• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

په باجوړ کې پر مېنا کمپ د وسله‌والو برید؛ ۸ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د پاکستان پوځي سرچینو تایید کړې چې د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د مېنا پر پوځي کمپ د وسله‌والو په یوه برید کې لږ تر لږه ۸پاکستاني عسکر وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د پوځي راپورونو له مخې، بریدګرو لومړی پر دغه مرکز یوه درنه چاودنه کړې او بیا یې وسله واله نښته پیل کړې ده.

سرچینې وایي، له چاودنې سمدستي وروسته وسله‌والو هڅه وکړه چې د ویجاړ شوي دېوال له لارې کمپ ته ننوځي، خو د پاکستاني عسکرو له غبرګون او متقابلو ډزو سره مخ شول.

سرچینې زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو د لاسي بمونو په کارولو او د «دامنګي» له څارونکې پوستې څخه د متقابلو ډزو په پایله کې د وسله‌والو د ننوتلو مخه نیولې ده. په راپور کې راغلي چې د بریدګرو پرمختګ په بشپړه توګه شنډ شوی او هغوی په شا تمبول شوي دي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په وینا، اوسمهال په سیمه کې د مېنا کمپ د پاکولو عملیات روان دي ترڅو د پېښې دقیق زیانونه او وضعیت معلوم شي. د معلوماتو له مخې، تر اوسه د کمپ یوه برخه پاکه شوې او د ټپیانو او وژل شویو سرتېرو د لېږدولو بهیر دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د باجوړ قومي او سیاسي مشران د ناامنیو خلاف اعتراضي پرلت کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د باجوړ امن جرګې د سیمې د سیاسي او قومي مشرانو په ګډون پرېکړه کړې ده چې د روانې ناامنۍ پر ضد او د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د جون پر شپږمه نېټه پراخ پرلت پیل کړي. دا پرلت به د باجوړ د خار په سیول کالوني سیمه کې وشي.

د باجوړ امن جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید خبریالانو ته وویل چې د سولې لپاره د دوی پخوانیو هڅو کومه ښکاره پایله نه درلوده. نوموړي زیاته کړه چې دغه پرلت به تر هغې دوام وکړي چې په سیمه کې دایمي سوله ټینګه شي او اړونده چارواکي د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دې غونډه کې د پاکستان د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو لکه د مسلم لیګ نون ګوند ملک ګل کریم خان، د پیپلز ګوند شکیل احمد، د جمعیت علمای اسلام حاجي سید باچا، د تحریک انصاف ګل ظفر خان او ډاکټر خلیل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند شاه نصیر خان او یو شمېر نورو قومي مخورو ګډون کړی و.

دغو مشرانو په سیمه کې د روانې ناامنۍ پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

هارون رشید، چې د جماعت اسلامي سیمه‌ییز مشر هم دی، وویل چې په دغه پرلت کې به د هېواد د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو جګپوړي مشران هم په بېلابېلو ورځو کې د پیوستون ښودلو لپاره ګډون وکړي.

د پرلت د تنظیم او چمتووالي لپاره د سیاسي ګوندونو د استازو، ټولنیزو فعالانو او قومي مخورو یوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې ده چې خپلې چارې به ژر پیل کړي.

په باجوړ کې د هدفي وژنو په لړۍ کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی، چې په ترڅ کې یې ډیری سیاسي شخصیتونه په نښه شوي دي.

د دغو هدفي بریدونو ترڅنګ، په پوځي عملیاتو کې هم لسګونه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه وضعیت په سیمه کې د سختو اندېښنو لامل شوی او د ملکي تلفاتو په غبرګون کې ځایي خلکو په وار وار لاریونونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت له وسله والو سره په همکارۍ د تورنو دولتي کارکوونکو معلومات ټولوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت د هغو دولتي کارکوونکو او قراردادیانو پر ضد د ګام پورته کولو پرېکړه کړې، چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ تورن دي. د دغه ایالت د کورنیو چارو وزارت خپلو اړوندو ادارو ته د دوه زره کسانو د پېژندلو او معلوماتو راټولولو دنده سپارلې ده.

د رسمي سرچینو له مخې، د څه باندې دوه زره هغو دولتي کارکوونکو او دولتي قراردادیانو معلومات راټولېږي چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ او یا هم هغوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو تورن دي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې راغلي چې د دغو کسانو پر ضد د جدي اقدام پرېکړه شوې ده.

د دغه رسمي سند پر بنسټ، ټولو اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د تورنو کارکوونکو نوملړ او معلومات تنظیم کړي. ټاکل شوې چې دا راټول شوي معلومات به وروسته خوندي او انلاین شي.

سرچینې زیاتوي چې د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به د دغو کسانو پر ضد عملي ګامونه واخیستل شي او نومونه به یې په «شیډول فور» کې شامل شي.

شیډول فور د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانینو یوه برخه ده، چې حکومت پکې ډېری د سیاسي مخالفانو او مشکوکو کسانو نومونه ثبتوي.

په دغه نوملړ کې د پي ټي ایم په څېر د بشري حقونو اړوند غورځنګونو د غړو نومونه هم اچول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ددې اقدام په اړه یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې وسله وال جنګیالي او هغه ډلې، چې د « ښه طالبان» په نامه مشهورې دي، ښايي د نویو اقداماتو برخه ونه ګرځي، ځکه ډېر وخت حاکم امنیتي سیاستونه د هغوی لپاره ملاتړی چتر ګرځي.

د لنډي کوتل چارواکو او مشرانو په افغانستان کې د بندپاتې پاکستانیانو د ستنېدو غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل قومي مشرانو او چارواکو په یوې جرګه کې د تورخم لارې بندېدو ستونزو او په افغانستان کې د بندپاتې پاکستاني وګړو د ستنېدو په اړه خبرې کړې. دغه قومي مشرانو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له کبله سلګونه کسان له ستونزو سره مخ دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

په لنډي کوتل کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری وایي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د رامنځته شویو ستونزو او د بند پاتې پاکستاني وګړو د ستنېدو په اړه خبرې شوې.
د جرګې غړي بنارس شینواري ویلي، چې د لارو بندېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري او کاروبار زیانمن شوی. دوی له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د تورخم پر لار بند پاتې پاکستاني وګړي او موټرو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.

یادې جرګې د لارې پر خلاصېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی او د عملي اقدام غوښتنه یې کړې. پاکستاني چارواکو دا نه‌دي‌ ویلي، چې په څومره شمېر وګړي‌ یې په افغانستان کې بندپاتې دي.

طالبانو هم لاتراوسه د پاکستان قومي مشرانو او حکومتي چارواکو دې ناستې ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

محمودخان اڅکزی: د پاکستان حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږ پورته شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ويلي، د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه پورته شوي. هغه خبرداری ورکړی، که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته غږ راپورته شي.

هغه دغه خبرې «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» يوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي.

محمودخان اڅکزي ويلي، هېواد د ګواښونکو حالاتو پر لور روان دی. نوموړي زیاته کړې، هغو کسانو چې ولسواکي تر پښو لاندې کړې؛ د قانون او ولس پر وړاندې مسوول دي.

محمود خان اڅکزي وړاندې ویلي، لکه څنګه چې د ۱۸م اساسي قانوني بدلون پرمهال سياسي ګوندونه سره راټول شوي وو؛ اوس هم بايد ټول سياسي مشران د اساسي قانون د خونديتوب لپاره ګډ ګام پورته کړي.
هغه د نوازشریف، اصف زرداري او د مولانا فضل الرحمان نومونه ياد کړي او ويلي یې دي، که سياسي مشران يو ځل بيا د اساسي قانون د ژغورلو لپاره سره يو نه‌شي؛ نو حالات به نور هم کړکېچن شي.

محمودخان اڅکزي ادعا کړې ده، چې د اسراییل له زندانونو زيات بنديان د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېږي. هغه وويل، د حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه راپورته شوي او بايد پام وشي؛ څو په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته حالت رامنځته نه‌شي.
نوموړي د ۲۶م او ۲۷م اساسي قانوني بدلونونو ملاتړ کوونکي هم تر نيوکو لاندې ونيول او ويې ويل، د پاکستان اساسي قانون د هېواد د يووالي بنسټ دی او که اساسي قانون کمزوری شي؛ نو هېواد به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

ماهرنګ بلوڅ: بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تربلې تنګېږي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، په بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تر بلې تنګېږي او هغه کسان چې د عدالت او حق غوښتنه کوي له ګواښونو او فشارونو سره مخامخ کېږي.

ماهرنګ بلوڅ زیاته کړې، نظار مري بلوڅ چې د بشري حقونو فعال او د بلوڅانو د يووالي غورځنګ غړی دی؛ په جبري توګه بې‌درکه شوی او تراوسه يې د برخليک په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

همدارنګه د ذېشان ظهير بلوڅ پلار ظهير احمد له ۲۰۱۵کال راهيسې بې‌درکه دی، هغه د ۲۰۲۵کال د جون پر ۲۹مه وژل شوی دی. د هغه کورنۍ وايي، دوی له کلونو راهيسې د جبري بې‌درکيو له درد او کړاو سره مخ دي.

نوموړې وايي، چې د ذېشان خور ادیبه بلوڅ د پاکستان حکومت له‌خوا اړ اېستل شوې؛ څو په يوې خبري غونډه کې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ څخه د بېلتون اعلان وکړي. د بشري حقونو پلويان دغه چاره پر کورنيو د رواني فشار يوه بېلګه بولي.

هغه زیاتوي، فوزيه بلوڅ چې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ فعاله غړې ده؛ هغه هم له فشارونو سره مخامخ شوې ده. د هغې ورور دادشاه د ۲۰۲۶کال (د اپرېل په ۲۱مه) له خپل کور څخه بې‌درکه کړل شوی دی.
راپورونه ښیي، کله چې فوزيې د خپل ورور د موندلو او عدالت غوښتنه وکړه؛ نو نوموړې او د هغې د کورنۍ غړي نيول شوي، وهل شوي او وروسته بېرته خوشې کړل شوي دي. د ماهرنګ په وینا؛ په بلوچستان کې د سياسي او مدني فعالانو پرضد روان اقدامات د اندېښنې وړ دي او د خلکو د بنسټيزو حقونو د محدودېدو څرګندونه کوي.

د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ټينګار کړی، چې د دوی غورځنګ سوله‌ييز دی او خپلو فعاليتونو ته به په همدې ډول دوام ورکړي. نوموړې د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کړې، چې د بلوچستان روان وضعيت ته جدي پام وکړي او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له پاکستان حکومته حساب وغواړي.