• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو له اسراییل غوښتي چې د اکتوبر اوومې ځانګړې پوځي محکمه لغوه کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، له اسراییل غوښتي چې د اکتوبر اوومې نېټې د بریدونو په تړاو جوړېدونکې ځانګړې پوځي محکمه لغوه کړي.

فرانس ۲۴ شبکې راپور ورکړی، چې تورک د چهارشنبې په ورځ ویلي، د هغو فلسطیني وسله‌والو د محاکمې لپاره چې د حماس په مشرۍ د اکتوبر اوومې بریدونو کې په لاس لرلو تورن دي، د ځانګړې پوځي محکمې جوړول د نړیوالو معیارونو خلاف اقدام ګڼل کېږي.

فولکر تورک په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی، چې د دغو «ویرونکو بریدونو» په اړه باید بشپړ حساب ورکول موجود وي، خو د هغه په وینا، دا موخه د داسې محکمو له لارې نه شي ترلاسه کېدای چې له نړیوالو معیارونو سره واټن ولري.

د اسراییل پارلمان د دوشنبې په شپه داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې یوه ځانګړې پوځي محکمه جوړېږي او د اعدام د حکم صادرولو واک به هم ولري.

ټاکل شوې دغه محکمه هغه کسان محاکمه کړي چې د حماس په مشرۍ د اکتوبر اوومې بریدونو پر مهال یا تر هغې وروسته نیول شوي دي. همداراز، هغه کسان چې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د ساتلو یا ځورولو په تړاو پرې شک موجود وي، په همدې محکمه کې به محاکمه کېږي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کېږي شاوخوا ۴۰۰مشکوک کسان په دې ځانګړې محکمه کې محاکمه شي.

د بشري حقونو فعالان او نړیوال بنسټونه اندېښنه لري چې دغه ډول ځانګړې پوځي محکمې ښايي د عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې واقع شي او د تورنو کسانو اساسي حقوق تر پوښتنې لاندې راولي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟