• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا حکومت له وسله والو سره په همکارۍ د تورنو دولتي کارکوونکو معلومات ټولوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت د هغو دولتي کارکوونکو او قراردادیانو پر ضد د ګام پورته کولو پرېکړه کړې، چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ تورن دي. د دغه ایالت د کورنیو چارو وزارت خپلو اړوندو ادارو ته د دوه زره کسانو د پېژندلو او معلوماتو راټولولو دنده سپارلې ده.

د رسمي سرچینو له مخې، د څه باندې دوه زره هغو دولتي کارکوونکو او دولتي قراردادیانو معلومات راټولېږي چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ او یا هم هغوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو تورن دي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې راغلي چې د دغو کسانو پر ضد د جدي اقدام پرېکړه شوې ده.

د دغه رسمي سند پر بنسټ، ټولو اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د تورنو کارکوونکو نوملړ او معلومات تنظیم کړي. ټاکل شوې چې دا راټول شوي معلومات به وروسته خوندي او انلاین شي.

سرچینې زیاتوي چې د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به د دغو کسانو پر ضد عملي ګامونه واخیستل شي او نومونه به یې په «شیډول فور» کې شامل شي.

شیډول فور د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانینو یوه برخه ده، چې حکومت پکې ډېری د سیاسي مخالفانو او مشکوکو کسانو نومونه ثبتوي.

په دغه نوملړ کې د پي ټي ایم په څېر د بشري حقونو اړوند غورځنګونو د غړو نومونه هم اچول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ددې اقدام په اړه یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې وسله وال جنګیالي او هغه ډلې، چې د « ښه طالبان» په نامه مشهورې دي، ښايي د نویو اقداماتو برخه ونه ګرځي، ځکه ډېر وخت حاکم امنیتي سیاستونه د هغوی لپاره ملاتړی چتر ګرځي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د لنډي کوتل چارواکو او مشرانو په افغانستان کې د بندپاتې پاکستانیانو د ستنېدو غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل قومي مشرانو او چارواکو په یوې جرګه کې د تورخم لارې بندېدو ستونزو او په افغانستان کې د بندپاتې پاکستاني وګړو د ستنېدو په اړه خبرې کړې. دغه قومي مشرانو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له کبله سلګونه کسان له ستونزو سره مخ دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

په لنډي کوتل کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری وایي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د رامنځته شویو ستونزو او د بند پاتې پاکستاني وګړو د ستنېدو په اړه خبرې شوې.
د جرګې غړي بنارس شینواري ویلي، چې د لارو بندېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري او کاروبار زیانمن شوی. دوی له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د تورخم پر لار بند پاتې پاکستاني وګړي او موټرو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.

یادې جرګې د لارې پر خلاصېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی او د عملي اقدام غوښتنه یې کړې. پاکستاني چارواکو دا نه‌دي‌ ویلي، چې په څومره شمېر وګړي‌ یې په افغانستان کې بندپاتې دي.

طالبانو هم لاتراوسه د پاکستان قومي مشرانو او حکومتي چارواکو دې ناستې ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

بلوچستان کې د مخامخ جګړې پر مهال پنځه پاکستاني عسکر او ۷وسله‌وال وژل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې ویلي، د بلوچستان د بارکان ولسوالۍ په نوشم سیمه کې یې د وسله‌والو پر ضد تصفیوي عملیاتو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. د ای‌اېس‌پي‌ار په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې چې دغو عملیاتو کې ۷وسله‌وال هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ یو افسر ډګرمن توصیف احمد بهټي هم وژل شوی دی. پوځ زیاته کړې چې د سختې نښتې پر مهال د هند له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډله په نښه او غړي یې له‌منځه یوړل شو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. یاد پوځ همدارنګه ټینګار کړی چې د بهرني ملاتړ لرونکې وسله‌والې ډلې او ترهګرۍ پر ضد به پراخ عملیات دوام ولري.

چارواکو ویلي چې د بلوچستان په لرو پرتو سیمو کې به د امنیت د ټینګښت او د وسله‌والو د تګ‌لارې د ماتولو لپاره هدفمند ګامونه اخیستل کېږي. په دې ایالت کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بېلابېلې ډلې فعالې دي چې پاکستان یې د هند په تر ملاتړ لاندې وسله‌وال بولي.

د بنو سیاسي مشران: د خیبر پښتونخوا په جنوبی ولسوالیو کې حکومتي واک کمزوری شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۱

په بنو ولسوالۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یو سیمه‌ییز مشر او عام خلک وايي، چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي. ددوی په وینا، ایالتي حکومت د ځايي جرګو پرېکړې نه دي عملي کړې او وضعیت لا کړکېچن شوی.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د مرکزي مشر او پخواني سناتور باز محمد خان زوی تیموربازخان په بنو کې له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،چې سیمه له کلونو راهیسې د وسله‌والو تاوتریخوالو تر سیوري لاندې ده، په داسې حال کې چې د هېواد په نورو برخو کې نسبي سوکالي لیدل کېږي.

د تیمور باز خان په وینا، پښتونخوا له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو له بلې خوا، په اټک کې سوکالي شته، که څه هم یوازې یو هیواد دی، یوازې په مینځ کې یو سیند دی، خو دې ته هیڅ پاملرنه نه کیږي.

هغه وويل چې په بنو کې د امن او نظم په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې او ځايي جرګې هم وشوې، خو د جرګو له خوا حکومت او امنيتي ادارو ته ورکړل شوې سپارښتنې عملي نه شوې، چې له امله يې امن او نظم کنټرول نه شو.

د هغه په وينا، د بنو جرګې له خوا اپیکس کمیټې ته سپارښتنې واستول شوې، چې پکې ويل شوي وو چې تر ټولو مهم ګام بايد د پوليسو او سي ټي ډي د ظرفيت لوړول وي، خو تر اوسه پورې پر دې کار نه دی شوی، له همدې امله هره ورځ پوليس شکايت کوي چې دوی هغه عصري وسلې نه لري چې وسله وال سخت دريځي يې لري.

د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهيسې تر سختو بريدونو لاندې دي.

شمالي او جنوبي وزيرستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، لکی مروت، ټانک او کرک هغه ولسوالۍ دي چې هره ورځ پکې امنیتي پېښې کېږي، چې لومړنی هدف يې د پوليسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکي دي.

په تیرو دریو ورځو کې په بنو او لکی مروت کې رامنځته شوي ویجاړوونکي پیښې دا ثابتوي چې په دې سیمو کې د حکومت واکمني خورا کمزورې شوې ده.

د بنو یو ځایي خبریال فرحت الله بابر له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې په ولسوالۍ کې د حکومت واکمني ډیره کمزورې شوې ده او ځایي خلک هم ډیر مایوسه ښکاري.

هغه وویل چې وسله وال کسان په بکاخیل او نورو ښاري سیمو کې چې د بنو ښار څخه درې کیلومتره لرې دي، په ښکاره ګرځي او ګزمې هم کوي.

هغه وویل چې نن د غنمو د راټولولو وخت دی او وسله وال کسان په ښکاره ډول له خلکو څخه پیسې اخلي، هیڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې مخه نیسي.

د هغه په وینا، یوه ورځ هم د بنو شاوخوا څخه د تښتونې له پیښې پرته نه تیریږي، یوازې د بنو ښار دننه د حکومت په کنټرول کې ښکاري، له دې پرته، نورې ټولې سیمې د حکومت له واک څخه بهر ښکاري.

د خیبر پښتونخوا پولیسو په دې وروستیو کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایالت کې د ترهګریزو پیښو په اړه یو راپور خپور کړی دی، چې پکې څرګنده شوې ده چې په ټول ایالت کې د ترهګریزو پیښو تر ټولو زیات شمیر په جنوبي ولسوالیو کې دی.

بنو په۹۲ بریدونو سره لومړی، شمالي وزیرستان په۸۸ بریدونو سره دوهم او یوه بله جنوبي ولسوالي، ډیره اسماعیل خان په۶۵ بریدونو سره درېیم ځای لري. راپور وايي چې په دې څلورو میاشتو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي، چې ۷۱ پولیس، ۷۲ د ایف سي سرتیري او ۶۷ ملکي وګړي پکې شامل دي، پداسې حال کې چې ۸۵وسله وال هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، په بنو کې میشت یو پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په بنو کې د منع شویو سازمانونو وجود خورا لوړ دی او د دوی په تګ راتګ کې کومه ستونزه نشته.

هغه زیاته کړه، « مګر که تاسې د بنو ښار څخه لږ بهر لاړ شئ، نو علاقه غیر پیل کیږي».

هغه وويل چې د بنو په جاني خېل سيمه کې له ډېرې مودې راهيسې منع شوي سازمانونه جوړ شوي دي، له هغه ځایه دوی په پنځلسو دقیقو کې په موټرسایکلونو بنو ښار ته رسېدلی شي او اوس که د دوی پر وړاندې لوی عملیات ونه شي، نو د پولیسو پر وړاندې به داسې اقدامات زیات شي.

د پولیسو د افسر په وینا، په وروستیو پیښو کې د پولیسو وژل کېدو دغه ځواک غوسه کړی، خو ددوی نیوکه داده، چې عصري وسلې په لاس کې نه لري.

د نوموړي په وینا، اوس د پولیسو پرسونل پخپله د پولیسو د سولې کمیټه جوړه کړې ده، چې موخه یې په دغسې پېښو کې خپلمنځي همغږي ده.

یونېسف په خیبر پښتونخوا کې د نجونو پر ښوونځیو د بریدونه په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو پرله‌پسې بریدونه د اندېښنې وړ دي. یادې ادارې له ځایي چارواکو غوښتي، چې د ښوونځیو امنیت ډاډمن کړي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د ټانک ولسوالۍ په کمډبک سیمه کې د نجونو د ابتدايه ښوونځيو ودانۍ پرون د چاودېدونکو توکو پرمټ نړول شوې. په پاکستان کې د یونېسف استازې پرنېل ایرانسایډ ویلي، له ۲۰۲۶کال راهیسې دا په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو نهم راپور شوی برید دی چې تر زرو د ډېرو زده‌کوونکو د زده‌کړو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د سیمې خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.
هغې زیاته کړې، چې د تېرې جنورۍ راهیسې په شمالي وزیرستان کې د یوه ښوونځي د درسي ساعت پرمهال په ډرون برید کې یو مدیر او دوه ښوونکي ټپیان شوي وو. یونېسف دغه لړۍ «وېرونکې» بللې او ویلي یې دي، چې پر ښوونځیو بریدونه د ماشومانو د حقونو ستره سرغړونه ده او د نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې او ودې فرصتونه تروړي.

یادې ادارې له اغېزمنو ماشومانو، کورنیو، ښوونکو او ټولنو سره د پیوستون څرګندونه کړې او پر بېړنیو ګامونو یې ټینګار کړی؛ څو زده‌کوونکي له وېرې پرته بېرته ښوونځیو ته ستانه شي. یونېسف ویلي، چې د ماشومانو ساتنه او د زده‌کړې حق باید په هر وخت او هر حالت کې خوندي وساتل شي.

د یونېسف د څرګندونو له مخې؛ په خیبر پښتونخوا کې د زده‌کړو د ژور ناورین څپه روانه ده او شاوخوا ۴.۵ مېلیونه ماشومان د پنځو تر ۱۶ کلونو پورې له ښوونځي بهر دي چې له دې ډلې نجونې له اندازې زیات زیان ویني. دغه شمېر د یاد ایالت د ټولو ماشومانو نږدې درېیمه برخه ښيي او پر ښوونیز نظام د تاوتریخوالي بریدونو دغه کړکېچ لاپسې پراخ کړی دی.

پر پاکستاني رسنیو نيوکې: پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو ته په خپرونو کې ځای نه‌ورکول کيږي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
•
فضل عزیز

په خيبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو ته په خپرونو کې د ځای نه ورکولو له امله پر پاکستانيو رسنیو نیوکې ډېرې شوې دي. یو شمېر پښتانه خبریالانو، سياستوالو او فعالانو ویلي، پاکستانۍ رسنۍ د نشه‌يي توکو پلورونکې تورنې ښځې ته ځای ورکوي، خو پښتونخوا کې د ناامنیو پېښو ته پوښښ نه‌ورکوي.

فرزانه علي چې په‌خپله د يوې پاکستانۍ رسنۍ خبرياله ده، په خپلې اېکس‌پاڼې د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «څوک کراچۍ والا ويلی شي، چې دا د کوکاینو د ملکې څه کيسه ده، ځکه چې پر (پاکستانۍ) رسنيو، په لکي مروت او بنو کې د ترهګرۍ خبرونه نه خپريږي او د دغې مېرمنې په اړه له ځنډ پرته خبرې روانې دي. اخر ولې»؟

يوه بل خبريال عرفان بيا په لکي مروت کې د چاودنې او په کراچۍ کې د نشه يي توکو په تړاو د نيول شوې ښځې (پينکي) د ويډيوګانو له خپرونو سره ليکلي: «په يوه ورځ کې دوه پېښې او د پاکستاني رسنيو لومړيتوبونه». هغه وويل، «د پينکي نيونه، د قيمتي انسانانو له وينې څخه زياته مهمه ده»؟

هغه زياته کړې، په پاکستاني «رسنيو کې خورو ورو پرتو مړو ته څو ثانيې وخت نه‌ورکړل کيږي او د پينکي نيونه د عاجل خبر په توګه وړاندې کيږي».

هغه همداراز وويل، پاکستاني «رسنيو کې د خيبرپښتونخوا پر جدي ستونزو يو خبر نه‌وي او د پينکي لپاره یې اسمان په سر اخېستی دی».

يوه سياسي فعال یاسر کنډي په بیا په خپله‌ اېکس‌پاڼه ليکلي: «د پاکستاني ریاست او رسنیو په لومړيتوبونو کې پښتانه او پښتونخوا شامل نه‌دي، په لکي مروت کې په ځانمرګي بريد کې خلک وژل او ټپيان کيږي، د ټپيانو لپاره امبولانسونه نه‌شته، خلک ټپيان په خپله په چنګچي رېکشو کې لېږدوي، رسنۍ دلته چوپ پاتې دي».

يوه بل خبریال محمد فهيم ویلي: «په ملي رسنیو کې چې پينکي ته څومره ځای ورکړل شوی، د لکي مروت او بنو چاودنو ته ښايي د دې يو سلنه هم نه‌وي ورکړل شوی. د رسنيو لومړيتوبونه هم د دولت له لومړيتوبونو سره يو شان دي».

پاکستان کې له دې وړاندې وخت په وخت پر پاکستانيو رسنیو داسې نيوکې کيږي، چې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد خبرونو ته ځای ورکوي، خو د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پېښې یا اصلا نه خپروي او یا یې هم ډېر پیکه ښيي.

پاکستاني رسنیو لا تر اوسه د دغو کسانو د نیوکو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.