• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تحریک انصاف ګوند: عمران خان د یوې سترګې لید په بشپړه توګه له لاسه ورکړی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا ادعا کړې، چې د دغه ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران د زندان دننه وهل کېږي او ناسم چلند ورسره کېږي. د هغه په وینا؛ نوموړي د یوې سترګې لید په بشپړه توګه له لاسه ورکړی.

هغه د پاکستان سترې محکمې مخې ته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي له سختو روغتيايي ګواښونو سره مخامخ دي او د محکمې له‌خوا له هغوی سره د ملاقات په اړه صادر شوي امرونه نه عملي کېږي.
نوموړي د کوم چا د نوم اخیستو پرته زياته کړې، چې وړاندې د يو بل سياسي بندي لپاره په زندان کې ټولې اسانتياوې برابرې شوې وې؛ خو د عمران خان په اړه جدي بې‌غوري روانه ده.
سلمان اکرم راجا م همدارنګه وويل، چې دوی په دې اړه په ستره محکمه کې عريضه هم کړې؛ خو تراوسه یې اورېدنه نه‌ده شوې. د هغه په وينا؛ ټولو قانوني لارو ته مراجعه شوې، خو اوس به خپل دريځ او خبره د ولس مخې ته ږدي.
تر دې وړاندې د خيبرپښتونخوا سر وزير سهيل اپريدي او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خويندو په سملاسي ډول روغتون ته د درملنې لپاره د عمران خان او د هغه د مېرمنې د لېږد غوښتنه کړې وه. اپریدي ګواښ کړی و، که تر یوې اونۍ عمران خان روغتون ته ونه‌لېږدول شي؛ نو «بیا به له سخت چلند سره راشو».

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

ماهرنګ بلوڅ: بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تربلې تنګېږي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، په بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تر بلې تنګېږي او هغه کسان چې د عدالت او حق غوښتنه کوي له ګواښونو او فشارونو سره مخامخ کېږي.

ماهرنګ بلوڅ زیاته کړې، نظار مري بلوڅ چې د بشري حقونو فعال او د بلوڅانو د يووالي غورځنګ غړی دی؛ په جبري توګه بې‌درکه شوی او تراوسه يې د برخليک په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

همدارنګه د ذېشان ظهير بلوڅ پلار ظهير احمد له ۲۰۱۵کال راهيسې بې‌درکه دی، هغه د ۲۰۲۵کال د جون پر ۲۹مه وژل شوی دی. د هغه کورنۍ وايي، دوی له کلونو راهيسې د جبري بې‌درکيو له درد او کړاو سره مخ دي.

نوموړې وايي، چې د ذېشان خور ادیبه بلوڅ د پاکستان حکومت له‌خوا اړ اېستل شوې؛ څو په يوې خبري غونډه کې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ څخه د بېلتون اعلان وکړي. د بشري حقونو پلويان دغه چاره پر کورنيو د رواني فشار يوه بېلګه بولي.

هغه زیاتوي، فوزيه بلوڅ چې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ فعاله غړې ده؛ هغه هم له فشارونو سره مخامخ شوې ده. د هغې ورور دادشاه د ۲۰۲۶کال (د اپرېل په ۲۱مه) له خپل کور څخه بې‌درکه کړل شوی دی.
راپورونه ښیي، کله چې فوزيې د خپل ورور د موندلو او عدالت غوښتنه وکړه؛ نو نوموړې او د هغې د کورنۍ غړي نيول شوي، وهل شوي او وروسته بېرته خوشې کړل شوي دي. د ماهرنګ په وینا؛ په بلوچستان کې د سياسي او مدني فعالانو پرضد روان اقدامات د اندېښنې وړ دي او د خلکو د بنسټيزو حقونو د محدودېدو څرګندونه کوي.

د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ټينګار کړی، چې د دوی غورځنګ سوله‌ييز دی او خپلو فعاليتونو ته به په همدې ډول دوام ورکړي. نوموړې د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کړې، چې د بلوچستان روان وضعيت ته جدي پام وکړي او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له پاکستان حکومته حساب وغواړي.

ټرمپ د چین ولسمشر ته: زموږ اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې له شي جېن پېنګ سره یې اړیکه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ تر ټولو اوږده اړیکه وه او دا یې «ستر ویاړ» وباله. هغه ټینګار وکړ، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې به «تر بل هر وخت ښې شي».

ټرمپ وویل، هرکله چې کومه ستونزه پېښه شوې نو دواړه خواوو په مستقیم ډول حل کړې او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د اړیکو راتلونکی به «ډېر ښه» وي.
ټرمپ د شي جېن پېنګ ستاینه وکړه، هغه یې یو «لوی مشر» وباله او ویې ویل، چې هغه چین او د دغه هېواد لاسته راوړنو ته درناوی لري. ټرمپ دغه لیدنه «یوه ستره ناسته» وبلله او ویې ویل، چې په امریکا کې هرڅوک د هغې په اړه خبرې کوي.

100%

ټرمپ او شي جېن پېنګ په ځایي وخت د پنجشنبې په سهار (د غویي ۲۴مه) په بیجېنګ کې «د خلق لوی تالار» مخې ته د چینایي پوځي پرسونل د هرکلي مراسمو او پریډ کې ګډون وکړ.
په دغه مراسمو کې د امریکا او چین ولسمشرانو د سان پوځي ځواکونو سره ولیدل.

100%

په بیجېنګ کې له ټرمپ سره د لیدنې پرمهال شي جېن پېنګ هیله څرګنده کړه، چې ۲۰۲۶کال به د چین او امریکا د اړیکو لپاره یو تاریخي کال او د بدلون ټکی وي. شي جېن پېنګ وويل، هغه په دې باور دی چې د چين او امريکا ترمنځ د اختلافاتو پرتله ګډې ګټې ډېرې دي.
هغه د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ثبات د نړۍ لپاره یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، لېواله دی چې له ټرمپ سره پر مهمو مسلو بحث او خبرې وکړي. ورته مهال سپینې ماڼۍ راپور ورکړی، شي جېن پېنګ ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې چین به ایران ته وسلې نه ورکوي.

ټرمپ غواړي چې چین، ایران له امریکا سره یوې هوکړې ته نږدې کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره په لیدنه کې ترې وغواړي چې له ایران سره د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. خو دا لا روښانه نه‌ده، چې چین به تر کومه حده چمتو وي‌ پر ایران فشار راوړي او له تهران سره خپلې اړیکې زیانمنې کړي.

امریکايي چارواکي چین یو له هغو محدودو هېوادونو ګڼي، چې پر ایران اغېز لرلای شي. د دې اصلي لامل دا دی، چې چین په پراخه کچه د ایران تېل پېري او دا کار کولای شي د نفوذ د یوې وسیلې په توګه عمل وکړي.

د رویټرز د شننې له مخې؛ امریکا هیله لري چې بیجېنګ به تهران بېرته د خبرو مېز ته راولي او له واشنګټن سره د یوې هوکړې زمینه برابره کړي. له ایران سره جګړې د تېلو بیې خورا لوړې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند هم کمزوری ښکاري.

خو چین د ایران لپاره یوازې د تېلو پېرودونکی نه‌دی. ایران د بیجېنګ لپاره په منځني ختیځ کې یو ستراتیژیک شریک او په سیمه کې د امریکا د نفوذ پر وړاندې د توازن یوه وسیله ده.

له همدې امله شنونکي وايي، چې شي جېن پېنګ ښایي ایران خبرو اترو ته وهڅوي؛ خو دا شونې نه‌ده چې جدي فشار پرې راوړي یا د تهران لپاره د چین اقتصادي ملاتړ کم کړي.

چین له یوې خوا غواړي، چې د هرمز تنګی خلاص شي؛ ځکه د نړۍ د تېلو یوه مهمه برخه او د چین د اړتیا وړ ډېر تېل له همدې لارې تېرېږي؛ خو له بلې خوا د ایران او امریکا جګړې د واشنګټن پوځي او سیاسي پام د هند ـ ارام سمندر سیمې څخه اړولی دی، هغه سیمه چې د چین لپاره ډېره مهمه ده او د منځني ختیځ کړکېچ د امریکا تمرکز له یادې سیمې لرې کړی دی.

دغه دوه‌ګونی حالت چین دې ته اړ اېستی، چې په احتیاط عمل وکړي. د جګړې پای د چین اقتصاد ته ګټه لري؛ خو که ایران کمزوری شي او دا د امریکا په ګټه تمامه شي، نو د بیجېنګ لپاره به ستراتیژیک زیان ولري.

ډونالډ ټرمپ د سې‌‌شنبې په ورځ وویل، چې د ایران د قانع کولو لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه‌لري. د سپينې ماڼۍ ویاند هم وویل، د ایران حکومت پوهېږي چې اوسنی وضعیت یې دوامداره نه‌دی او ټرمپ ټول اړین وسایل په واک کې لري.

په مقابل کې په واشنګټن کې د چین سفارت ویاند وویل، چې بیجېنګ د ایران پر وړاندې له یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی. هغه وویل، چې بېړنی لومړیتوب باید د جګړې د بېرته پیل مخنیوی وي؛ نه دا چې له اوسني وضعیت څخه د نورو هېوادونو د تورنولو لپاره استفاده وشي.

امریکا د چین د فشار لپاره ځینې وسایل لري؛ خو د هغو کارول اسانه نه‌دي. واشنګټن تر دې دمه یوشمېر چینایي شرکتونه د ایران د ملاتړ له امله تحریم کړي؛ خو کارپوهان وایي چې دغه بندیزونو د چین او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په جدي ډول نه‌دی درولی.

د کارپوهانو په وینا؛ اصلي فشار هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې امریکا د چینايي بانکونو پر وړاندې اقدام وکړي. ځینې بانکونه د ایران د تېلو په سوداګرۍ کې مهم رول لري؛ خو داسې اقدام ښايي واشنګټن ته هم لوی لګښت ولري.

د چینایي بانکونو تحریمول ښايي د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي جګړه یو ځل بیا توده کړي. دغه وضعیت کولی شي د تېرکال درنې تعرفې او سوداګریز کړکېچ بېرته راژوندی کړي او په امریکا کې د توکو او خامو موادو بیې لوړې کړي. دغه ډول پایلې د ډونالډ ټرمپ لپاره چې د ایران د جګړې له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، خطرناک تمامېدای شي.

چین هم خپل وسایل لري. د بیجېنګ تر ټولو مهمه وسیله حیاتي منرالونه او نادره ځمکني عناصر دي. دغه مواد د امریکا د صنعتونو لپاره ډېر اهمیت لري او چین د هغو د تصفیې او پروسس په برخه کې پراخه ونډه لري.

د امریکا او چین د سوداګریزې لانجې پرمهال بیجېنګ ګواښ کړی و، چې د دغه موادو عرضه به محدوده کړي. هماغه ګواښ مناسب و، چې لوېدیځ چارواکي اندېښمن کړي او دواړه لوري یو نازک سوداګریز اوربند ته ورسېږي.

له همدې امله د ایران موضوع د ټرمپ لپاره یوازې یوه ډیپلوماتیکه موضوع نه‌ده. هغه له چین نه مرسته غواړي؛ خو په ورته وخت کې نه غواړي له بیجېنګ سره نوې شخړه رامنځته کړي. چین هم غواړي جګړه نوره پراخه نه‌شي؛ خو نه غواړي ایران د امریکا تر فشار لاندې یوازې پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال کرټ کمپبل ویلي، چین د منځني ختیځ په اړه د امریکا له تجربې زده کړي چې باید په دغه سیمه کې تر حده زیات ښکېل نه‌شي. د هغه په وینا؛ دا به سخته وي، چې بیجېنګ دې د ایران په موضوع کې جدي مداخلې کولو ته اړ کړي.

مارکو روبیو: چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال دی خو اړیکې ورسره باید مدیریت شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال او «ستر دښمن» دی، خو له دې هېواد سره اړیکې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمې دي او باید په دقت مدیریت شي.

روبیو له فاکس نیوز شبکې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي، امریکا اړتیا لري چې له چین سره خپلې پېچلې اړیکې په ستراتیژیک ډول رهبري او تنظیم کړي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ګټې په ځینو برخو کې یو له بل سره په ټکر کې دي، خو دغه اختلافونه باید داسې مدیریت شي چې د جګړې مخه ونیول شي او نړیواله سوله او ثبات وساتل شي.

هغه د خبرو په یوه بله برخه کې د فارس خلیج د کړکېچونو په تړاو د چین رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي پر بیجینګ فشار راوړي څو د ایران اړوند کړکېچونو په راکمولو کې فعاله ونډه واخلي.

د روبیو په خبره، په سیمه کې وروستیو پېښو، د یوه چینایي بار وړونکي بېړۍ زیانمنېدو په ګډون، د بې‌ثباتۍ لوړه کچه په ډاګه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې چین له اقتصادي اړخه د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد رالېږد عادي کېدو ته اړتیا لري، ځکه که دا بهیر ګډوډ شي، د چینایي تولیداتو پر وړاندې تقاضا کمېدای شي او صادرات به یې سخت زیان وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، واشنګټن هیله لري چې چین د ایران د هڅولو لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي، څو په خلیج سیمه کې له هغو اقداماتو لاس واخلي چې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل کېږي.

سارا اډمز: د افغانستان له سقوط وروسته د القاعـ. ـده او داعـ. ـش فعالیتونه چټک شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې ای) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو له امله د القاعـ. ـده او داعـ. ـش په څېر وسله‌والو ډلو فعالیتونو د پام وړ چټکتیا موندلې ده.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې په بنغازي کې د ساحوي حضور له امله امنیتي ټیمونو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلې څېړنیزې هڅې او د پرانیستو سرچینو معلومات ښه همغږي او شریک کړي، څو نوې موخې، ځایونه او د لوړپوړو ترهګرو د شبکو اړوند کمزورۍ وپېژني.

هغې زیاته کړې چې د لیبیايي بهرنیو جنګیالیو د راټوکېدونکو ګواښونو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د نوموړې په وینا، دغه جنګیالي اوس خپل نفوذ او عملیاتي شبکې بېرته شمالي افریقا ته لېږدوي او فعالیتونه یې یوازې په یوه جګړه‌ییز ډګر پورې محدود نه دي.

سارا اډمز ټینګار کړی: «تاریخ په بېلابېلو بڼو بیا تکرارېږي، خو بنسټیزې بڼې یې یو شان پاتې دي. موږ باید نه یوازې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو، بلکې له ترهګرو هم یو ګام مخکې پاتې شو.»

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان، سوریه، سومالیا او مالي کې د القاعده او داعش وروستیو بریاوو روانه دوره لا خطرناکه کړې ده.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال امنیتي بنسټونه په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو ډلو د بیا منظمېدو او پراخېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.