محکمې ویلي، دغه ۵۴ کلن کس چې د لندن د ختیځې سیمې بیتنال ګرین اوسېدونکی و، د دیني مشر (امام) په توګه یې له خپل مذهبي مقام څخه ناوړه استفاده کړې او له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۵ کال پورې یې ښځې او نجونې جنسي ډول ځورولې دي.
هغه د لندن د سنرز بروک کراون محکمې له خوا د ۲۱ بېلابېلو جرمونو په تور محکوم شوی، چې پکې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تېری، د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو پر وړاندې جنسي جرمونه او نور جدي تورونه شامل دي.
محکمې د سزا د اعلان پر مهال قاضي لیسلي کتبرټ وویل چې تورن کس «د تقوا او دیني وقار تر پردې لاندې له ښځو ناوړه استفاده کړې، یوازې د خپلې جنسي غوښتنې لپاره.»
قاضي زیاته کړه، چې نوموړي باور درلود قربانیان به د ټولنیز شرم او وېرې له امله د هغه پر ضد راپور ورنه کړي.
په محکمه کې د یوې قربانۍ شوې ښځې د بیان له مخې، هغې ویلي: «زما لپاره خان نه انسان دی، بلکې د شر بشپړ بڼه ده.»
هغې ویلي، چې تورن کس د دیني اعتبار تر سیوري لاندې د دروغو، وېرې او ګواښونو له لارې قربانیان خاموش ساتل.
بله قرباني چې هغه هم د پېښو پر مهال ماشومه وه، ویلي چې له دې تجربې وروسته «وېره، ګډوډي او بېوسي» ورسره پاتې شوې ده.
د د لندن میټروپولیټن پولیس او د څارنوالۍ ادارې ویلي، عبدالحلیم خان به قربانیان جلا او لرې ځایونو ته بلل او هلته به یې جنسي تېری پرې کاوه او هغوی ته به یې ویل چې دی د «ماورایي ځواک یا جن» تر اغېز لاندې دی.
پولیس وايي قربانیان د ټولنیز فشار، د کورنۍ د غبرګون او د «تور جادو» د وېرې له امله چوپ پاتې شوي وو.
د قضیې څېړونکې افسرې جیني رونان ویلي، چې د قربانیانو زړورتیا د دې سبب شوه چې قضیه عدالت ته ورسېږي.
هغې زیاته کړه: «موږ هیله لرو دا پرېکړه قربانیانو ته یو څه ارامي ورکړي او نورو ته دا پیغام ورسوي چې د جنسي تاوتریخوالي په وړاندې ملاتړ شته.»