د طاووس د واده سند، چې د یوې دیني مدرسې له لوري صادر شوی دی
ځايي سرچينو، چې نه يې غوښتل نومونه يې خپاره شي، ويلي طالبانو له دواړو کورنيو غوښتي چې دا موضوع د سيمهييزو «هزاره او پښتنو مشرانو» له لارې حل کړي.
«يا به طاوس وي او يا بله ښځه او اووه سوه زره افغانۍ»
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دعوهکوونکي سړي ويلي، که د طاوس کورنۍ ده ته بله ښځه ورکړي او اووه سوه زره افغانۍ هم ورکړي، نو خپله دعوه به بېرته واخلي.
سره له پرلهپسې اړيکو، تر اوسه د دعوهکوونکي سړي نظر نه دی ترلاسه شوی. د طالبانو سيمهييزو مسئولانو هم د دې موضوع په اړه د رسنيو اړيکو ته ځواب نه دی ويلی.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل، د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزیر ندا محمد ندیم، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د «خپلواک هېواد» ادعا او له روسیې د همکاریو غوښتنه دوه متضاد پیغامونه دي.
میاخېل پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا ډول دریځونه د منطق له مخې یو بل نفې کوي او د ده په وینا، دا هغه حالت دی چې «دوه متضاد اهداف په یو وخت کې وړاندې کېږي».
نوموړي ویلي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې افغانستان د هېڅ چا «فرمایش» نه مني، خو له بلې خوا بیا له روسیې او نورو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غوښتنې کوي.
هغه زیاتوي چې نړیوال هېوادونه، په ځانګړي ډول لوی او اقتصادي ځواکمن هېوادونه، خپلې پالیسۍ د خپلو ګټو پر اساس ټاکي او د نورو «فرمایشونه» نه مني.
میاخېل د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د داسې دریځونو په نړیوالو سطحو کې جدي اعتبار نه شي جوړېدای. هغه زیاته کړې چې دا ډول خبرې د نړیوال سیاست په ډګر کې «ځان پورې د خندا» سبب ګرځي، او د زدهکړو او کورنیو سیاستونو ترمنځ د تناقض ښکارندويي کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، متقي له بروور سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او د سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې او هغه ته یې په افغانستان کې د نوي ماموریت د پیل له امله د بریا هیله څرګنده کړه. نوموړي همداراز د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یادې ادارې د رخصتېدونکې مشرې کترینا ریتز، د خدمتونو ستاینه هم وکړه او په افغانستان کې یې د هغې د ماموریت پر مهال ترسره شوي فعالیتونه مهم وبلل.
په ورته وخت کې، جوهانیز بروور په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو طالب ادارو سره په نږدې همغږۍ کې بشري خدمتونو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، کترینا ریتز هم د خپلې دندې پر مهال د طالبانو د ادارو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او خپله کاري دوره یې «له لاسته راوړنو او ښو خاطرو ډکه» بللې ده.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري همکاریو پر پراختیا او د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.