طالبان د هبتالله په امر په کندهار کې د «جامعه عمر» د دریو برخو جوړولو چارې پیلوي

د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د کندهار په ولایت کې د «جامعه عمر» د دریو برخو د جوړولو او پراختیا چارې په رسمي ډول پیل شي.

د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د کندهار په ولایت کې د «جامعه عمر» د دریو برخو د جوړولو او پراختیا چارې په رسمي ډول پیل شي.
د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په دې موخه، د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین اخوند په خپل کاري دفتر کې د یادې ډلې د کور او ښار جوړولو وزارت د کورونو او ودانیزو چارو له معیین مولوي ګلزرین صابر او مل پلاوي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د کندهار د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالحنان حامد هم حضور درلود.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت معین ویلي چې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس به د جامعه عمر د درېیو برخو د جوړولو چارې پیل شي.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې د جامعې د څلورو منارونو جوړول، د اوبو ذخیرې جوړول او د کتابتون جوړول شامل دي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
بلخوا، د کندهار والي ویلي چې جامعه عمر د ملا محمد عمر یادګار دی او طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري.
د دغه جومات او جامعې چارې، چې د یوې پخوانۍ سینما پرځمکه جوړیږي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې پیل شوې او د بنسټ ډبره یې ملا عمر ایښې وه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستيال حمدالله زاهد روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوړو خونديتوب د تنظيم ادارې له مسولينو سره د خوړو د خونديتوب او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خوړو خونديتوب، د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو او د خوندي او معیاري سوداګرۍ لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول معیارونو پر همغږۍ او د صادراتو او وارداتو د بهیر د ښه والي لپاره پر ګډو تخنیکي همکاریو هم ټینګار شوی دی.
همدا راز، دواړو لوریو د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه اړخیز هوکړهلیک د لاسلیکولو، د سوداګرۍ پر وړاندې د موجوده ستونزو د حل، د ترانسپورټي خنډونو، معیاري بستهبندۍ او د سړو خونو د کمښت په اړه هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د طالبانو او روسيې دغو چارواکو ژمنه کړې چې د یادو ستونزو د حل لپاره به ګډې همکارۍ او تخنیکي همغږۍ لا پراخې کړي.
د مې په ۱۳مه د تاشکند فارما پارک د درمل جوړونې په مرکز کې د ازبکستان-افغانستان سوداګریز فورم او نوې سوداګریزې ناستې شوې او د نویو هوکړو او د افغانستان په بازارونو کې د ازبک درمل جوړوونکو د درملو د وړاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.
د ازبکستان او طالبانو ترمنځ د سوداګریزو-اقتصادي همکاریو د پراخولو په چوکاټ کې د درمل جوړونې په برخه کې د دواړو خواوو پلاوي تګ او راتګ کوي.
د ازبکستان د رسنیو د رپوټ له مخې، په روان کال کې د ازبکستان د طبي او درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې پلاوي کابل او مزارشریف ته سفر درلود او د طالبانو د روغتیا وزارت، د درملو د څار ادارو، اړوندو دولتي بنسټونو، توزیع کوونکو او سوداګریزو کړیو له استازو سره خبرې اترې وشوې.
همدارنګه د سوداګرۍ فورمونه او سوداګریزې ناستې برابرې شوې، چې په پایله کې د همکارۍ د پراخولو، د صادراتي ظرفیت د لوړولو، د درملو د ثبت د کړنلارو د اسانه کولو او د اداري خنډونو د کمولو په اړه هوکړې ترلاسه شوې.
د دغو هوکړو د دوام په توګه، د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۲مې څخه تر ۱۵ پورې د طالبانو پلاوي ازبکستان ته سفر کړی و. د مې په ۱۳مه د تاشکند فارما پارک د درمل جوړونې په مرکز کې د ازبکستان-افغانستان سوداګریز فورم او نوې سوداګریزې ناستې ترسره شوې.
په خبرو کې د مخکېنیو هوکړو د پلي کېدو، د نویو قراردادونو د لاسلیک، د مستقیمو شراکتونو د پراختیا او د افغانستان په بازارونو کې د ازبک درمل جوړونکو د محصولاتو وړاندې کولو په اړه خبرې شوې دي.
د دې پروګرام په چوکاټ کې د کورنیو درملو، طبي وسایلو او تجهیزاتو د تولیدوونکو د محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و.
طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندیدو وروسته له هند او ازبکستان سره د درملو په برخه کې همکارۍ ډېرې کړې دي.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې لري، د مولوي هبتالله اخوندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۴مه وویل، چې د زوجینو د تفریق اصولنامه د ملا هبتالله اخوندزاده لهخوا توشیح او په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
په یاده اصولنامه کې یوه مقدمه، دوه بابونه، ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې شاملې دي چې په بېلابېلو حالتونو کې د خاوند او مېرمن ترمنځ د تفریق یا بېلتون شرطونه پکې بیان شوي او قاضي ته صلاحیت ورکړل شوی دی چې د یادو شرطونو د شتون په صورت کې هغه میړه او مېرمن چې د تفریق لپاره مراجعه کوي، د تفریق حکم ورکړي.
د یادې اصولنامې په پنځمه ماده کې راغلي:« که له پلار او نیکه پرته له خپلوانو څخه یو، د ماشوم یا ماشومې د نکاح عقد، له کفو سره په مهر مثل باندې وکړي، عقد صحیح دی، خو د بلوغ په وخت کې د نکاح د عقد د فسخې اختیار د یاد شوي ماشوم یا ماشومې لپاره دی، البته دغه فسخ به د محکمې په حکم سره صورت مومي.»
د اصولنامې له یادې مادې څخه ښکاري، چې د نجلۍ او هلک نکاح په ماشومتوب کې هم کېږي، خو له بلوغ وروسته یې بیا په خپله خوښه فسخه کولی شي.
په نهمه ماده کې راغلي، چې که یوه نجلۍ بالغه شي او غواړي د خپلې پخواني نکاح تړون فسخ کړي، نو د دې لپاره د شاهدانو موجودیت اړین ګڼل کېږي. په عمومي ډول دوه نارینه شاهدان، یا یو نارینه او دوه ښځینه شاهدانې وړاندې کېږي، څو د نکاح د فسخ ادعا ثابته شي.
په ماده کې راغلي، چې که د نکاح د تړون په وخت کې داسې شاهدان موجود نه وي، نو بیا ښځه په خپله ژبه هم خپله ادعا څرګندولی شي، لکه دا چې ووایي: «ما له فلاني سره شوی نکاح فسخ کړه». خو که وروسته د شاهدانو لاسرسی ممکن شي، نو شاهدان به د دې خبرې تصدیق کوي چې دا ښځه بالغه شوې او خپله نکاح یې فسخ کړې ده.
خو په لسمه ماده کې د نکاح د فسخ کېدو مساله بېرته د قاضي په پرېکړې پورې مشروطه شوې ده.
په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د یاد ولایت د ۱۱ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په ولسوالیو کې د نشهيي توکو د کر، پیر، پلور او قاچاق د مخنیوي په اړه ناسته کړې. یاد طالب چارواکي د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه هم غږیدلي.
په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۴مه راپور ورکړی، چې ملا شیرین د کندهار د پنجوايي، غورک، تختهپُل، کښته شاهولیکوټ، ډنډ، ارغنداب، ژیړۍ، معروف، دامان، لوړ میوند او کښته میوند ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په لیدنه کې په یادو ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د نشهيي توکو د کر، قاچاق، پیر او پلور د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
دا ناسته پر داسې مهال شوې، چې په دې وروستیو کې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د تاریاکو د کښت په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، له درې کلن ځنډ وروسته، د کندهار، په شاهولیکوټ، غورک، خاکریز او میوند ولسوالیو او د هلمند او ارزګان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې تاریاک کرل شوي دي.
که څه هم وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي وو، چې طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غیر مستقیم ډول خلکو ته ویلي چې تاریاک له سترګو پناه او کلاوو کې دننه کرلی شي، خو په ظاهره طالبان وايي، چې د تاریاکو کرل او کاروبار منع دي.
د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمېسیون ویلي، چې په تېرو پنځو ورځو کې یې په لغمان، کونړ، سرپل، فراه، هلمند، زابل، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې ۶۵۵۳ کورنیو ته د استوګنې یوه ـ یوه نومره ځمکه وېشلې ده.
د یاد کمېسیون د معلوماتو لهمخې، په تېرو پنځو ورځو کې تر ټولو ډېر شمر استوګنیزې نومرې، چې شمېر یې ۱۳۳۴ کیږي، په ننګرهار کې او تر ټولو کمې ۸۰ نومرې په پکتیکا کې وېشل شوې دي.
یاد کمېسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د هغوی په اصلي ولایتونو کې د کور جوړولو لپاره د ځمکو وېش بهیر به دوام ولري.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې یوازې د نیمروز ولایت له لارې له ایران څخه ۱۳۱۰۳ تنه کډوال راستانه شوې دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري عالي کمېسیون ویلي، چې د یادو کډوالو له ډلې یو شمېر یې په نیمروز کې په موقتي ډول په پنډغالي کې ځای پر ځای کړي او ګڼ شمېر نور یې خپلو اصلي ولایتونو ته لېږلې دي.
په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ستنولو بهیر یوځل بیا چټک شوی او نږدې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د یادو هېوادونو له لورې په جبري توګه افغانستان ته استول کېږي.
په کابل، ننګرهار، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې عامو خلکو شکایت کړی، چې طالبان د کډوالو لپاره د ښارګوټو په نامه د عامو خلکو ځمکې دولتي اعلانوي او دا چاره د کډوالو او ځایي خلکو ترمنځ د همکارۍ چاپیریال زیانمنوي.