د بوینګ شرکت ونډې ۴ سلنه راولوېدلې؛ ټرمپ وايي چین یوازې د ۲۰۰ الوتکو فرمایش ورکړی دی

د امریکا د الوتکو جوړونې لوی شرکت بوینګ ونډې وروسته له هغه شاوخوا ۴ سلنه راولوېدلې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چین یوازې د ۲۰۰ الوتکو د پېرلو هوکړه کړې ده.

د امریکا د الوتکو جوړونې لوی شرکت بوینګ ونډې وروسته له هغه شاوخوا ۴ سلنه راولوېدلې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چین یوازې د ۲۰۰ الوتکو د پېرلو هوکړه کړې ده.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې چین د بوینګ ۲۰۰ الوتکو د اخیستلو پرېکړه کړې، خو دا شمېر د هغو تمو په پرتله ډېر کم دی چې د بازار شنونکو یې اټکل کاوه.
د راپورونو له مخې، د دې احتمالي تړون جزیات لا هم نه دي روښانه، په ځانګړي ډول دا چې کوم ډول الوتکې او په کومه موده کې به سپارل کېږي.
د بوینګ ونډو له دغه اعلان وروسته د ونډو په بازار کې ښکته حرکت وکړ، ځکه چې مخکې داسې اټکلونه موجود وو چې چین ښايي شاوخوا ۵۰۰ الوتکو لوی قرارداد وکړي.
په همدې حال کې، د نړیوالو رسنیو راپورونه ښيي چې د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د لیدنې پر مهال د لوی هوايي تړون په اړه خبرې شوې وې، خو وروستۍ پرېکړه د تمو خلاف کمه اعلان شوې ده.
تحلیل کوونکي وايي د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو دا ډول بدلونونه د هوايي صنعت پر بازار مستقیم اغېز لري او د لویو شرکتونو ونډو باندې منفي فشار راوړي.

د فارس خلیج شپږو عربي هېوادونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې له ایران څخه د غرامت غوښتنه کړې او د هُرمز تنګي په اړه یې د تهران ادعاوې رد کړې دي.
د بحرین دولتي رسنۍ «بنا» د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات، سعودي عربستان، کویت، قطر، بحرین او اردن په یو ګډ لیک کې د ایران هغه څرګندونې غندلي چې ګواکې تهران غواړي د هرمز تنګي د مدیریت یا د دې مهمې سمندري لارې لپاره نوي قوانین وضع کړي.
په لیک کې راغلي، چې د ایران دغه دریځ د نړیوالو اصولو خلاف دی او ټینګار شوی چې د هرمز تنګی یو حیاتي نړیواله سمندري لاره ده چې د سوداګرۍ، انرژۍ او نړیوال تګ راتګ لپاره خورا مهم رول لري.
یادو هېوادونو ویلي چې هېڅ هېواد، پرته له دې چې جغرافیایي موقعیت یې څه وي، حق نه لري چې په یوازیتوب د دې تنګي لپاره یو اړخیز مدیریت یا ځانګړي قوانین جوړ کړي.
په یوه جلا لیک کې متحده عربي اماراتو ایران د مهمو غیرنظامي او حیاتي زیربناوو پر «قصدي بریدونو» تورن کړی دی.
دا هېوادونه له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي چې د دې موضوع په اړه جدي اقدام وکړي او د نړیوالو اوبو د امنیت لپاره تضمینونه رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) لپاره یې ۱،۸ میلیارده ډالره اضافي بشري مرستې اعلان کړې دي، څو په بېلابېلو هېوادونو کې د ژوند ژغورونکو بشري فعالیتونو ملاتړ پراخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نوې مرسته د پخوانۍ ژمنې برخه ده او له دې سره د اوچا اړوند بشري پروګرامونو لپاره د امریکا ټول ملاتړ ۳،۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې په ۲۱ هېوادونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امریکا او اوچا د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د «بشري اصلاحاتو» په نوم یو چوکاټي تړون لاسلیک کړی و، چې هدف یې د مرستو چټک، اغېزمن او حساب ورکونکي وېش دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغه تړون له عملي کېدو وروسته نږدې ۲۱،۱ میلیونه خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسېدلې دي او د مرستو د وېش بهیر د پخوا په پرتله چټک او منظم شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې پروګرام له لارې ۹۲ سلنه مرستې هغو خلکو ته رسېدلې چې تر ټولو سخت بشري وضعیت لري او ۸۸ سلنه منابع په چټک ډول ساحو ته انتقال شوي دي.
همداراز ویل شوي چې د مرستو د وېش او نظارت لپاره نوي میکانیزمونه جوړ شوي، په دې کې د فساد، ضایع کېدو او ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره د حساب ورکونې ځانګړي ټیمونه هم شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دې نوې مرستې موخه یوازې بېړنۍ بشري مرسته نه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د بشري نظام د اصلاح او اغېزمنتیا لوړول هم دي.
امریکا ویلي چې دا هېواد لا هم د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکی دی او له نورو هېوادونو او خصوصي سکتور څخه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوقونو لپاره خپل ملاتړ زیات کړي، څو مرستې په لا شفاف او اغېزمن ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.
د برېتانیا پولیسو ویلي، چې د یوه جماعت امام عبدالحلیم خان، د اوو ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېري، جنسي زورونې او د ماشومانو د جنسي استحصال په جرمونو د عمري بند په سزا محکوم شوی، چې لږ تر لږه ۲۰ کاله به په زندان کې تېروي.
محکمې ویلي، دغه ۵۴ کلن کس چې د لندن د ختیځې سیمې بیتنال ګرین اوسېدونکی و، د دیني مشر (امام) په توګه یې له خپل مذهبي مقام څخه ناوړه استفاده کړې او له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۵ کال پورې یې ښځې او نجونې جنسي ډول ځورولې دي.
هغه د لندن د سنرز بروک کراون محکمې له خوا د ۲۱ بېلابېلو جرمونو په تور محکوم شوی، چې پکې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تېری، د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو پر وړاندې جنسي جرمونه او نور جدي تورونه شامل دي.
محکمې د سزا د اعلان پر مهال قاضي لیسلي کتبرټ وویل چې تورن کس «د تقوا او دیني وقار تر پردې لاندې له ښځو ناوړه استفاده کړې، یوازې د خپلې جنسي غوښتنې لپاره.»
قاضي زیاته کړه، چې نوموړي باور درلود قربانیان به د ټولنیز شرم او وېرې له امله د هغه پر ضد راپور ورنه کړي.
په محکمه کې د یوې قربانۍ شوې ښځې د بیان له مخې، هغې ویلي: «زما لپاره خان نه انسان دی، بلکې د شر بشپړ بڼه ده.»
هغې ویلي، چې تورن کس د دیني اعتبار تر سیوري لاندې د دروغو، وېرې او ګواښونو له لارې قربانیان خاموش ساتل.
بله قرباني چې هغه هم د پېښو پر مهال ماشومه وه، ویلي چې له دې تجربې وروسته «وېره، ګډوډي او بېوسي» ورسره پاتې شوې ده.
د د لندن میټروپولیټن پولیس او د څارنوالۍ ادارې ویلي، عبدالحلیم خان به قربانیان جلا او لرې ځایونو ته بلل او هلته به یې جنسي تېری پرې کاوه او هغوی ته به یې ویل چې دی د «ماورایي ځواک یا جن» تر اغېز لاندې دی.
پولیس وايي قربانیان د ټولنیز فشار، د کورنۍ د غبرګون او د «تور جادو» د وېرې له امله چوپ پاتې شوي وو.
د قضیې څېړونکې افسرې جیني رونان ویلي، چې د قربانیانو زړورتیا د دې سبب شوه چې قضیه عدالت ته ورسېږي.
هغې زیاته کړه: «موږ هیله لرو دا پرېکړه قربانیانو ته یو څه ارامي ورکړي او نورو ته دا پیغام ورسوي چې د جنسي تاوتریخوالي په وړاندې ملاتړ شته.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې د کییف پر یوې استوګنیزې ودانۍ د برید لپاره کارول شوی توغندی د همدې کال په دوهمه ربع کې تولید شوی و، او دا موضوع د روسیې له لوري د نړیوالو بندیزونو د ماتولو ښکارندويي کوي.
زیلنسکي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر استوګنیزه ودانۍ د برید لپاره د( کې ایچ - ۱۰۱) توغندی کارول شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې دغه توغندی د ۲۰۲۵ کال په دوهمه ربع کې جوړ شوی، چې د ده په وینا ښيي روسیه لا هم د نړیوالو بندیزونو سربېره د توغندیو د تولید لپاره اړین برخې، وسایل او سرچینې ترلاسه کوي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د بندیزونو د تېرېدو او پټولو د روسي شبکو مخنیوی باید د نړیوالو شریکانو لپاره «حقیقي لومړیتوب» وي.
زیلنسکي ټینګار کړی، چې د روسیې د بندیزونو د ماتولو لارې بندول د جګړې د اغېزو د کمولو او د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره مهم دي.
پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو چې د امریکا د «پي۱» او «پي۲» وېزو پړاوونه یې بشپړ کړي، د یوې غونډې په ترڅ کې د لېږد د بهیر د ځنډېدو او د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ. دغه کسان چې ځانونه د امریکا پخواني همکاران بولي، له واشنګټن وغوښتل چې دوی هېر نه کړي.
دغو افغانانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د مرکو، طبي معایناتو، بایومټریک او امنیتي تاییدیو په ګډون ټول اړین پړاوونه بشپړ کړي دي. د دوی په وینا، یوازې د خپلو الوتنو نېټو ته منتظر وو، خو دا بهیر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه ودرول شو او تر اوسه پورې په ټپه ولاړ دی.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، چې د امریکا د متحدینو په توګه پېژندل شوي افغانان هره ورځ په پاکستان کې نیول کېږي او شړل کېږي. دوی زیاته کړې چې حتی هغه کسان هم د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي چې د امریکا د سفارت امنیتي لیکونه ورسره دي. د معلوماتو له مخې، ځینې کورنۍ لا دمخه شړل شوې او یو شمېر کسان بې له کوم خبره ورک شوي دي.
دغو کسانو ټینګار کړی، چې که افغانستان ته ستانه کړای شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي، ځکه چې دوی د امریکایانو ترڅنګ ګډ کار کړی دی. دوی د امریکا له حکومت څخه د عاجل اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «موږ په ښه نیت د امریکا ترڅنګ ودرېدو، اوس په درنښت له امریکا غواړو چې د خپلو متحدینو ترڅنګ ودرېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ لا هم دوام لري.