• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال‌سټریټ ژورنال: سعودي په ایران کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر اډو بریدونه کړي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، سعودي عربستان د ایران له لوري پر خپلو د انرژۍ تاسیساتو او ملکي زېربناوو تر بریدونو وروسته، په پټه توګه د ایران دننه د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د توغولو ځینې مرکزونه په نښه کړي دي.

راپور زیاتوي چې د سعودي ځواکونو په عراق کې د تهران ملاتړو وسله‌والو ډلو اړوند ځینې مرکزونه هم بمبار کړي دي.

وال‌سټریټ ژورنال ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې د ایران او سعودي ترمنځ سیمه‌ییز کړکېچ زیات شوی او دواړو لورو یو بل د امنیتي ګواښونو په پراخولو تورن کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا سنا د ایران جګړې په اړه د ټرمپ د واکونو د محدودولو طرحه رد کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۱

د امریکا مشرانو جرګې د چارشنبې په ورځ هغه طرحه رد کړه چې غوښتل یې د ایران جګړه د کانګرس له اجازې پرته محدوده کړي. د اوریګون سناتور جیف میرکلي له لوري وړاندې شوې طرحه د ۵۰ پر وړاندې د ۴۹ رایو په پایله کې رد شوه.

درې جمهوري غوښتونکو سناتورانو هم له ډیموکراټانو سره یوځای د طرحې ملاتړ وکړ.

دا اووم ځل دی چې جمهوري غوښتونکي په سنا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې د محدودولو ورته هڅې ردوي.

ډیموکراټان وایي ټرمپ باید د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د کانګرس رسمي اجازه ترلاسه کړي، ځکه د امریکا اساسي قانون له مخې د جګړې اعلان د کانګرس صلاحیت دی.

سناتور میرکلي ویلي، سره له دې چې ټرمپ د اوربند خبره کړې، خو جګړه لا هم روانه ده. هغه د ایران پر بندرونو د امریکا بندیزونو، د هرمز تنګي کړکېچ او د دواړو لورو پوځي اقداماتو ته اشاره کړې ده.

بل لور ته سپینه ماڼۍ او جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي چې د ټرمپ اقدامات قانوني دي او هغه د اعلی قوماندان په توګه د امریکا د ساتنې لپاره د محدودو پوځي عملیاتو واک لري.

ډیموکراټانو ویلي چې تر هغې به هره اونۍ ورته طرحې وړاندې کوي څو جګړه پای ته ونه رسېږي یا ټرمپ د کانګرس اجازه ترلاسه نه کړي.

د سنټکام مشر: د امریکا د ګټو ګواښلو لپاره د ایران وړتیا په ډراماتیک ډول کمه شوې ده

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر براډ کوپر ویلي چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ګاونډیو هېوادونو او امریکا د ګټو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا په پراخه کچه کمه شوې او د دغه هېواد دفاعي صنعت شاوخوا ۹۰ سلنه زیان لیدلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر کوپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې یوې کمېټې ته وویل، ایران نور نه شي کولای لکه مخکې د سیمې هېوادونه او متحده ایالات په بېلابېلو برخو کې وګواښي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران پوځي ګواښ «خورا کمزوری شوی» دی.

کوپر زیاته کړې، ایران اوس د دې توان نه لري چې خپلو سیمه‌ییزو متحدانو، لکه حزب الله، حماس او د یمن حوثیانو ته وسلې او نور امکانات انتقال کړي، ځکه د دغو لېږد لارو او میتودونو مخه نیول شوې ده.

نوموړي د هغو راپورونو په اړه مستقیم ځواب ور نه کړ چې وایي ایران لا هم د ځمکې لاندې تاسیساتو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د پام وړ وړتیا ساتلې ده.

عراق د ایران جګړې له امله د پیسو له نړیوال صندوق څخه مالي مرسته غوښتې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

رویټرز د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې عراقي چارواکو په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د رامنځته شوي اقتصادي بحران د کابو کولو لپاره د پیسو له نړۍوال صندوق څخه مالی مرسته غوښتې ده.

د پیسو نړۍوال صندوق څخه یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې عراقي چارواکو د منځني ختیځ د جګړې له امله د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له دې ادارې سره اړیکه نیولې ده.

د سرچینو په وینا، لومړنۍ خبرې تېره میاشت د پیسو نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک د غونډو پرمهال په واشنګټن کې شوې او اوس هم دا بحثونه روان دي چې عراق ته به څومره او په کوم چوکاټ کې مالي مرستې برابرې شي.

پر همدغه مهال د پیسو نړۍوال صندوق ویاندې جولي کوزاک تایید کړې چې دوی له نړۍوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې سره یوځای د جګړې پر اغېزو څېړنه کوي. هغې زیاته کړې، چې ښايي ۱۲ هېوادونه له ۲۰ څخه تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې پور ته اړتیا ولري.

د عراق له‌خوا د پیسو نړۍوال صندوق څخه د پیسو غوښتنه پرداسې مهال کېږي، چې د هرمز تنګي تړل کېدو د دغه هېواد د تېلو صادرات او دولتي عواید په شدت سره زیانمن کړي دي.

د جرمني صدراعظم مرڅ د اروپایي اتحادیې د بودجې سیستم د اصلاح غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ ویلي چې د اروپایي اتحادیې د بودجې اوسنی سیستم زوړ شوی او باید اصلاح شي. د نوموړي په وینا، په دې سره به د دفاعي لګښتونو او د بلاک د اقتصادي سیالۍ وړتیا ته پام ډېر شي.

هغه دا څرګندونې د جرمني په اخن ښار کې د « شارلمانی جایزې» د ورکړې په مراسمو کې وکړې.

دا جایزه سږ کال د اروپا د مرکزي بانک پخواني مشر ماریو دراګي ته ورکړل شوې ده.

مېرڅ وویل چې له۲۰۲۸ تر ۲۰۳۴ کلونو لپاره د اروپایي اتحادیې د بودجې پر سر جدي اختلافات روان دي، ځکه ځینې لوري غواړي دفاعي لګښتونه زیات شي، په داسې حال کې چې دودیزې برخې لکه د کرنې سبسایډۍ او سیمه‌ییزې پرمختیایي مرستې هم د تمویل غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: «یوې خپلواکې او پیاوړې اروپا ته داسې بودجه په کار ده چې د دراګي له وړاندوینو او خبرداریو سره سمه وي، ساده جوړښت ولري او د سیالۍ وړتیا او دفاع ته لومړیتوب ورکړي».

مېرڅ وویل چې د نویو پورونو اخیستل او ګډ اروپایي پورونه د حل لاره نه ده او جرمني یې د اساسي قانون له امله هم له دې لارې ملاتړ نه شي کولی.

چین ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د تایوان په اړه ناسم چلند شخړې رامنځته کولی شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خبرې پرمختګ کوي، خو د تایوان په اړه اختلافات کولی شي اړیکې خطرناک لوري ته یوسي او حتا د شخړې لامل شي.

دا خبرې د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا په یوه تړلې غونډه کې وشوې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام کړی.

تایوان، چې ځانواکه ډیموکراټیکه سیمه ده خو چین یې خپله برخه ګڼي، د خبرو مهم ټکی و.

دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران له جګړې او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او غواړي له چین سره اقتصادي پرمختګونه ډېر شي. ټرمپ دا لیدنه «تر ټولو لویه سرمشریزه» بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اقتصادي او سوداګریزو ټیمونو ترمنځ خبرې په جنوبي کوریا کې مثبتې پایلې لرلې او د لنډمهالې سوداګریزې موافقې د پیاوړتیا هڅه روانه ده.

په دې خبرو کې د بازارونو پر پرانیستلو، د پانګونې پراختیا او د اقتصادي اړیکو پر ښه کولو تمرکز و.