• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باکو کې کارپوهان په افغانستان کې د نارسمي مېشت ځایونو په اړه شته ننګونې څېړي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې کارپوهان به راتلونکې اونۍ په باکو کې د «نړۍوال ښاري فورم» په ناسته کې په افغانستان کې د نارسمي مېشت ځایونو په ګډون د مهمو ښاري ننګونو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د یادې ادارې په وینا؛ په کابل کې د پنځو کسانو له ډلې څلور یې په نارسمي مېشت ځایونو کې مېشت دي. د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۲۳مه) یادې ادارې پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې «د نارسمي مېشت ځایونو نه بدلول یو انتخاب نه‌دی» او په دغه سیمو کې د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره د اقداماتو ځنډول ننګونې لا پراخوي.
په کابل کې نارسمي استوګنځایونه د بنسټیزو خدمتونو نشتوالي، د څښاک اوبو، برېښنا، فاضله اوبو سیسټمونو او روغتیایي اسانتیاوو ته د کمزوري لاسرسي په ګډون له جدي ستونزو سره مخ دي.
یادې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په افغانستان، په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې له هرو پنځو کسانو څخه یو په نامناسبو استوګنیزو شرایطو کې ژوند کوي او په نارسمي مېشت‌ځایونو کې اوسېږي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲.۷۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې دغه بهیر د استوګنې ستونزې لاپسې ژورې کړې دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په کونړ کې یې ۴ ښځې د سوال کولو په نوم د «فحشا» د ترویج په تور نیولې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په کونړ کې یې ۴ سوالګرې ښځې «د فحشا» د ترویج په تور نیولې دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې د سیمې د اوسېدونکو، قومي مشرانو او جوماتونو د امامانو د پرله‌پسې غوښتنو وروسته یې دغه اقدام کړی.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) ویلي، چې نیول شوې ښځې له سهاره تر ماښامه د سوال کولو په پلمه د اسعداباد ښار په هټیو او بازارونو کې ګرځېدې او خپل د ټېلیفون شمېرې یې خلکو ته ورکولې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت زیاته کړې، چې دغه ښځې به د «شرعي طرزالمعملونو» لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ټولنې د اخلاقي امنیت د ډاډمنولو او د خلکو د مشروع غوښتنو» د پوره کولو لپاره به له شرعي اصولو سره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

طالبانو د نیول شویو ښځو د هویت او نیونې په تړاو د نورو جزییاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تازه له ایران او پاکستان نه تر ۵زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د غویي ۲۳مه) ۹۷۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۲۲۹ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۷۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۴۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۴۲ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ له یادو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي. همداراز د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ له دې ډلې ۱۱۷۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدشاهي لوبغالي برخلیک؛ د فوټبال نړۍوال معیار لرونکی لوبغالی د غېږ نیونې په ډګر بدل شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

په کندهار کې احمدشاهي لوبغالی چې څو کاله وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون، د المپیک ملي ادارې او ځایي ادارې په همکارۍ د شاوخوا یو مېلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی و؛ اوس د فوټبال پرځای د غېږ نیونې سیالیو لپاره کارول کېږي.

کندهار کې د فوټبال فدراسیون یوه پخواني کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، احمدشاهي لوبغالی د نړۍوال معیار له مخې جوړ شوی مصنوعي چمن لري او د دغه میدان ساتنه ځانګړو اصولو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «دغه میدان په عادي ډول نه‌دی جوړ شوی، د مصنوعي چمن لاندې ځانګړی تخنیکي سیستم، ډرېناژ او معیاري طبقات کارول شوي دي. یوازې د فوټبال ځانګړي بوټان باید ورباندې استعمال شي؛ خو اوس ورباندې هر ډول خلک درانه بوټان او د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي. خلک ژاولې، بوتلان، زوڼي او نور خوراکي توکي ورباندي غورځوي چې د میدان عمر کموي».

د نوموړي په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA) د مصنوعي میدانونو لپاره ځانګړي مقررات لري او په داسې میدانونو کې د فوټبال پرته د نورو فعالیتونو دوام د نړۍوالو معیارونو خلاف ګڼل کېږي.

د کندهار یوشمېر فوټبال لوبغاړي وايي، د غېږنیونې دوامداره سیالیو او په لوبغالي کې د توکو غورځولو د میدان کیفیت ته زیان رسولی او د لوبغاړو لپاره یې د تمرین چاپېریال محدود کړی دی.

د کندهار یو ځوان لوبغاړی محمد اکرم په دې اړه وايي: «موږ ته له کلونو وروسته دغه یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، چې په ډېر شوق مو لوبې ورباندې کولې؛ خو اوس د فوټبال پر ځای په‌کې غېږ اېستل کېږي. کله چې غېږنیونه ترسره شي سلګونه کسان میدان ته داخلېږي او مصنوعي چمن ته زیان رسېږي».

د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال
100%
د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال

یو بل لوبغاړی ضیاءالدین هم وايي: «په مصنوعي میدان کې ژاولې، عادي بوټان او درانه تګ‌راتګ یا غېږ نیول جدي زیان رسوي. که همداسې دوام وکړي، دغه میدان به په لنډ وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړي».

د کندهار یوشمېر د فوټبال مینه‌وال هم اندېښنه لري، چې د لوبغالي ناسمه کارونه به د مېلیونونه ډالرو په ارزښت پروژه له‌منځه یوسي. د کندهار د فوټبال نندارچیان او د فوټبال لوبغاړي وایي، غېږنیونه خپله دودیزه لوبه ده او ځانګړی ځای لري، مخکې دغه سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ او نورو سېمو کې د شګو په میدانونو کې ترسره کېدې؛ خو اوس یې فوټبال لوبغالي ته راوړې دي.

د سیمې خلک وايي، له هغه وروسته چې سږکال په کندهار کې د شالمار مېلې موسم پیل شوی؛ د غېږنیونې سیالۍ په دوامداره ډول احمدشاهي لوبغالي ته انتقال شوې دي. د دوی په خبره؛ د دغه سیالیو پرمهال د خلکو پراخ حضور، بې‌نظمه تګ‌راتګ او د میدان نامسلکي کارونه د مصنوعي چمن د خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.

ورزشي څارونکي وايي، که په نړۍوال معیار جوړ شوي میدانونه د خپلو اصلي موخو پر ځای د نورو فعالیتونو لپاره وکارول شي نه یوازې د پروژو مالي ارزښت له‌منځه ځي؛ بلکې د لوبغاړو راتلونکی هم زیانمنېږي.

دوی ټینګار کوي، چې د ورزش او بدني روزنې مسوولین باید د میدان د ساتنې لپاره واضح اصول عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د فوټبال معیاري لوبغالی په دوامداره ډول د نورو سیالیو لپاره وکارول شي.

سارا اډمز: د افغانستان له سقوط وروسته د القاعـ. ـده او داعـ. ـش فعالیتونه چټک شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې ای) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو له امله د القاعـ. ـده او داعـ. ـش په څېر وسله‌والو ډلو فعالیتونو د پام وړ چټکتیا موندلې ده.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې په بنغازي کې د ساحوي حضور له امله امنیتي ټیمونو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلې څېړنیزې هڅې او د پرانیستو سرچینو معلومات ښه همغږي او شریک کړي، څو نوې موخې، ځایونه او د لوړپوړو ترهګرو د شبکو اړوند کمزورۍ وپېژني.

هغې زیاته کړې چې د لیبیايي بهرنیو جنګیالیو د راټوکېدونکو ګواښونو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د نوموړې په وینا، دغه جنګیالي اوس خپل نفوذ او عملیاتي شبکې بېرته شمالي افریقا ته لېږدوي او فعالیتونه یې یوازې په یوه جګړه‌ییز ډګر پورې محدود نه دي.

سارا اډمز ټینګار کړی: «تاریخ په بېلابېلو بڼو بیا تکرارېږي، خو بنسټیزې بڼې یې یو شان پاتې دي. موږ باید نه یوازې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو، بلکې له ترهګرو هم یو ګام مخکې پاتې شو.»

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان، سوریه، سومالیا او مالي کې د القاعده او داعش وروستیو بریاوو روانه دوره لا خطرناکه کړې ده.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال امنیتي بنسټونه په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو ډلو د بیا منظمېدو او پراخېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه سازمان په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور اړین توکې شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهار شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له اې‌اېس‌ای‌او موسسې سره په همغږۍ د بغلان په فرینګ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.،۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلو ګرامه دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوې.

ویل کېږي، دا درېیم ځل دی چې له یادو کورنیو سره دغه ډول مرستې کېږي، خو یادې کورنۍ دغه مرستې کافي نه‌بولي او د طالبانو په ګډون له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتونکي دي.