امریکايي چارواکي چین یو له هغو محدودو هېوادونو ګڼي، چې پر ایران اغېز لرلای شي. د دې اصلي لامل دا دی، چې چین په پراخه کچه د ایران تېل پېري او دا کار کولای شي د نفوذ د یوې وسیلې په توګه عمل وکړي.
د رویټرز د شننې له مخې؛ امریکا هیله لري چې بیجېنګ به تهران بېرته د خبرو مېز ته راولي او له واشنګټن سره د یوې هوکړې زمینه برابره کړي. له ایران سره جګړې د تېلو بیې خورا لوړې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند هم کمزوری ښکاري.
خو چین د ایران لپاره یوازې د تېلو پېرودونکی نهدی. ایران د بیجېنګ لپاره په منځني ختیځ کې یو ستراتیژیک شریک او په سیمه کې د امریکا د نفوذ پر وړاندې د توازن یوه وسیله ده.
له همدې امله شنونکي وايي، چې شي جېن پېنګ ښایي ایران خبرو اترو ته وهڅوي؛ خو دا شونې نهده چې جدي فشار پرې راوړي یا د تهران لپاره د چین اقتصادي ملاتړ کم کړي.
چین له یوې خوا غواړي، چې د هرمز تنګی خلاص شي؛ ځکه د نړۍ د تېلو یوه مهمه برخه او د چین د اړتیا وړ ډېر تېل له همدې لارې تېرېږي؛ خو له بلې خوا د ایران او امریکا جګړې د واشنګټن پوځي او سیاسي پام د هند ـ ارام سمندر سیمې څخه اړولی دی، هغه سیمه چې د چین لپاره ډېره مهمه ده او د منځني ختیځ کړکېچ د امریکا تمرکز له یادې سیمې لرې کړی دی.
دغه دوهګونی حالت چین دې ته اړ اېستی، چې په احتیاط عمل وکړي. د جګړې پای د چین اقتصاد ته ګټه لري؛ خو که ایران کمزوری شي او دا د امریکا په ګټه تمامه شي، نو د بیجېنګ لپاره به ستراتیژیک زیان ولري.
ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ وویل، چې د ایران د قانع کولو لپاره د چین مرستې ته اړتیا نهلري. د سپينې ماڼۍ ویاند هم وویل، د ایران حکومت پوهېږي چې اوسنی وضعیت یې دوامداره نهدی او ټرمپ ټول اړین وسایل په واک کې لري.
په مقابل کې په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند وویل، چې بیجېنګ د ایران پر وړاندې له یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی. هغه وویل، چې بېړنی لومړیتوب باید د جګړې د بېرته پیل مخنیوی وي؛ نه دا چې له اوسني وضعیت څخه د نورو هېوادونو د تورنولو لپاره استفاده وشي.
امریکا د چین د فشار لپاره ځینې وسایل لري؛ خو د هغو کارول اسانه نهدي. واشنګټن تر دې دمه یوشمېر چینایي شرکتونه د ایران د ملاتړ له امله تحریم کړي؛ خو کارپوهان وایي چې دغه بندیزونو د چین او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په جدي ډول نهدی درولی.
د کارپوهانو په وینا؛ اصلي فشار هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې امریکا د چینايي بانکونو پر وړاندې اقدام وکړي. ځینې بانکونه د ایران د تېلو په سوداګرۍ کې مهم رول لري؛ خو داسې اقدام ښايي واشنګټن ته هم لوی لګښت ولري.
د چینایي بانکونو تحریمول ښايي د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي جګړه یو ځل بیا توده کړي. دغه وضعیت کولی شي د تېرکال درنې تعرفې او سوداګریز کړکېچ بېرته راژوندی کړي او په امریکا کې د توکو او خامو موادو بیې لوړې کړي. دغه ډول پایلې د ډونالډ ټرمپ لپاره چې د ایران د جګړې له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، خطرناک تمامېدای شي.
چین هم خپل وسایل لري. د بیجېنګ تر ټولو مهمه وسیله حیاتي منرالونه او نادره ځمکني عناصر دي. دغه مواد د امریکا د صنعتونو لپاره ډېر اهمیت لري او چین د هغو د تصفیې او پروسس په برخه کې پراخه ونډه لري.
د امریکا او چین د سوداګریزې لانجې پرمهال بیجېنګ ګواښ کړی و، چې د دغه موادو عرضه به محدوده کړي. هماغه ګواښ مناسب و، چې لوېدیځ چارواکي اندېښمن کړي او دواړه لوري یو نازک سوداګریز اوربند ته ورسېږي.
له همدې امله د ایران موضوع د ټرمپ لپاره یوازې یوه ډیپلوماتیکه موضوع نهده. هغه له چین نه مرسته غواړي؛ خو په ورته وخت کې نه غواړي له بیجېنګ سره نوې شخړه رامنځته کړي. چین هم غواړي جګړه نوره پراخه نهشي؛ خو نه غواړي ایران د امریکا تر فشار لاندې یوازې پرېږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال کرټ کمپبل ویلي، چین د منځني ختیځ په اړه د امریکا له تجربې زده کړي چې باید په دغه سیمه کې تر حده زیات ښکېل نهشي. د هغه په وینا؛ دا به سخته وي، چې بیجېنګ دې د ایران په موضوع کې جدي مداخلې کولو ته اړ کړي.