• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مومندو ولسوالۍ مشرانو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د جرګې غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د مومندو ولسوالۍ قبایلي مشرانو په یوې لویه جرګه کې وړاندیز کړی، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ د کمولو لپاره دې یوه جرګه جوړه شي.

دغه جرګه د سې‌شنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ د مرستیال کمېشنر محمدیاسر حسن په مشرۍ د جغلانۍ په تالار کې ترسره شوه، چې په‌کې د بېلابېلو ټبرونو مشرانو او سیمه‌ییزو استازو د وروستیو امنیتي پېښو له امله د اغېزمن شویو سیمو د خلکو په استازیتوب ګډون کړی و.
دغه مشرانو ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د ناوړه امنیتي وضعیت او پرله‌پسې راکټي بریدونو د ملکي وګړو پر ژوند سخت اغېز کړی او د نذرخېل، ملاخېل او داودخېل ټبرونو خلک له خپلو مېنو د بې‌ځایه کېدو او مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
هغوی له اسلام‌اباد او طالبانو غوښتي، چې له زغم کار واخلي، بریدونه ودروي او د ملکي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. یادې جرګې ټینګار کړی، چې قبایلي سیمې له دواړه خواوو سره تاریخي او کورنۍ اړیکې لري او دایمي سوله غواړي.
ګډونوالو وویل، چې جرګه د شخړو د حل یو اغېزمن مېکانیزم دی او کولای شي د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیا د کمولو لپاره عملي رول ولوبوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟