• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: افغانستان یو مستقل هېواد دی او د چا په فرمایش نه چلېږي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې په کازان کې ویلي، چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان د یو ازاد هېواد په توګه له نړۍوالې ټولنې سره متوازن تعامل غواړي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د چا په فرمایش نه چلېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه د ندا محمد ندیم یو غږیږ پیغام خپور کړی او وايي، چې نوموړي د روسیې او اسلامي نړۍ د اوولسمې نړۍوالې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته کې وینا کړې ده.

ندا محمد ندیم په په خپله وینا کې ویلي، چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان د یو خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د یو مهم غړي په توګه له نړۍوالې ټولنې سره د متوازن تعامل غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د ښه ګاونډیتوب او د متقابلو اړیکو اصولو ته درناوی لري.

ندیم ویلي:«موږ چې څه خبره یا کوم تعامل له چا سره ولرو یا کومه هوکړه وکړو، په هغه کې مستقل یو. هېڅ خنډ پکې نه راځي، څه چې مو وویل هغه کار به مخته ځي».

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندلو ته په اشاره ویلي، چې طالبان له خپلو هوکړو څخه نه پر شا کېږي.

ندیم د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې له طالبانو سره د روسیې په څېر تعامل وکړي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده، خو مسکو لاهم په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو ور نه دی پرانېستی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده. د هغه په وینا، مسکو له طالبانو سره «عملي او واقعي خبرې اترې» پر مخ وړي چې امنیتي، سوداګریز، کلتوري او بشري اړخونه پکې شامل دي.

روسیه وایي چې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو په حال کې ده او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي چې له کابل سره همکاري پراخه کړي.

د روسیې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي دا دریځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په یوه غونډه کې څرګند کړی دی.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده. د هغه په وینا، مسکو له طالبانو سره «عملي او واقعي خبرې اترې» پر مخ وړي چې امنیتي، سوداګریز، کلتوري او بشري اړخونه پکې شامل دي.

روسیه تېر کال د نړۍ لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسميت وپېژنده.

یوناما له طالبانو نه د نیول شویو خبریالانو د قضیو په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د لږ تر لږه درې افغان خبریالانو پر نیول کېدو خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. یوناما ویلي، چېد طالبانو ادارو دغه خبریالان د نامعلومو تورونو پر بنسټ نیولي دي.

یوناما همدارنګه د عملیاتو پر مهال له خبریالانو سره د طالبانو د تاوتریخوالي د راپورونو او دغه راز د پلټنو پر مهال د وسایلو او شتمنیو د ضبط په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

یوناما له اړوندو چارواکو غوښتي، چې د نیول شویو خبریالانو پر ضد د قانوني بنسټ او هر ډول تورونو وضاحت ورکړي او د عادلانه محاکمې اصول او د بندي شویو کسانو حقوق هر وخت په پام کې ونیسي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې ازاد، خپلواک او خوندي مطبوعات د روڼتیا، حساب ورکونې او د افغان ټولنې د ښه والي لپاره اړین دي.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې خپل مکلفیتونه ترسره کړي او ډاډ ورکړي چې خبریالان له وېرې، ځورونې او غچ اخیستنې پرته خپل کار وکړي.

د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي پر۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش وړم د غويي پر۱۹مه په وزیراکبرخان مېنه کې د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو نیول شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي، چې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د مخابراتو وزیر د انټرنېټي خدماتو کمپنیو مسوولان یوې ناستې ته ورغوښتي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
•
عبدالله همیم

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکو کمپینیو مسوولان په راتلونکې اونۍ کې د یوې ناستې لپاره ورغوښتي دي. له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د طالبانو یاد وزیر په کابل کې د نوري فایبر غځولو چارې ځنډولې دي.

په کابل کې د نوري فایبر شبکې د پراختیا چارو د درولو له پرېکړې وروسته، سرچینې وایي چې د طالبانو د مخابراتو وزیر د انټرنېټي خدماتو د شرکتونو مسوولان د یوې مشورتي ناستې لپاره ورغوښتي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ښايي په یاده ناسته کې په کورونو او دفترونو کې د وایفای انټرنېټ د محدودولو په اړه ځینې لارښوونې وشي.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په وقفه يي ډول انټرنیټ کمزوری شوی.

تېره ورځ یو شمېر کابل مېشتو هم په خپلو کورونو او دفترونو کې د نوري فایبر انټرنیټ د وقفه يي بندیدو او کمزورو خدماتو په اړه شکایتونه کړي وو.

د همدې اونۍ په پیل کې په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو مسوولینو ته د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې افغان ټلیکام په یوه برېښنا لیک کې لیکلي و، چې د نوري فایبر لاین د غځولو چارې تر بلې خبرتیا وځنډوي.

څو ورځې وړاندې د اترا ادارې هم د طالبانو د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي په امر د انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکو کمپینو مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه، چې د نوري فایبر د وایفای خدماتو ته د عامو خلکو لاسرسی محدود کړي.

ملګري ملتونه وايي چې که جګړه ودرېږي یو میلیون افغان ماشومانو ته خواړه رسولی شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې او د ایران د جګړې له امله د بیو او د ترانسپورټ لګښتونه لوړ شوي نه وای، نو یاد سازمان به په افغانستان کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ یو میلیون ماشومانو ته خواړه رسولي وای.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام مرستیال اجرايوي رییس کارل سکاو د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د زلزلو، اقلیمي ناورینونو، او له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو کډوالو اېستلو له امله په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خورا لوړه شوې ده.

کارل سکاو ویلي:«افغانستان دا مهال د تغذیې له جدي بحران سره مخ دی. تېر کال دا وضعیت داسې بد و چې موږ هېڅکله هم نه و لیدلی. سږکال وضعیت تر هغه بد دی».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې له امله د څه باندې اته میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولي لارې تړل شوې دي. په ورته مهال د ایران د جګړې له امله هم افغانستان ته د مرستو رسولو ځنځیر ګډوډ شوی دی.

کارل سکاو وايي:«که موږ د اکمالاتي ځنځیر له ستونزو، ځنډ او لګښتونو له زیاتوالي سره نه مخ نه وای، نو موږ کولای شول په افغانستان کې یو میلیون نور ماشومان هم تغذیه کړو».

نوموړي ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام پلان درلود، چې د افغان ماشومانو لپاره زرګونه ټنه بسکټ د پاکستان له لارې ولېږدوي، خو د افغانستان او پاکستان د شخړې له امله یې د یادې مرستې مسیر د متحده اماراتو او ایران لوري ته بدل کړ، خو په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله په دې لاره کې هم خنډ رامنځته شو او د خوړو نړۍوال پروګرام اړ شو، چې یاد توکي د سعودي عربستان، جورجیا، ترکيې په ګډون له اوو هېوادونو تېرېدو وروسته افغانستان ته انتقال کړي.

نوموړي زیانه کړې:«دا مرستې به ښايي همدا اونۍ افغانستان ته ورسېږي، خو څو میاشتې یې وخت واخیست او لګښت یې هم ډېر لوړ شو».

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې په خواځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو وضعیت دېر نازک دی او نړۍ باید په دې خبره سلا وکړي، چې ماشومان باید د لوږې له امله مړه نه شي.

چین او قطر د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د نړیوالو هڅو پر ډېرېدو ټینګار کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز او د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاویوننګ په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، امنیت او ثبات لپاره پر ګډو نړیوالو هڅو غږېدلي دي.

قطري رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره د نړیوالو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د یادې لیدني پرمهال ویلي، چې قطر له سوله‌ییزو لارو د شخړو هوارولو د ټولو هڅو ملاتړ کوي او هېواد یې په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره هم کتلي او دواړو لوریو د ارومچي د ناستې په اړه خبرې کړې دي.