومي او د ده په وینا ناامني په ځینو سرحدي سیمو کې افغانستان ته نږدې خپرېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د ښځو پر کار، تعلیم او ټولنیز حضور یې ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي. سره له دې چې نړیوالو بنسټونو پرله‌پسې غوښتنې کړې، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې بدلون نه دی راوستی.

په نړیواله کچه یو شمېر بشري حقونو بنسټونه د افغانستان اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه یادوي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري او دا مهال یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.

بدخشان کې یوې نجلۍ د دوو کلونو په موده کې د قرانکریم یوه نسخه په لاس لیکلې ده

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

په بدخشان کې د مرسل عطايي په نوم یوې نجلۍ په دوو کلونو کې د قرانکریم یوه نسخه په خپل لاس لیکلې ده. دغه نجلۍ چې ښوونکې هم ده، د دغې چارې لامل له قرانکریم سره مینه او د اسلامي هنرونو ساتنه بللې ده.

مرسل عطايي چې د بدخشان په یوه ښوونځي کې ښوونکې هم ده وايي، په دوو کلونو کې پر دې بریالۍ شوې، چې د قرانکریم یوه قلمي نسخه په خپل لاس ولیکي. هغه وايي، موخه یې د اسلامي هنر ساتنه او معنوي خدمت دی او زیاتوي: «داسې یې هیله درلوده چې داسې یو کار وکړي چې هم عبادي اړخ او هنري ارزښت ولري».

مرسل عطايي وایي: «د قرانکریم د یوې نسخې لیکنې شاوخوا دوه کاله وخت ونیوه. له ورځنیو چارو وروسته دشپې لخوا مې له دوو تر درېیو ساعتونو د ایاتونو پر لیکلو کار کاوه».

د نوموړې په وینا، د قرانکریم د نسخې د لیکلو پر مهال د هر ډول غلطۍ د مخنیوي لپاره هره پاڼه څو څو ځلي بیا کتله او په خپل لاس لیکل شوي ایاتونه یې د قرانکریم له اصلي متن سره پرتله کاوه. هغه وايي، غواړي دغه د قرانکریم نسخه د ثبت او تخنیکي ارزونې په موخه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حج او اوقافو ریاست ته وړاندې کړي.

مرسل عطايي چې په دیني علومو او تجوید کې درسونه ویلي، د خوشنویسۍ په برخه کې یې هېڅ رسمي زده‌کړې نه‌دي کړي او په خپلې هڅې سره یې د قرانکریم دغه نسخه لیکلې ده.

د مرسل اعطايي په لاس د قرانکریم لیکل شوې نسخه
100%
د مرسل اعطايي په لاس د قرانکریم لیکل شوې نسخه

د قرانکریم دغه قلمي نسخه په اېف۴ کاغذ او رنګه قلمونو لیکل شوی؛ د ایاتونو متن په تور قلم، نښنې نښانې په سره قلم او د سورو طراحي په سره او شنه قلمونو شوي دي.

مرسل اعطايي دغه بریا یوازې یوه شخصي لاسته راوړنه نه‌ګڼي، بلکې افغان نجونو او هلکانو ته یې یو پیغام بولي، چې په خپلو ارادو، ایمان او هڅو سره کولی شي خپل استعداونه وغوړوي.

احمد ضیا مسعود: طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ بېلګه ده

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر احمدضیا مسعود افغانستان انټرنشنل ته په یوه مقاله کې طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ او تر ټولو څرګنده بېلګه بللې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې له قومي حکومتونو ملاتړ په پای کې د ملي پاشلتیا او د هېواد د بحران لامل کېږي.

ضیا مسعود په خپله مقاله کې لیکلي، چې قومي حکومتونه په ذاتي ډول پر حذف، تبعیض او انحصار ولاړ دي او د ملت جوړونې بهیر له ناکامۍ سره مخ کوي. د هغه په وینا، د طالبانو په نظام کې د شایسته‌سالارۍ، قانون‌مندۍ او برابر ښاروندیتوب معیارونو خپل ځای قومي، ژبنیو، قبیلوي او اېډیولوژیکو اړیکو ته پرېښی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه ډله د ټول ملت د استازیتوب پر ځای، له واک څخه یوازې د یوه قومي او اېډیولوژیک روایت استازیتوب کوي.

دغه پخواني افغان چارواکي د افریقایي هېوادونو لکه روانډا، سوېلي سوډان، نایجریا او سومالیا ترخو تجربو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملي هویت پر ځای د قومي هویت واکمني هېوادونه د پرمختګ پر ځای د بحران، تجزیې او بهرنۍ انحصار لور ته بیایي.

مسعود ټینګار کړی، کله چې د ټولنې یوه برخه ځان له واک او برخلیک څخه حذف شوې احساس کړي، ملي انسجام زیانمنېږي او د بهرنیو مداخلو لپاره پراخه زمینه برابریږي.

احمدضیا مسعود د طالبانو واکمني د عصري او ملي جوړښتونو پر وړاندې خنډ بللې او ویلي یې دي، چې د قومي حکومت دفاع په اصل کې د ملي ناورین د دوام دفاع ده. نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې څرګنده کړې، چې د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر یوه عصري، ملي او ټول‌ګډونه دولت ته اړتیا لري؛ داسې یو دولت چې ټول وګړي په کې له قومي او ژبني تبعیض پرته له حقونو برخمن وي.