• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌ځایه شویو سازمان: ایران کې افغان کډوال د جګړې، کډوالۍ او تړلو پولو ترمنځ بند پاتې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۱

په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ناروې د کډوالو شورا د راپور تر خپرېدو وروسته د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم ویلي، چې په ایران کې افغان کډوال د جګړې، کډوالۍ او تړلو پولو ترمنځ بند پاتې دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، افغان کډوال نه‌شي کولی په خوندي ډول بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ ځکه له دې ډلې ګڼ کډوال لاهم په افغانستان کې د ځورونې او نورو جدي ګواښونو سره مخ دي.
یاد سازمان زیاته کړې:« دوی په ایران کې د بمباریو، ناامنیو او د جبري اېستلو ګواښونو په منځ کې خوندي نه‌شي پاتې کېدی او دوی نه‌شي کولی په ډاډمنه توګه خوندي هېوادونو ته لاړ شي؛ ځکه لارې خطرناکه دي، وضعیت ناسم دی او په ټوله سیمه کې د کډوالو ضد خنډونه مخ په زیاتېدو دي».
د ناروې کمېټې (NRC) عمومي مشر یان اېګلنډ هم تېره ورځ ویلي و، چې په ایران کې تر څلور مېلیونه ډېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د امریکا او اسراییل د جګړې له پامه غورځول شوي یا هېر شوي قربانیان دي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د جګړې له امله ګڼو هغه افغانانو چې په ودانیزو او نورو نارسمي کارونو کې دندې لرلې؛ بې‌روزګاره شوي دي. د هغه په وینا؛ لکه څنګه چې په ایران کې د جګړې له امله د عاید کچه ټیټه شوي، دغه کډوال نه‌شي کولی خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او یا د کور کرایه ورکړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: د افغانستان له سقوط وروسته د القاعـ. ـده او داعـ. ـش فعالیتونه چټک شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې ای) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو له امله د القاعـ. ـده او داعـ. ـش په څېر وسله‌والو ډلو فعالیتونو د پام وړ چټکتیا موندلې ده.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې په بنغازي کې د ساحوي حضور له امله امنیتي ټیمونو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلې څېړنیزې هڅې او د پرانیستو سرچینو معلومات ښه همغږي او شریک کړي، څو نوې موخې، ځایونه او د لوړپوړو ترهګرو د شبکو اړوند کمزورۍ وپېژني.

هغې زیاته کړې چې د لیبیايي بهرنیو جنګیالیو د راټوکېدونکو ګواښونو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د نوموړې په وینا، دغه جنګیالي اوس خپل نفوذ او عملیاتي شبکې بېرته شمالي افریقا ته لېږدوي او فعالیتونه یې یوازې په یوه جګړه‌ییز ډګر پورې محدود نه دي.

سارا اډمز ټینګار کړی: «تاریخ په بېلابېلو بڼو بیا تکرارېږي، خو بنسټیزې بڼې یې یو شان پاتې دي. موږ باید نه یوازې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو، بلکې له ترهګرو هم یو ګام مخکې پاتې شو.»

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان، سوریه، سومالیا او مالي کې د القاعده او داعش وروستیو بریاوو روانه دوره لا خطرناکه کړې ده.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال امنیتي بنسټونه په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو ډلو د بیا منظمېدو او پراخېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه سازمان په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور اړین توکې شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهار شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له اې‌اېس‌ای‌او موسسې سره په همغږۍ د بغلان په فرینګ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.،۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلو ګرامه دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوې.

ویل کېږي، دا درېیم ځل دی چې له یادو کورنیو سره دغه ډول مرستې کېږي، خو یادې کورنۍ دغه مرستې کافي نه‌بولي او د طالبانو په ګډون له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتونکي دي.

فوزیه کوفي: طالبان د خلکو په زنداني کولو سره ازاد غږونه نه‌شي غلي کولی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو له خوا د بې ګناه کسانو نیول په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډله د خلکو د ازادۍ په سلبولو سره غواړي د ازادۍ غوښتنې غږ خاموش کړي. نوموړې د طالبانو دا کړنې د عدالت د اصولو خلاف بللې دي.

مېرمن کوفي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان د بې ګناه انسانانو په زنداني کولو سره د خلکو غوښتنې نه شي زنداني کولی. د هغې په وینا، د هر یوه کس په زنداني کېدو سره لسګونه نور ازاد روحونه پیدا کېږي او د ازادۍ غوښتنې دا لړۍ نه شي درېدلی.

د ولسي جرګې دې پخوانۍ غړې د طالبانو چلند ته په اشارې سره ټینګار کړی چې دا ډله په خپلو کړنو کې هېڅ راز قانون نه مراعاتوي. نوموړې زیاته کړې چې طالبان د خپلو دې ظالمانه کړنو په ترسره کولو سره حتی د الهي عدالت څخه هم وېره نه لري.

د طالبانو له خوا د پخوانیو نظامیانو، مدني فعالانو او نیوکه کوونکو د خپل‌سري نیولو لړۍ لا هم دوام لري. په تېرو څو میاشتو کې د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو په وار وار د طالبانو له خوا د بې ګناه کسانو د نیولو او شکنجې په اړه اندېښنې ښودلې دي.

په همدې حال کې باخبره سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی افسر شفیق الله قاطع له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې پخواني افسر برخلیک لا هم نامعلوم دی او کورنۍ یې د هغه د وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.

د خوړو او کرنې سازمان: کافي بودجه لرو او ننګرهار مو په لومړیتوبونو کې دی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس ريچارډ ټرينچارت د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، که څه هم په عموم کې د بودجې د کمښت خبرې کيږي، خو دغه سازمان د کرنې او اړوندو نورو چارو لپاره کافي بودجه لري او ننګرهار ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس ريچارډ ټرينچارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والي ملا محمد نعيم اخند سره په کتنه کې وویل، سره له دې چې په عموم کې د بودجې د کمښت خبرې کيږي، خو د دوی سازمان د کرنې، مالدارۍ، د اوبو مديريت او اړوندو نورو چارو لپاره کافي بودجه لري او ننګرهار ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

ريچارډ ټرينچارت زياته کړه، چې په ننګرهار کې به له هغو راستنو شويو کورنيو سره چې ځمکې لري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخه مرستې وکړي، خو کومې کورنۍ چې ځمکې نه‌لري ورته به په کور کې د چرګانو فارمونه جوړ او ترڅنګ به يې د کاروبار زمينې ورته برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا محمد نعیم اخوند په دې کتنه کې وويل، چې سږکال د سختو اورښتونو له امله په ډيری سيمو کې کرنيزې ځمکې اوبو وړي دي؛ که استنادي ديوالونه جوړ شي په راتلونکې کې به کرنه او مالداري ښه وده وکړي او بزګران به له زيانونو وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس د ننګرهار نفوس او ځمکو ډېروالي او همداراز د اوبو د کافي سرچینو موجودیت ته په کتو وویل: «موږ هڅه کوو چې دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د چيکډيمونو، کانالونو، سربندونو او نورو پروژو په پلې کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو».

هغه همداراز څرګنده کړه، چې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې به د زلزلو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره هم خپلې مرستې زياتې او دوامداره کړي.

د طالبانو استخبارات د اسلام‌کلا په پوله کې له ايران څخه د راستنېدونکو کسانو موبایلونه پلټي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱

ګڼو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، د طالبانو استخبارات له څه مودې راهيسې هغه افغان وګړي، چې له ايران څخه افغانستان ته راګرځي، د اسلام‌کلا په سرحدي دروازه کې د هغوی ګرځنده ټيلیفونونه پلټي. د سرچينو په وينا، د موبایلونو پلټنه کله ناکله له شلو دقيقو تر نيم ساعت پورې وخت نيسي.

لږ تر لږه شلو کسانو، چې د اسلام‌کلا له لارې هرات ته داخل شوي، افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د هغوی موبایلونه پلټل شوي دي.

د دوی په خبره، د طالبانو مامورين د خلکو ګرځنده ټيلیفونونه هغې خونې ته وړي، چې د اسلام‌کلا په پوله کې د استخباراتو ادارې پورې تړاو لري.

ځينو دغو کسانو ويلي، چې د هغوی د ټيلیفونونو د ځينو اپليکېشنونو، لکه واټس‌اپ، د لټون مخينې ښودلې چې د استخباراتو مامورينو د لوېديځ افغانستان د ځينو سياسي څېرو او د طالبانو ضد قوماندانانو نومونه او شمېرې پلټلې دي.

په هرات او د افغانستان په لوېديځ کې دا مهال د طالبانو مخالفې ډلې ښکاره فعاليت نه لري، خو اسماعيل خان، چې د طالبانو ضد يو مشهور شخصيت ګڼل کېږي، د ايران په مشهد ښار کې اوسيږي، چې د هرات ولايت ته نږدې موقعيت لري.

همدارنګه، د افغانستان د پخواني پوځ او پوليسو ګڼ سرتېري او قوماندانان هم ايران ته پناه وړې ده.

په تېر يوه کال کې، د افغانستان د پخوانيو پوليسو يو اغېزمن قوماندان او اسماعيل خان ته يو نږدې کس په ايران کې ووژل شول. د دغو دواړو کسانو نږدې خپلوان طالبان د هغوی د ترور مسئول ګڼي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، يو شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې په جبري ډول له ايران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، له خپلسرو نيونو، شکنجو او له محکمې پرته وژنو سره مخ شوي دي.

مستند شوي موارد ښيي، چې د راستنېدونکو پر ضد د تاوتريخوالي يوه تکرارېدونکې بڼه موجوده ده او د قربانيانو خپلوان طالبان مسئول بولي.

افغانستان انټرنشنل لږ تر لږه د شپږو له محکمې پرته وژنو او د يوولسو اخراج شويو کسانو د نيولو پېښې مستندې کړې دي، چې له ايران څخه تر جبري ستنېدو وروسته رامنځته شوې دي. خو ښايي د قربانيانو ريښتينی شمېر تر دې زيات وي.

په دې وروستيو کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي، چې د پخواني حکومت چارواکي او د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي په جبري ډول افغانستان ته شړل کېږي او تر راستنېدو وروسته د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کېږي.

همدارنګه، په افغانستان کې د پخوانيو پوځيانو نيول او وژل دوام لري. د يوناما په راپور کې د ۲۰۲۶ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې لږ تر لږه د پخوانيو پوځيانو د ۲۳ خپل‌سرو نيونو، ۹ شکنجو او پنځو وژنو پېښې ثبت شوې دي.

د شخصي حريم او نړيوالو قوانينو سرغړونه

افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې، له ۱۹۸۳ کال راهيسې د مدني او سياسي حقونو د نړيوال ميثاق غړی و.

د دغه ميثاق ۱۷مه ماده وايي، هېڅوک بايد په خپل شخصي ژوند، کورنۍ، کور يا ليکليو اړيکو کې له خپل‌سرو يا ناقانونه لاسوهنو سره مخ نه شي او هر انسان حق لري چې د داسې لاسوهنو پر وړاندې د قانون ملاتړ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم وايي، چې د شخصي حريم حق په انلاين او افلاين دواړو فضاوو کې اعتبار لري او هر ډول لاسوهنه بايد د قانون، اړتيا او تناسب پر بنسټ وي.

دغه دفتر د نړيوالو پولو په اړه د بشري حقونو په اصولو کې ليکلي، چې سرحدونه د بشري حقونو له مکلفيتونو څخه «د استثنا سيمه» نه ده او د سرحدي کنټرول پر مهال بايد د ټولو کسانو حقونه خوندي وساتل شي.

د پلټنو مخينه

افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د ټيلیفونونو پلټنې تر دې وړاندې هم راپور شوې وې.

افغانستان انټرنشنل د روان کال د غویي مياشت په يوه راپور کې موندلې وه، چې د طالبانو پوليس له شخصي پوښتنو سره يو ځای له پاکستانه د راستنېدونکو کسانو ګرځنده ټيلیفونونه هم پلټي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ هم په خپل ۲۰۲۵ کال راپور کې ليکلي وو، چې د طالبانو د چارواکو له خوا د کورونو د تالاشۍ او د ټيلیفونونو د پلټنې دوامداره راپورونه شته، څو د دوی په وينا «سرغړونې» پيدا کړي.

هغه همداراز ويلي وو، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د خلکو د ټيلیفونونو د «منع شويو محتواوو» د موندلو لپاره د پلټنو او د کورونو د تالاشۍ دوامدار راپورونه موجود دي.