• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله‌والو د بلوچستان په مستونګ کې د ګوادر پوهنتون مرستیال مشر په ګډون څلور کسان تښتولي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱

ناپېژاندو وسله‌والو د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د ګوادر پوهنتون مرستيال مشر عبدالرزاق صابر، د‌ هغه مرستیال سعيدمنظور احمد، د پوهنتون ښوونکی شکیل او د هغوی موټر چلوونکی تښتولي دي.

د مستونګ ولسوالۍ د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د کوټې له سویل څخه ۹۳ کيلومتره لرې د مستونګ او کلات ترمنځ د کډ کوچې په کنډ عمراني سیمه کې رامنځته شوې، چې پر څلورو موټرسايکلونو سپرو وسله‌والو هغوی له ځان سره بېولي دي.

ځایي سرچينې وايي، دغه کسان له ګوادر څخه کوټې ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې تښتول شوي. د مستونګ مرستيال کمېشنر بهرام سلیم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ويلي، وسله‌والو ياده ډله له ځان سره بېولې ده او امنيتي ادارو د هغوی د موندلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړې، چې هڅې روانې دي څو ياد کسان ژر تر ژره خوشې او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شي. تر دې مهاله کومې ډلې د یادو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه‌دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې مستونګ د بلوچستان له نا امنه ولسوالیو ده.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟