• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۶۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۶۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، چې تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۴۸۱ کسان د تورخم له لارې او ۸۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. افغانستان ته په جبري او یا په خپله خوښه ستنېدونکي افغانان بیا له سختو کړاوونو سره مخ دي.
یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د یادو کډوالو په خبره؛ د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او په دې برخه کې ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي خورا کم دي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

محمودخان اڅکزی: د پاکستان حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږ پورته شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱
محمودخان اڅکزی: د پاکستان حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږ پورته شوی
100%

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ويلي، د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه پورته شوي. هغه خبرداری ورکړی، که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته غږ راپورته شي.

هغه دغه خبرې «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» يوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي.

محمودخان اڅکزي ويلي، هېواد د ګواښونکو حالاتو پر لور روان دی. نوموړي زیاته کړې، هغو کسانو چې ولسواکي تر پښو لاندې کړې؛ د قانون او ولس پر وړاندې مسوول دي.

محمود خان اڅکزي وړاندې ویلي، لکه څنګه چې د ۱۸م اساسي قانوني بدلون پرمهال سياسي ګوندونه سره راټول شوي وو؛ اوس هم بايد ټول سياسي مشران د اساسي قانون د خونديتوب لپاره ګډ ګام پورته کړي.
هغه د نوازشریف، اصف زرداري او د مولانا فضل الرحمان نومونه ياد کړي او ويلي یې دي، که سياسي مشران يو ځل بيا د اساسي قانون د ژغورلو لپاره سره يو نه‌شي؛ نو حالات به نور هم کړکېچن شي.

محمودخان اڅکزي ادعا کړې ده، چې د اسراییل له زندانونو زيات بنديان د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېږي. هغه وويل، د حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه راپورته شوي او بايد پام وشي؛ څو په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته حالت رامنځته نه‌شي.
نوموړي د ۲۶م او ۲۷م اساسي قانوني بدلونونو ملاتړ کوونکي هم تر نيوکو لاندې ونيول او ويې ويل، د پاکستان اساسي قانون د هېواد د يووالي بنسټ دی او که اساسي قانون کمزوری شي؛ نو هېواد به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

طالبان وايي په کونړ کې یې ۴ ښځې د سوال کولو په نوم د «فحشا» د ترویج په تور نیولې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۱
طالبان وايي په کونړ کې یې ۴ ښځې د سوال کولو په نوم د «فحشا» د ترویج په تور نیولې دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په کونړ کې یې ۴ سوالګرې ښځې «د فحشا» د ترویج په تور نیولې دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې د سیمې د اوسېدونکو، قومي مشرانو او جوماتونو د امامانو د پرله‌پسې غوښتنو وروسته یې دغه اقدام کړی.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) ویلي، چې نیول شوې ښځې له سهاره تر ماښامه د سوال کولو په پلمه د اسعداباد ښار په هټیو او بازارونو کې ګرځېدې او خپل د ټېلیفون شمېرې یې خلکو ته ورکولې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت زیاته کړې، چې دغه ښځې به د «شرعي طرزالمعملونو» لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ټولنې د اخلاقي امنیت د ډاډمنولو او د خلکو د مشروع غوښتنو» د پوره کولو لپاره به له شرعي اصولو سره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

طالبانو د نیول شویو ښځو د هویت او نیونې په تړاو د نورو جزییاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تازه له ایران او پاکستان نه تر ۵زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
تازه له ایران او پاکستان نه تر ۵زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د غویي ۲۳مه) ۹۷۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۲۲۹ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۷۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۴۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۴۲ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ له یادو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي. همداراز د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ له دې ډلې ۱۱۷۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدشاهي لوبغالي برخلیک؛ د فوټبال نړۍوال معیار لرونکی لوبغالی د غېږ نیونې په ډګر بدل شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
د احمدشاهي لوبغالي برخلیک؛ د فوټبال نړۍوال معیار لرونکی لوبغالی د غېږ نیونې په ډګر بدل شوی
100%

په کندهار کې احمدشاهي لوبغالی چې څو کاله وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون، د المپیک ملي ادارې او ځایي ادارې په همکارۍ د شاوخوا یو مېلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی و؛ اوس د فوټبال پرځای د غېږ نیونې سیالیو لپاره کارول کېږي.

کندهار کې د فوټبال فدراسیون یوه پخواني کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، احمدشاهي لوبغالی د نړۍوال معیار له مخې جوړ شوی مصنوعي چمن لري او د دغه میدان ساتنه ځانګړو اصولو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «دغه میدان په عادي ډول نه‌دی جوړ شوی، د مصنوعي چمن لاندې ځانګړی تخنیکي سیستم، ډرېناژ او معیاري طبقات کارول شوي دي. یوازې د فوټبال ځانګړي بوټان باید ورباندې استعمال شي؛ خو اوس ورباندې هر ډول خلک درانه بوټان او د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي. خلک ژاولې، بوتلان، زوڼي او نور خوراکي توکي ورباندي غورځوي چې د میدان عمر کموي».

د نوموړي په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA) د مصنوعي میدانونو لپاره ځانګړي مقررات لري او په داسې میدانونو کې د فوټبال پرته د نورو فعالیتونو دوام د نړۍوالو معیارونو خلاف ګڼل کېږي.

د کندهار یوشمېر فوټبال لوبغاړي وايي، د غېږنیونې دوامداره سیالیو او په لوبغالي کې د توکو غورځولو د میدان کیفیت ته زیان رسولی او د لوبغاړو لپاره یې د تمرین چاپېریال محدود کړی دی.

د کندهار یو ځوان لوبغاړی محمد اکرم په دې اړه وايي: «موږ ته له کلونو وروسته دغه یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، چې په ډېر شوق مو لوبې ورباندې کولې؛ خو اوس د فوټبال پر ځای په‌کې غېږ اېستل کېږي. کله چې غېږنیونه ترسره شي سلګونه کسان میدان ته داخلېږي او مصنوعي چمن ته زیان رسېږي».

د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال
100%
د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال

یو بل لوبغاړی ضیاءالدین هم وايي: «په مصنوعي میدان کې ژاولې، عادي بوټان او درانه تګ‌راتګ یا غېږ نیول جدي زیان رسوي. که همداسې دوام وکړي، دغه میدان به په لنډ وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړي».

د کندهار یوشمېر د فوټبال مینه‌وال هم اندېښنه لري، چې د لوبغالي ناسمه کارونه به د مېلیونونه ډالرو په ارزښت پروژه له‌منځه یوسي. د کندهار د فوټبال نندارچیان او د فوټبال لوبغاړي وایي، غېږنیونه خپله دودیزه لوبه ده او ځانګړی ځای لري، مخکې دغه سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ او نورو سېمو کې د شګو په میدانونو کې ترسره کېدې؛ خو اوس یې فوټبال لوبغالي ته راوړې دي.

د سیمې خلک وايي، له هغه وروسته چې سږکال په کندهار کې د شالمار مېلې موسم پیل شوی؛ د غېږنیونې سیالۍ په دوامداره ډول احمدشاهي لوبغالي ته انتقال شوې دي. د دوی په خبره؛ د دغه سیالیو پرمهال د خلکو پراخ حضور، بې‌نظمه تګ‌راتګ او د میدان نامسلکي کارونه د مصنوعي چمن د خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.

ورزشي څارونکي وايي، که په نړۍوال معیار جوړ شوي میدانونه د خپلو اصلي موخو پر ځای د نورو فعالیتونو لپاره وکارول شي نه یوازې د پروژو مالي ارزښت له‌منځه ځي؛ بلکې د لوبغاړو راتلونکی هم زیانمنېږي.

دوی ټینګار کوي، چې د ورزش او بدني روزنې مسوولین باید د میدان د ساتنې لپاره واضح اصول عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د فوټبال معیاري لوبغالی په دوامداره ډول د نورو سیالیو لپاره وکارول شي.

ماهرنګ بلوڅ: بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تربلې تنګېږي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
ماهرنګ بلوڅ: بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تربلې تنګېږي
100%

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، په بلوچستان کې د سوله‌ييزو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره فضا ورځ تر بلې تنګېږي او هغه کسان چې د عدالت او حق غوښتنه کوي له ګواښونو او فشارونو سره مخامخ کېږي.

ماهرنګ بلوڅ زیاته کړې، نظار مري بلوڅ چې د بشري حقونو فعال او د بلوڅانو د يووالي غورځنګ غړی دی؛ په جبري توګه بې‌درکه شوی او تراوسه يې د برخليک په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

همدارنګه د ذېشان ظهير بلوڅ پلار ظهير احمد له ۲۰۱۵کال راهيسې بې‌درکه دی، هغه د ۲۰۲۵کال د جون پر ۲۹مه وژل شوی دی. د هغه کورنۍ وايي، دوی له کلونو راهيسې د جبري بې‌درکيو له درد او کړاو سره مخ دي.

نوموړې وايي، چې د ذېشان خور ادیبه بلوڅ د پاکستان حکومت له‌خوا اړ اېستل شوې؛ څو په يوې خبري غونډه کې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ څخه د بېلتون اعلان وکړي. د بشري حقونو پلويان دغه چاره پر کورنيو د رواني فشار يوه بېلګه بولي.

هغه زیاتوي، فوزيه بلوڅ چې د بلوڅانو د يووالي غورځنګ فعاله غړې ده؛ هغه هم له فشارونو سره مخامخ شوې ده. د هغې ورور دادشاه د ۲۰۲۶کال (د اپرېل په ۲۱مه) له خپل کور څخه بې‌درکه کړل شوی دی.
راپورونه ښیي، کله چې فوزيې د خپل ورور د موندلو او عدالت غوښتنه وکړه؛ نو نوموړې او د هغې د کورنۍ غړي نيول شوي، وهل شوي او وروسته بېرته خوشې کړل شوي دي. د ماهرنګ په وینا؛ په بلوچستان کې د سياسي او مدني فعالانو پرضد روان اقدامات د اندېښنې وړ دي او د خلکو د بنسټيزو حقونو د محدودېدو څرګندونه کوي.

د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ټينګار کړی، چې د دوی غورځنګ سوله‌ييز دی او خپلو فعاليتونو ته به په همدې ډول دوام ورکړي. نوموړې د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کړې، چې د بلوچستان روان وضعيت ته جدي پام وکړي او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له پاکستان حکومته حساب وغواړي.