کندهار کې د فوټبال فدراسیون یوه پخواني کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، احمدشاهي لوبغالی د نړۍوال معیار له مخې جوړ شوی مصنوعي چمن لري او د دغه میدان ساتنه ځانګړو اصولو ته اړتیا لري.
هغه وویل: «دغه میدان په عادي ډول نهدی جوړ شوی، د مصنوعي چمن لاندې ځانګړی تخنیکي سیستم، ډرېناژ او معیاري طبقات کارول شوي دي. یوازې د فوټبال ځانګړي بوټان باید ورباندې استعمال شي؛ خو اوس ورباندې هر ډول خلک درانه بوټان او د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي. خلک ژاولې، بوتلان، زوڼي او نور خوراکي توکي ورباندي غورځوي چې د میدان عمر کموي».
د نوموړي په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA) د مصنوعي میدانونو لپاره ځانګړي مقررات لري او په داسې میدانونو کې د فوټبال پرته د نورو فعالیتونو دوام د نړۍوالو معیارونو خلاف ګڼل کېږي.
د کندهار یوشمېر فوټبال لوبغاړي وايي، د غېږنیونې دوامداره سیالیو او په لوبغالي کې د توکو غورځولو د میدان کیفیت ته زیان رسولی او د لوبغاړو لپاره یې د تمرین چاپېریال محدود کړی دی.
د کندهار یو ځوان لوبغاړی محمد اکرم په دې اړه وايي: «موږ ته له کلونو وروسته دغه یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، چې په ډېر شوق مو لوبې ورباندې کولې؛ خو اوس د فوټبال پر ځای پهکې غېږ اېستل کېږي. کله چې غېږنیونه ترسره شي سلګونه کسان میدان ته داخلېږي او مصنوعي چمن ته زیان رسېږي».
د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال یو بل لوبغاړی ضیاءالدین هم وايي: «په مصنوعي میدان کې ژاولې، عادي بوټان او درانه تګراتګ یا غېږ نیول جدي زیان رسوي. که همداسې دوام وکړي، دغه میدان به په لنډ وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړي».
د کندهار یوشمېر د فوټبال مینهوال هم اندېښنه لري، چې د لوبغالي ناسمه کارونه به د مېلیونونه ډالرو په ارزښت پروژه لهمنځه یوسي. د کندهار د فوټبال نندارچیان او د فوټبال لوبغاړي وایي، غېږنیونه خپله دودیزه لوبه ده او ځانګړی ځای لري، مخکې دغه سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ او نورو سېمو کې د شګو په میدانونو کې ترسره کېدې؛ خو اوس یې فوټبال لوبغالي ته راوړې دي.
د سیمې خلک وايي، له هغه وروسته چې سږکال په کندهار کې د شالمار مېلې موسم پیل شوی؛ د غېږنیونې سیالۍ په دوامداره ډول احمدشاهي لوبغالي ته انتقال شوې دي. د دوی په خبره؛ د دغه سیالیو پرمهال د خلکو پراخ حضور، بېنظمه تګراتګ او د میدان نامسلکي کارونه د مصنوعي چمن د خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.
ورزشي څارونکي وايي، که په نړۍوال معیار جوړ شوي میدانونه د خپلو اصلي موخو پر ځای د نورو فعالیتونو لپاره وکارول شي نه یوازې د پروژو مالي ارزښت لهمنځه ځي؛ بلکې د لوبغاړو راتلونکی هم زیانمنېږي.
دوی ټینګار کوي، چې د ورزش او بدني روزنې مسوولین باید د میدان د ساتنې لپاره واضح اصول عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د فوټبال معیاري لوبغالی په دوامداره ډول د نورو سیالیو لپاره وکارول شي.