په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو مخنیوی په قانوني توګه «جرم» بلل شوی

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ګوزڼ د لهمنځه وړلو لپاره نوی قانون منظور کړی، چې له مخې به یې پر هغه کورنیو چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسينو څاڅکي نهورکوي؛ جريمه او نور بنديزونه ولګول شي.
د یاد قانون له مخې؛ که څوک په لومړي ځل ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکول رد کړي، نو ۵۰زره کلدارې جريمه کېږي او د دويم ځل لپاره دغه جريمه ۱۰۰زره کلدارو ته لوړېږي. په دغه قانون کې راغلي، تر لس کلنو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ټول واکسينونه لازمي ګرځول شوي او د واکسين سند پرته ځينې رسمي اسناد نه ورکول کېږي.
همدارنګه، د پوليو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابير او سخت قانوني سزاوې هم منظور شوې دي. د هغوی پر ضد ګواښ، وېره يا بريدونه به د اوږدې بند سزا لامل شي.
د پاکستان حکومت په وينا؛ دغه ګامونه د ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو او د ماشومانو د روغتيا ساتنې لپاره پورته شوي دي.
