پاکستان وايي له طالبانو نه یې د پاکستاني وسله والو خلاف د «عملي اقداماتو» غوښتنه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا وویل، چې په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې له خونړي ځانمرګي برید وروسته یې په اسلاماباد کې د طالبانو شارژدافیر ته خپل اعتراض لیک سپارلی او له کابل نه یې د وسله والو خلاف د تایید وړ او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
