• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ غواړي چې چین، ایران له امریکا سره یوې هوکړې ته نږدې کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره په لیدنه کې ترې وغواړي چې له ایران سره د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. خو دا لا روښانه نه‌ده، چې چین به تر کومه حده چمتو وي‌ پر ایران فشار راوړي او له تهران سره خپلې اړیکې زیانمنې کړي.

امریکايي چارواکي چین یو له هغو محدودو هېوادونو ګڼي، چې پر ایران اغېز لرلای شي. د دې اصلي لامل دا دی، چې چین په پراخه کچه د ایران تېل پېري او دا کار کولای شي د نفوذ د یوې وسیلې په توګه عمل وکړي.

د رویټرز د شننې له مخې؛ امریکا هیله لري چې بیجېنګ به تهران بېرته د خبرو مېز ته راولي او له واشنګټن سره د یوې هوکړې زمینه برابره کړي. له ایران سره جګړې د تېلو بیې خورا لوړې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند هم کمزوری ښکاري.

خو چین د ایران لپاره یوازې د تېلو پېرودونکی نه‌دی. ایران د بیجېنګ لپاره په منځني ختیځ کې یو ستراتیژیک شریک او په سیمه کې د امریکا د نفوذ پر وړاندې د توازن یوه وسیله ده.

له همدې امله شنونکي وايي، چې شي جېن پېنګ ښایي ایران خبرو اترو ته وهڅوي؛ خو دا شونې نه‌ده چې جدي فشار پرې راوړي یا د تهران لپاره د چین اقتصادي ملاتړ کم کړي.

چین له یوې خوا غواړي، چې د هرمز تنګی خلاص شي؛ ځکه د نړۍ د تېلو یوه مهمه برخه او د چین د اړتیا وړ ډېر تېل له همدې لارې تېرېږي؛ خو له بلې خوا د ایران او امریکا جګړې د واشنګټن پوځي او سیاسي پام د هند ـ ارام سمندر سیمې څخه اړولی دی، هغه سیمه چې د چین لپاره ډېره مهمه ده او د منځني ختیځ کړکېچ د امریکا تمرکز له یادې سیمې لرې کړی دی.

دغه دوه‌ګونی حالت چین دې ته اړ اېستی، چې په احتیاط عمل وکړي. د جګړې پای د چین اقتصاد ته ګټه لري؛ خو که ایران کمزوری شي او دا د امریکا په ګټه تمامه شي، نو د بیجېنګ لپاره به ستراتیژیک زیان ولري.

ډونالډ ټرمپ د سې‌‌شنبې په ورځ وویل، چې د ایران د قانع کولو لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه‌لري. د سپينې ماڼۍ ویاند هم وویل، د ایران حکومت پوهېږي چې اوسنی وضعیت یې دوامداره نه‌دی او ټرمپ ټول اړین وسایل په واک کې لري.

په مقابل کې په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند وویل، چې بیجېنګ د ایران پر وړاندې له یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی. هغه وویل، چې بېړنی لومړیتوب باید د جګړې د بېرته پیل مخنیوی وي؛ نه دا چې له اوسني وضعیت څخه د نورو هېوادونو د تورنولو لپاره استفاده وشي.

امریکا د چین د فشار لپاره ځینې وسایل لري؛ خو د هغو کارول اسانه نه‌دي. واشنګټن تر دې دمه یوشمېر چینایي شرکتونه د ایران د ملاتړ له امله تحریم کړي؛ خو کارپوهان وایي چې دغه بندیزونو د چین او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په جدي ډول نه‌دی درولی.

د کارپوهانو په وینا؛ اصلي فشار هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې امریکا د چینايي بانکونو پر وړاندې اقدام وکړي. ځینې بانکونه د ایران د تېلو په سوداګرۍ کې مهم رول لري؛ خو داسې اقدام ښايي واشنګټن ته هم لوی لګښت ولري.

د چینایي بانکونو تحریمول ښايي د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي جګړه یو ځل بیا توده کړي. دغه وضعیت کولی شي د تېرکال درنې تعرفې او سوداګریز کړکېچ بېرته راژوندی کړي او په امریکا کې د توکو او خامو موادو بیې لوړې کړي. دغه ډول پایلې د ډونالډ ټرمپ لپاره چې د ایران د جګړې له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، خطرناک تمامېدای شي.

چین هم خپل وسایل لري. د بیجېنګ تر ټولو مهمه وسیله حیاتي منرالونه او نادره ځمکني عناصر دي. دغه مواد د امریکا د صنعتونو لپاره ډېر اهمیت لري او چین د هغو د تصفیې او پروسس په برخه کې پراخه ونډه لري.

د امریکا او چین د سوداګریزې لانجې پرمهال بیجېنګ ګواښ کړی و، چې د دغه موادو عرضه به محدوده کړي. هماغه ګواښ مناسب و، چې لوېدیځ چارواکي اندېښمن کړي او دواړه لوري یو نازک سوداګریز اوربند ته ورسېږي.

له همدې امله د ایران موضوع د ټرمپ لپاره یوازې یوه ډیپلوماتیکه موضوع نه‌ده. هغه له چین نه مرسته غواړي؛ خو په ورته وخت کې نه غواړي له بیجېنګ سره نوې شخړه رامنځته کړي. چین هم غواړي جګړه نوره پراخه نه‌شي؛ خو نه غواړي ایران د امریکا تر فشار لاندې یوازې پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال کرټ کمپبل ویلي، چین د منځني ختیځ په اړه د امریکا له تجربې زده کړي چې باید په دغه سیمه کې تر حده زیات ښکېل نه‌شي. د هغه په وینا؛ دا به سخته وي، چې بیجېنګ دې د ایران په موضوع کې جدي مداخلې کولو ته اړ کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

مارکو روبیو: چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال دی خو اړیکې ورسره باید مدیریت شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال او «ستر دښمن» دی، خو له دې هېواد سره اړیکې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمې دي او باید په دقت مدیریت شي.

روبیو له فاکس نیوز شبکې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي، امریکا اړتیا لري چې له چین سره خپلې پېچلې اړیکې په ستراتیژیک ډول رهبري او تنظیم کړي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ګټې په ځینو برخو کې یو له بل سره په ټکر کې دي، خو دغه اختلافونه باید داسې مدیریت شي چې د جګړې مخه ونیول شي او نړیواله سوله او ثبات وساتل شي.

هغه د خبرو په یوه بله برخه کې د فارس خلیج د کړکېچونو په تړاو د چین رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي پر بیجینګ فشار راوړي څو د ایران اړوند کړکېچونو په راکمولو کې فعاله ونډه واخلي.

د روبیو په خبره، په سیمه کې وروستیو پېښو، د یوه چینایي بار وړونکي بېړۍ زیانمنېدو په ګډون، د بې‌ثباتۍ لوړه کچه په ډاګه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې چین له اقتصادي اړخه د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد رالېږد عادي کېدو ته اړتیا لري، ځکه که دا بهیر ګډوډ شي، د چینایي تولیداتو پر وړاندې تقاضا کمېدای شي او صادرات به یې سخت زیان وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، واشنګټن هیله لري چې چین د ایران د هڅولو لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي، څو په خلیج سیمه کې له هغو اقداماتو لاس واخلي چې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل کېږي.

سارا اډمز: د افغانستان له سقوط وروسته د القاعـ. ـده او داعـ. ـش فعالیتونه چټک شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې ای) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو له امله د القاعـ. ـده او داعـ. ـش په څېر وسله‌والو ډلو فعالیتونو د پام وړ چټکتیا موندلې ده.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې په بنغازي کې د ساحوي حضور له امله امنیتي ټیمونو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلې څېړنیزې هڅې او د پرانیستو سرچینو معلومات ښه همغږي او شریک کړي، څو نوې موخې، ځایونه او د لوړپوړو ترهګرو د شبکو اړوند کمزورۍ وپېژني.

هغې زیاته کړې چې د لیبیايي بهرنیو جنګیالیو د راټوکېدونکو ګواښونو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د نوموړې په وینا، دغه جنګیالي اوس خپل نفوذ او عملیاتي شبکې بېرته شمالي افریقا ته لېږدوي او فعالیتونه یې یوازې په یوه جګړه‌ییز ډګر پورې محدود نه دي.

سارا اډمز ټینګار کړی: «تاریخ په بېلابېلو بڼو بیا تکرارېږي، خو بنسټیزې بڼې یې یو شان پاتې دي. موږ باید نه یوازې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو، بلکې له ترهګرو هم یو ګام مخکې پاتې شو.»

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان، سوریه، سومالیا او مالي کې د القاعده او داعش وروستیو بریاوو روانه دوره لا خطرناکه کړې ده.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال امنیتي بنسټونه په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو ډلو د بیا منظمېدو او پراخېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

متحده عربي اماراتو د ایران د جګړې پر مهال د نتنیاهو د پټ سفر ادعا رد کړه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱

متحده عربي اماراتو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر هغه ادعا رد کړې چې ګواکې نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال اماراتو ته پټ سفر کړی او هلته یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

الجزیرې د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي وو: «بنیامین نتنیاهو متحده عربي اماراتو ته یو پټ سفر ترسره کړی او د اماراتو له ولسمشر سره یې لیدنه کړې ده.»

خو د اماراتو رسمي خبري اژانس (وام) دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات د بنیامین نتنیاهود سفر او یا هم د کوم اسراییل پوځي پلاوي د کوربتوب ادعا نه مني.

د اماراتو په اعلامیه کې راغلي: «د اسراییلو سره زموږ اړیکې ښکاره او د ابراهیمي هوکړو په چوکاټ کې رامنځته شوې دي، چې په رسمي ډول اعلان شوې دي.»

اعلامیه زیاتوي چې د اماراتو او اسراییل اړیکې پر پټو ترتیباتو او محرمیت نه دي ولاړې، او هره هغه ادعا چې د نااعلان شوو سفرونو یا پټو هوکړو په اړه مطرح کېږي، تر هغه بې‌بنسټه ګڼل کېږي چې د اماراتو رسمي ادارې یې تایید نه کړي.

متحده عربي اماراتو همداراز له رسنیو غوښتي چې د خبرونو د خپرولو پر مهال دقت وکړي او له هغو راپورونو ډډه وکړي چې رسمي تایید نه لري یا د سیاسي تعبیرونو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د روانو کړکېچونو او د ایران–اسراییل د اړیکو د ترینګلتیا له امله، د منځني ختیځ هېوادونو هر ډول سیاسي او دیپلوماتیک تحرکات د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی.

د اسراییل بریدونو او مرګ‌ژوبلې د لبنان روغتیايي نظام د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱

د لبنان روغتیايي سکټور د جګړې د پراخېدو، د ټپیانو د شمېر د زیاتوالي او د اسراییل له لوري پر روغتیايي مرکزونو د دوامداره بریدونو له امله له سخت بحران سره مخ شوی او د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

الجزیره شبکې راپور ورکړی، چې د لبنان روغتیايي سیستم د جګړې له پیل راهیسې د پرله‌پسې فشارونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی او د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا یې کمه شوې ده.

د راپور له مخې، د مارچ میاشتې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې نږدې ۹زره کسان ټپیان شوي او له ۱۰۰زیات روغتیايي کارکوونکي او ژغورونکي هم وژل شوي دي.

الجزیرې زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۲۰۰ماشومان شامل دي او شاوخوا ۸۰۰نور ماشومان ټپیان شوي دي، چې دا د ملکي وګړو د لوړې مرګ‌ژوبلې څرګندونه کوي.

حسین، هغه ماشوم چې په یوه برید کې ټپي شوی، الجزیرې ته ویلي: «زه د امبولانس ترڅنګ په لوبو بوخت وم چې د جنګي الوتکو غږ مو واورېد. مور مې کور ته راوغوښتم، خو له هغې وروسته چاودنه وشوه.»

هغه زیاته کړې: «ځمکې ته وغورځېدم او وروسته یوازې دومره راپه یاد دي چې د خپل پلار په غېږ کې وم.»

د هغه پلار وایل، چې خپله د ژغورنې کارکوونکی دی، ویلي که څه هم مخکې یې ورته ګڼې پېښې لیدلې وې، خو د خپلې کورنۍ ژغورل ورته تر ټولو سخت او دردناک کار و.

راپورونه ښيي چې د جګړې دوام او پر روغتیايي تاسیساتو بریدونه نه یوازې د ټپیانو د درملنې چارې له ستونزو سره مخ کړې، بلکې د لبنان روغتیايي نظام یې هم د پراخې انساني ناورین پر لور ټېل وهلی دی.

د روسیې سفیر: طالبان دې د زده‌کړو په ګډون بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لپاره د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي، چې د طالبان باید په افغانستان کې د اساسي بشري حقونو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق ته درناوی وکړي او د ټولنې ټولو قشرونو ته د بنسټیزو حقونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې له ټي ‌ايس ار په نوم یوه پوډکاسټ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي: «بنسټیز بشري حقونه باید د نړۍ له ټولو حکومتونو، په ګډون د افغانستان اوسني حکومت، له خوا رعایت شي. هیله لرم چې اوسنی حکومت دا موضوع درک کړي.»

خوریف زیاته کړې چې د یوې ټولنې، په ځانګړي ډول د نجونو، له زده‌کړې پرته د افغانستان پرمختګ او پراختیا ناشونی دی.

هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې له اوسېدو راضي دی او ځان خوندي احساسوي. د هغه په وینا، د پاکستان د اوسني وضعیت پرتله د کابل له هغو کلونو سره کوي چې هلته یې دنده ترسره کوله، او اوس د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ژوند کولو له امله زیات امنیت احساسوي.

دغه روسي ډیپلومات چې کلونه یې په افغانستان کې د لوړپوړي سفیر په توګه دنده ترسره کړې، وایي چې اوس مهال د پاکستان امنیتي وضعیت هم ورو ورو بدلون مومي او د ده په وینا ناامني په ځینو سرحدي سیمو کې افغانستان ته نږدې خپرېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د ښځو پر کار، تعلیم او ټولنیز حضور یې ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي. سره له دې چې نړیوالو بنسټونو پرله‌پسې غوښتنې کړې، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې بدلون نه دی راوستی.

په نړیواله کچه یو شمېر بشري حقونو بنسټونه د افغانستان اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه یادوي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د طالبانو له ادارې سره نږدې اړیکې لري او دا مهال یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.