• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حج له مقرراتو نه د سرغړونې په تور د سعودي، پاکستان او مصر ۷ وګړي نیول شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د سعودي عربستان د حج امنیتي ځواکونو دوه سعودي وګړي له دې امله نیولي چې څلور مصري او یو پاکستانی وګړی یې د حج د مقرراتو او لارښوونو خلاف مکې ته لېږدول. د راپور له مخې، دغه کسان داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې یاد کسان د حج له رسمي اجازې پرته مکې ته بوځي.

د نیول شویو کسانو پر ضد قانوني اقدامات شوي دي.

د سعودي عربستان د عامه امنیت ادارې له ټولو خلکو غوښتي چې د حج مقررات او لارښوونې مراعات کړي او د سرغړوونکو په اړه ژر راپور ورکړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په پنځو ورځو کې یې په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې شپږ زره کسانو ته نومرې ویشلې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمېسیون ویلي، چې په تېرو پنځو ورځو کې یې په لغمان، کونړ، سرپل، فراه، هلمند، زابل، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې ۶۵۵۳ کورنیو ته د استوګنې یوه ـ یوه نومره ځمکه وېشلې ده.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، په تېرو پنځو ورځو کې تر ټولو ډېر شمر استوګنیزې نومرې، چې شمېر یې ۱۳۳۴ کیږي، په ننګرهار کې او تر ټولو کمې ۸۰ نومرې په پکتیکا کې وېشل شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د هغوی په اصلي ولایتونو کې د کور جوړولو لپاره د ځمکو وېش بهیر به دوام ولري.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې یوازې د نیمروز ولایت له لارې له ایران څخه ۱۳۱۰۳ تنه کډوال راستانه شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري عالي کمېسیون ویلي، چې د یادو کډوالو له ډلې یو شمېر یې په نیمروز کې په موقتي ډول په پنډغالي کې ځای پر ځای کړي او ګڼ شمېر نور یې خپلو اصلي ولایتونو ته لېږلې دي.

په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ستنولو بهیر یوځل بیا چټک شوی او نږدې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د یادو هېوادونو له لورې په جبري توګه افغانستان ته استول کېږي.

په کابل، ننګرهار، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې عامو خلکو شکایت کړی، چې طالبان د کډوالو لپاره د ښارګوټو په نامه د عامو خلکو ځمکې دولتي اعلانوي او دا چاره د کډوالو او ځایي خلکو ترمنځ د همکارۍ چاپیریال زیانمنوي.

پاکستان وايي له طالبانو نه یې د پاکستاني وسله والو خلاف د «عملي اقداماتو» غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا وویل، چې په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې له خونړي ځانمرګي برید وروسته یې په اسلام‌اباد کې د طالبانو شارژدافیر ته خپل اعتراض لیک سپارلی او له کابل نه یې د وسله والو خلاف د تایید وړ او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو استازي ته یو اعتراضیه لیک سپارل شوی دی. هغه زیاته کړه چې په لیک کې له طالبانو غوښتل شوي چې «د شته ثبوتونو پر بنسټ» د پاکستاني وسله والو پرضد پرېکنده ګامونه پورته کړي.

څو ورځې وړاندې د بنو په فتح خېل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل شول.

د دغه برید مسوولیت د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان امنیتي ادارو له برید وروسته ادعا وکړه چې د دې برید پلان د افغانستان په خاوره کې جوړ شوی ، خو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد به یې د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره د ټولو وسله‌والو او د هغوی د ملاتړو د له‌منځه وړلو په برخه کې هېڅ راز ځنډ ونه کړي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني وسله والو پرسر اړیکې ترینګلې دي.

اسلام اباد افغان طالبانو د پاکستاني جنګیالیو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې ټي ټي پي او نورې پاکستانۍ وسله والې ډلې د دغه هېواد کورنۍ مساله ده او دوی د نورو هېوادونو پرضد چاته د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ور کوي.

طالبانو د تیلو قراردادونو د څیړلو لپاره د یوې کمیټې پر جوړولو هوکړه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱

طالبانو د ادارو د تېلو قراردادونو د هر اړخیزې څېړنې لپاره د یوې ځانګړې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده. دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ددې ډلې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون وایي، د دولتي ادارو د تېلو قراردادونو د ارزونې لپاره به نوې کمېټه جوړه شي.

یاد کمېسیون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په وروستۍ نوبتي غونډه کې د تېلو قراردادونو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو، خو تر بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د موضوع د لا کره ارزونې لپاره دې یوه نوې کمېټه جوړه شي، چې ټول قراردادونه په هر اړخیز وڅېړي او خپل راپور د کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د تېلو قراردادونه له اوږدې مودې راهیسې په دولتي ادارو کې د فساد، درغلیو او بډو د دود کېدو له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.

په دې غونډه کې دغه راز، د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د بېلابېلو سکتورونو اړوند د ۶۹ معیارونو او ازمایښتي تګلارو مسودې هم تایید شوې.

د دغو معیارونو ډېره برخه د نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي موادو، کرنې، چاپېریال ساتنې او ساختماني موادو په برخو پورې اړه لري.

د طالبانو اقتصادي کمېسیون همداراز د جوزجان ولایت شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تخنیکي او مالي ارزونو راپور هم اورېدلی. د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې یو پلاوی دې سیمې ته سفر وکړي او خپلې موندنې دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

بل‌خوا، د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د سمنګان ولایت د دره‌صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو د ظواهرو د قرارداد موضوع هم مطرح شوې ده. اقتصادي کمېسیون ویلي، د دغه قرارداد ټول تخنیکي او حقوقي اړخونه باید د اصولو له مخې وڅېړل شي او وروستی راپور دې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته وسپارل شي.

ندا محمد ندیم: افغانستان یو مستقل هېواد دی او د چا په فرمایش نه چلېږي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې په کازان کې ویلي، چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان د یو ازاد هېواد په توګه له نړۍوالې ټولنې سره متوازن تعامل غواړي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د چا په فرمایش نه چلېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه د ندا محمد ندیم یو غږیږ پیغام خپور کړی او وايي، چې نوموړي د روسیې او اسلامي نړۍ د اوولسمې نړۍوالې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته کې وینا کړې ده.

ندا محمد ندیم په په خپله وینا کې ویلي، چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان د یو خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د یو مهم غړي په توګه له نړۍوالې ټولنې سره د متوازن تعامل غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د ښه ګاونډیتوب او د متقابلو اړیکو اصولو ته درناوی لري.

ندیم ویلي:«موږ چې څه خبره یا کوم تعامل له چا سره ولرو یا کومه هوکړه وکړو، په هغه کې مستقل یو. هېڅ خنډ پکې نه راځي، څه چې مو وویل هغه کار به مخته ځي».

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندلو ته په اشاره ویلي، چې طالبان له خپلو هوکړو څخه نه پر شا کېږي.

ندیم د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې له طالبانو سره د روسیې په څېر تعامل وکړي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده، خو مسکو لاهم په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو ور نه دی پرانېستی.

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده. د هغه په وینا، مسکو له طالبانو سره «عملي او واقعي خبرې اترې» پر مخ وړي چې امنیتي، سوداګریز، کلتوري او بشري اړخونه پکې شامل دي.

روسیه وایي چې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو په حال کې ده او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي چې له کابل سره همکاري پراخه کړي.

د روسیې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي دا دریځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په یوه غونډه کې څرګند کړی دی.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده. د هغه په وینا، مسکو له طالبانو سره «عملي او واقعي خبرې اترې» پر مخ وړي چې امنیتي، سوداګریز، کلتوري او بشري اړخونه پکې شامل دي.

روسیه تېر کال د نړۍ لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسميت وپېژنده.