د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د یو کرنیز او سوداګریز کمپلکس جوړېدو چارې پیل شوې

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کرنیز او سوداګریز کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي ویلي، هڅه کوي چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره په ډېر شمېر کې سړې خونې جوړې کړي.
