• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د ونزویلا نقشه د امریکا له بېرغ سره خپره کړه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر «ټروت خواله رسنۍ» د ونزویلا نقشه د امریکا له بېرغ سره خپره کړه. په تصویر کې لیکل شوي، «۵۱م ایالت». د ټرمپ دغه پوسټ د سپینې ماڼۍ د اېکس حساب له‌خوا بیاځلي پوسټ شوی دی.

تر دې وړاندې سي‌اېن‌اېن د ټرمپ په حواله ویلي و، چې دغه اقدام «په جدي توګه تر غور لاندې دی». دغه څرګندونې په ونزویلا کې د امریکا د پوځي عملیاتو او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته وشوې.
د ونزویلا لنډمهالې ولسمشرې (د مادورو پخوانۍ مرستیالې) ډیلسي روډریګز خبریالانو ته ویلي، چې هېواد یې د امریکا د ۵۱م ایالت کېدو پلان نه‌لري. هغې ټینګار وکړ: «موږ به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، خپلواکۍ او تاریخ دفاع ته دوام ورکړو». نوموړې زیاته کړه: «ونزویلا مستعمره نه‌ده؛ بلکې یو ازاد او خپلواک هېواد دی».
د ټرمپ دغه څرګندونې د ونزویلا په اړه د هغه د وروستیو څرګندونو یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په جنورۍ میاشت کې یې د امریکا تر پوځي عملیاتو او د مادورو تر نیول کېدو وروسته کړې وې.
ونزویلا د نړۍ ترټولو لویې د تېلو زېرمې لري او شنونکي په‌دې باور دي، چې دغه هېواد ته د ټرمپ لېوالتیا تر ډېره حده اقتصادي او ستراتیژیکه ده. د ټرمپ دغه څرګندونې د هغه د نیوکه کوونکو او پلویانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

۵

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان نفوس به تر ۲۰۵۰کال پورې نږدې ۳۹۰ مېلیونو ته لوړ شي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ د دغه هېواد د نفوس د وړاندوینې نوی راپور خپور کړ، چې له مخې یې د پاکستان نفوس به په راتلونکو لسیزو کې په بې‌ساري ډول ډېر شي او تر ۲۰۵۰کال پورې به شاوخوا ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي.

دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی په‌کې راغلي، چې د «زېږون کمښت» په صورت کې به د پاکستان نفوس ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي، د مېندوارۍ د مخنیوي لارو چارو د پراخې کارونې په صورت کې ۳۸۳.۲ مېلیونه او د «چټک زېږون کمښت» په حالت کې ۳۷۱.۹ مېلیونه اټکل شوی دی.
د راپور له مخې؛ (له ۱۵ تر ۶۴ کلونو) د پاکستان د کار عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۱۳۵.۲ مېلیونو څخه ۲۵۵.۴ مېلیونو ته لوړ شي، چې شاوخوا ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز د ۱۵ تر ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانانو شمېر به له ۶۳ مېلیونو څخه ۱۰۰ مېلیونو ته ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د نفوس چټکه وده به د زده‌کړو، روغتیا، کور جوړونې او د کار موندنې پر برخو سخت فشار زیات کړي. په ورته وخت کې د ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۸.۶ مېلیونو څخه ۲۲.۶ مېلیونو ته لوړ شي، چې د ټولنیز خوندیتوب او د عمر خوړلو د پاملرنې اړتیاوې به پراخې کړي.
اقتصادي برخه کې ویل شوي، که څه هم د کار عمر نفوس پراخېدل د «نفوسي ګټې» فرصت برابروي؛ خو د پاکستان اوسنی اقتصادي جوړښت د دې لوی کاري ځواک د جذب توان نه‌لري. راپور زیاتوي، چې د اوسنۍ ۳.۵ سلنه اقتصادي ودې پرځای لږترلږه ۶ تر ۸ سلنه دوامدارې ودې ته اړتیا ده.

راپور کې ويل شوي، ایالتي اټکلونه ښيي چې پنجاب به تر ۲۰۵۰کال پورې ۲۰۰ مېلیونه نفوس، سند ۹۱.۲ مېلیونه، خیبر پښتونخوا ۶۸مېلیونه او بلوچستان ۲۵ مېلیونه وګړي ولري. راپور همداراز ښيي، چې اسلام‌اباد به د نفوس تر ټولو چټکه وده تجربه کړي او نفوس به یې له ۲.۳ مېلیونو څخه ۶.۵ مېلیونو ته ورسېږي.

احسن اقبال د راپور د پرانېستې پرمهال وویل، د نفوس سمبالښت او پر بشري ځواک پانګونه د پاکستان د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري او ایالتونه باید د نفوس د کنټرول او بشري ودې په برخه کې عملي بدلونونه پلي کړي.

د اروپایي ټولنې وزیران درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېږد پر پلان خبرې کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۱

د اروپایي ټولنې د شورا رييس الن برسټ د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د اروپایي هېوادونو وزیران به په روانه اونۍ کې په مولداوي کې درېیمو هېوادونو کې ځانګړو مرکزونو ته د «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د لېږد په اړه، خبرې وکړي.

برسټ ټینګار وکړ، هغه کسان چې له اروپا څخه اېستل کېږي، باید د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون تر ملاتړ لاندې پاتې شي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) ګارډین ورځپاڼې ته وویل: «د لېږد د مرکزونو په اړه بحث یوه مهمه موضوع ده. دا مسأله تر دې وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې مطرح شوې وه او اوس په څو اړخیزه کچه څېړل کېږي.»

ورته مهال تمه کېږي، چې اروپایي وزیران یوه سیاسي اعلامیه صادره کړي. چې په‌کې به د خپلو پولو پر کنټرول د هېوادونو پر حق ټینګار وشي؛ دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د بهرنیو مجرمینو او «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د اېستلو په مخنیوي کې د بشري حقونو د قوانینو د رول په اړه بحثونه زیات شوي دي.

د دې اونۍ ناسته لومړی ځل دی، چې د اروپایي ټولنې د هېوادونو وزیران په رسمي ډول د پناه غوښتونکو د لېږد د مرکزونو د جوړولو موضوع څېړي. تمه کېږي، چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایوت کوپر هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

اروپایي ټولنې تر دې وړاندې په درېیمو هېوادونو کې د اېستلو د مرکزونو له جوړولو سره هوکړه کړې وه او ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ له هغو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دي چې دا مرکزونه په کې جوړېدای شي.

راپورونه ښيي، چې دا مذاکرات پر ۱۲ هېوادونو تمرکز لري: روانډا، ګانا، سینیګال، تونس، لېبیا، موریتانیا، مصر، یوګانډا، ازبکستان، ارمنستان، مونټېنیګرو او ایتوپیا. په دې لړ کې ازبکستان له اتریش سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې اېستل شوي افغان کډوال مني.

دا طرحه به یو ځل بیا د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راوپاروي. تر دې وړاندې پناه غوښتونکو د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون په استناد توانېدلي وو، چې روانډا ته د کډوالو د لېږد په اړه د برېتانیا د حکومت پروګرام په محکمه کې وننګوي او د دولت دغه پلان د محکمې په حکم ناکام کړي.

د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د کنوانسیون کمزوري کولای شي د زیانمنو ډلو ملاتړ راکم کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې له جګړو او ځورونې تښتي.

د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې، هر کال له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې پناه غوښتونکو ته له دې ټولنې څخه د وتلو امر شوی، خو له نیمايي څخه لږ یې وتلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درې ورځني سفر چین ته ځي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱

امریکايي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د مې په ۱۳مه چین ته لاړ شي. راپورونه وایي، هغه به د دغه ۳ ورځني سفر پر مهال د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په تړاو له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي. ټرمپ ویلي، له خپل چینایي سیال سره د ایران پر جګړې هم بحث کوي.

له دې سره سم، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل چین ته د امریکا د ولسمشر د سفر په تړاو په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي په دغه سفر کې د خپل هېواد اقتصادي او پوځي ګټې خوندې کړي. د نوموړي په خبره، نړۍ اوس له قطبي حالته څو قطبي خوا ته روانه ده او په دې حال کې چین او امریکا په ځانګړې سیالۍ کې ځای لري.

د هغه په وینا، که څه هم چین او امریکا سره اقتصادي او سیاسي‌ کړکېچونه لري، خو بیا هم هېڅ‌کله نه‌غواړي، چې مخامخ سره ټکر وکړي. د هغه په خبره، دواړه هېوادونه به په امنیتي او نړیوالو مسایلو کې سره حتمي رقابتونه ولري.

نوموړي وویل: «د جمهور رییس ټرمپ ستراتېژي د امریکا له روایتي ستراتېژیو سره فرق لري». د هغه په باور پخوا که امریکا به خپلې موخې عملي کولې،‌ نو د خپلې سیمې په کچه به یې اجماع رامنځته کوله.

شاه محمود میاخېل زیاتوي، دا ځل ډونالډ ترمپ په خپل سر روان دی او له خپلو متحدینو سره یې اجماع نه ده رامنځته کړې. هغه وایي: «د ده له پالیسیو سره په داخل د امریکا کې، منطقه کې او نړۍ کې یو اختلاف موجود دی». د نوموړي په وینا، دا چې په راتلونکي کې به د نړۍ په کچه څنګه اقتصادي او امنیتي تړونونه رامنځته کېږي د امریکا راتلونکو ټاکنو پورې تړاو لري.

سپینې ماڼۍ ایلان ماسک او کوک ته بلنه ور کړې چې د ټرمپ د چین د سفر ملګري شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له ټرمپ سره چین ته په سفر کې د اېلان ماسک او ټیم کوک په ګډون د امریکا د سترو شرکتونو رییسان هم ملتیا کوي. تر دې وړاندې ډونالډ ترمپ پر چینایي توکو درنې ماليې وضعه کړې وې او بیجېنګ هم ورته اقدام کړی وو.

دغه دواړه هېوادونه د تعرفو په جګړه کې هم سره ښکېل پاتې شوي اوس به ولیدل شي، چې د دغه سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کړکېچ ختمیدای شي که نه.

ټرمپ ځينې امريکايي رسنۍ تهران ته د ناسمو هيلو ورکولو له امله پر «خيانت» تورنې کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځينو امريکايي رسنيو پر راپورونو نيوکه کړي او په خپلې ټولنيزې شبکې تروث سوشل کې لیکلي: «کله چې جعلي خبرونه وايي ايراني دښمن زموږ پر ضد په پوځي برخه کې ښه عمل کوي، دا يو ډول مجازي خيانت دی، ځکه دا ډول څرګندونې دروغجنې او ان مسخره کوونکې دي».

هغه زياته کړې: «دوی له دښمن سره مرسته او همکاري کوي! يوازنی کار چې کوي دا دی چې ايران ته ناسمې هيلې ورکوي، په داسې حال کې چې هېڅ هيله بايد موجوده نه وي».

ټرمپ پرته له دې چې د کومې ځانګړې رسنۍ نوم واخلي امریکایي رسنۍ او خبریالان «بزدلان» بللي او د خپل هېواد پر ضد یې پر تبلیغاتو تورن کړي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د ايران اسلامي جمهوريت په خپل سمندري ځواک کې ۱۵۹ بېړۍ لرلې، خو د ده په خبره «اوس ټولې بېړۍ د سمندر تل ته غورځېدلې دي».

ټرمپ ټينګار کړی، چې ايران اوس سمندري ځواک نه‌لري، هوايي ځواک او ټوله پوځي ټېکنالوژي يې له منځه تللې ده. هغه ليکلي: «د دوی مشران نور نه‌شته او هېواد له اقتصادي ناورين سره مخ دی. يوازې بايلونکي، ناشکره او احمقان کولی شي د امريکا پر ضد تبليغات وکړي».

سهیل اپریدي: عمران خان او د هغه مېرمن باید سمدستي روغتون ته ولېږدول شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خويندو په سمدستي ډول روغتون ته د درملنې لپاره د عمران خان او د هغه د میرمنې د لېږدولو غوښتنه وکړه. اپریدي ګواښ وکړ، که تر یوې اونۍ روغتون ته ونه‌لېږدول شي، نو «بیا به له سخت چلند سره راشو».

سهيل اپريدي د سې‌شنبې په ماخوستن د پېنډۍ د اډياله زندان مخې ته له رسنيو سره خبرو کې وويل، «موږ غوښتنه کوو چې عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي دې سمدستي روغتون ته ولېږدول شي او د هغوی د کورني او شخصي معالجو تر څارلاندې دې یې علاج ترسره کړل شي».

هغه وويل، دا د هغوی اساسي قانوني حق دی او ګواښ یې وکړ، که تر راتلونکې سې‌شنبې ورځې پورې عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ونه لېږدول شي نو «موږ به له دې په زيات سخت چلند راشو». هغه د «سخت چلند» د څرنګوالي په تړاو وویل، دا «سخت چلند» به هغه وخت معلوم شي.

د نوموړي په وینا، د عمران خان خويندې نن هم له هغه سره ليدو ته نه‌دي پرېښودل شوي او همداراز د عمران خان خويندو غوښتنه وکړه، چې د ورور درملنه یې د هغه له خپل معالج سره وشي او پر حکومت په نیوکو سره څرګنده کړه، چې له عمران خان سره تبعيضي چلند روان دی.

خو حکومت له دې وړاندې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي، عمران خان چې کله ناروغه شوی روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل لور ته په خواله رسنيو پر سهيل اپريدي نيوکې شوي، چې په خپله ايالت کې یې ناامني روانه ده او د سې‌شنبې په ورځ پېښور کې د امن لپاره پر خيبر لاريون کوونکو پوليسو اوښکې بهيونکي ګاز شیندلي او اعلی وزير د اډياله مخې ته د خپل ګوند له بنسټګر سره لیدنې ته په تمه ناست دی.