• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارکو روبیو: چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال دی خو اړیکې ورسره باید مدیریت شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال او «ستر دښمن» دی، خو له دې هېواد سره اړیکې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمې دي او باید په دقت مدیریت شي.

روبیو له فاکس نیوز شبکې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي، امریکا اړتیا لري چې له چین سره خپلې پېچلې اړیکې په ستراتیژیک ډول رهبري او تنظیم کړي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ګټې په ځینو برخو کې یو له بل سره په ټکر کې دي، خو دغه اختلافونه باید داسې مدیریت شي چې د جګړې مخه ونیول شي او نړیواله سوله او ثبات وساتل شي.

هغه د خبرو په یوه بله برخه کې د فارس خلیج د کړکېچونو په تړاو د چین رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي پر بیجینګ فشار راوړي څو د ایران اړوند کړکېچونو په راکمولو کې فعاله ونډه واخلي.

د روبیو په خبره، په سیمه کې وروستیو پېښو، د یوه چینایي بار وړونکي بېړۍ زیانمنېدو په ګډون، د بې‌ثباتۍ لوړه کچه په ډاګه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې چین له اقتصادي اړخه د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد رالېږد عادي کېدو ته اړتیا لري، ځکه که دا بهیر ګډوډ شي، د چینایي تولیداتو پر وړاندې تقاضا کمېدای شي او صادرات به یې سخت زیان وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، واشنګټن هیله لري چې چین د ایران د هڅولو لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي، څو په خلیج سیمه کې له هغو اقداماتو لاس واخلي چې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل کېږي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: د افغانستان له سقوط وروسته د القاعـ. ـده او داعـ. ـش فعالیتونه چټک شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې ای) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو له امله د القاعـ. ـده او داعـ. ـش په څېر وسله‌والو ډلو فعالیتونو د پام وړ چټکتیا موندلې ده.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې په بنغازي کې د ساحوي حضور له امله امنیتي ټیمونو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلې څېړنیزې هڅې او د پرانیستو سرچینو معلومات ښه همغږي او شریک کړي، څو نوې موخې، ځایونه او د لوړپوړو ترهګرو د شبکو اړوند کمزورۍ وپېژني.

هغې زیاته کړې چې د لیبیايي بهرنیو جنګیالیو د راټوکېدونکو ګواښونو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د نوموړې په وینا، دغه جنګیالي اوس خپل نفوذ او عملیاتي شبکې بېرته شمالي افریقا ته لېږدوي او فعالیتونه یې یوازې په یوه جګړه‌ییز ډګر پورې محدود نه دي.

سارا اډمز ټینګار کړی: «تاریخ په بېلابېلو بڼو بیا تکرارېږي، خو بنسټیزې بڼې یې یو شان پاتې دي. موږ باید نه یوازې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو، بلکې له ترهګرو هم یو ګام مخکې پاتې شو.»

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان، سوریه، سومالیا او مالي کې د القاعده او داعش وروستیو بریاوو روانه دوره لا خطرناکه کړې ده.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال امنیتي بنسټونه په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو ډلو د بیا منظمېدو او پراخېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

متحده عربي اماراتو د ایران د جګړې پر مهال د نتنیاهو د پټ سفر ادعا رد کړه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱

متحده عربي اماراتو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر هغه ادعا رد کړې چې ګواکې نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال اماراتو ته پټ سفر کړی او هلته یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

الجزیرې د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي وو: «بنیامین نتنیاهو متحده عربي اماراتو ته یو پټ سفر ترسره کړی او د اماراتو له ولسمشر سره یې لیدنه کړې ده.»

خو د اماراتو رسمي خبري اژانس (وام) دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات د بنیامین نتنیاهود سفر او یا هم د کوم اسراییل پوځي پلاوي د کوربتوب ادعا نه مني.

د اماراتو په اعلامیه کې راغلي: «د اسراییلو سره زموږ اړیکې ښکاره او د ابراهیمي هوکړو په چوکاټ کې رامنځته شوې دي، چې په رسمي ډول اعلان شوې دي.»

اعلامیه زیاتوي چې د اماراتو او اسراییل اړیکې پر پټو ترتیباتو او محرمیت نه دي ولاړې، او هره هغه ادعا چې د نااعلان شوو سفرونو یا پټو هوکړو په اړه مطرح کېږي، تر هغه بې‌بنسټه ګڼل کېږي چې د اماراتو رسمي ادارې یې تایید نه کړي.

متحده عربي اماراتو همداراز له رسنیو غوښتي چې د خبرونو د خپرولو پر مهال دقت وکړي او له هغو راپورونو ډډه وکړي چې رسمي تایید نه لري یا د سیاسي تعبیرونو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د روانو کړکېچونو او د ایران–اسراییل د اړیکو د ترینګلتیا له امله، د منځني ختیځ هېوادونو هر ډول سیاسي او دیپلوماتیک تحرکات د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه سازمان په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور اړین توکې شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهار شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له اې‌اېس‌ای‌او موسسې سره په همغږۍ د بغلان په فرینګ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.،۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلو ګرامه دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوې.

ویل کېږي، دا درېیم ځل دی چې له یادو کورنیو سره دغه ډول مرستې کېږي، خو یادې کورنۍ دغه مرستې کافي نه‌بولي او د طالبانو په ګډون له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتونکي دي.

د اسراییل بریدونو او مرګ‌ژوبلې د لبنان روغتیايي نظام د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱

د لبنان روغتیايي سکټور د جګړې د پراخېدو، د ټپیانو د شمېر د زیاتوالي او د اسراییل له لوري پر روغتیايي مرکزونو د دوامداره بریدونو له امله له سخت بحران سره مخ شوی او د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

الجزیره شبکې راپور ورکړی، چې د لبنان روغتیايي سیستم د جګړې له پیل راهیسې د پرله‌پسې فشارونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی او د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا یې کمه شوې ده.

د راپور له مخې، د مارچ میاشتې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې نږدې ۹زره کسان ټپیان شوي او له ۱۰۰زیات روغتیايي کارکوونکي او ژغورونکي هم وژل شوي دي.

الجزیرې زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۲۰۰ماشومان شامل دي او شاوخوا ۸۰۰نور ماشومان ټپیان شوي دي، چې دا د ملکي وګړو د لوړې مرګ‌ژوبلې څرګندونه کوي.

حسین، هغه ماشوم چې په یوه برید کې ټپي شوی، الجزیرې ته ویلي: «زه د امبولانس ترڅنګ په لوبو بوخت وم چې د جنګي الوتکو غږ مو واورېد. مور مې کور ته راوغوښتم، خو له هغې وروسته چاودنه وشوه.»

هغه زیاته کړې: «ځمکې ته وغورځېدم او وروسته یوازې دومره راپه یاد دي چې د خپل پلار په غېږ کې وم.»

د هغه پلار وایل، چې خپله د ژغورنې کارکوونکی دی، ویلي که څه هم مخکې یې ورته ګڼې پېښې لیدلې وې، خو د خپلې کورنۍ ژغورل ورته تر ټولو سخت او دردناک کار و.

راپورونه ښيي چې د جګړې دوام او پر روغتیايي تاسیساتو بریدونه نه یوازې د ټپیانو د درملنې چارې له ستونزو سره مخ کړې، بلکې د لبنان روغتیايي نظام یې هم د پراخې انساني ناورین پر لور ټېل وهلی دی.

د روسیې سفیر: طالبان دې د زده‌کړو په ګډون بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لپاره د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي، چې د طالبان باید په افغانستان کې د اساسي بشري حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق ته درناوی وکړي او د ټولنې ټولو قشرونو ته د بنسټیزو حقونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې له ټي ‌ايس ار په نوم یوه پوډکاسټ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي: «بنسټیز بشري حقونه باید د نړۍ له ټولو حکومتونو، په ګډون د افغانستان اوسني حکومت، له خوا رعایت شي. هیله لرم چې اوسنی حکومت دا موضوع درک کړي.»

خوریف زیاته کړې چې د یوې ټولنې، په ځانګړي ډول د نجونو، له زده‌کړې پرته د افغانستان پرمختګ او پراختیا ناشونی دی.

هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې له اوسېدو راضي دی او ځان خوندي احساسوي. د هغه په وینا، د پاکستان د اوسني وضعیت پرتله د کابل له هغو کلونو سره کوي چې هلته یې دنده ترسره کوله، او اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ژوند کولو له امله زیات امنیت احساسوي.

دغه روسي ډیپلومات چې کلونه یې په افغانستان کې د لوړپوړي سفیر په توګه دنده ترسره کړې، وایي چې اوس مهال د پاکستان امنیتي وضعیت هم ورو ورو بدلون مومي او د ده په وینا ناامني په ځینو سرحدي سیمو کې افغانستان ته نږدې خپرېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د ښځو پر کار، تعلیم او ټولنیز حضور یې ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي. سره له دې چې نړیوالو بنسټونو پرله‌پسې غوښتنې کړې، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې بدلون نه دی راوستی.

په نړیواله کچه یو شمېر بشري حقونو بنسټونه د افغانستان اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه یادوي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري او دا مهال یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.