• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په کندز کې یې ۳۵ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځولي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې په کندز ولایت کې ۳۵ټنه بې‌کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

شرافت زمان په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا درمل او خوراکي توکي د کندز د عامې روغتیا ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د تېرو اتو میاشتو په موده کې د ښار له عمده او پرچون پلورنځیو او زیرمتونونو څخه راټول شوي وو.

د نوموړي په وینا، یاد اقدام د عامې روغتیا د معیارونو د پلي کېدو او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل: د «خپلواکۍ» او بهرنیو غوښتنو ترمنځ د طالبانو دریځ متضاد دی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل، د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر ندا محمد ندیم، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د «خپلواک هېواد» ادعا او له روسیې د همکاریو غوښتنه دوه متضاد پیغامونه دي.

میاخېل پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا ډول دریځونه د منطق له مخې یو بل نفې کوي او د ده په وینا، دا هغه حالت دی چې «دوه متضاد اهداف په یو وخت کې وړاندې کېږي».

نوموړي ویلي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې افغانستان د هېڅ چا «فرمایش» نه مني، خو له بلې خوا بیا له روسیې او نورو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غوښتنې کوي.

هغه زیاتوي چې نړیوال هېوادونه، په ځانګړي ډول لوی او اقتصادي ځواکمن هېوادونه، خپلې پالیسۍ د خپلو ګټو پر اساس ټاکي او د نورو «فرمایشونه» نه مني.

میاخېل د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د داسې دریځونو په نړیوالو سطحو کې جدي اعتبار نه شي جوړېدای. هغه زیاته کړې چې دا ډول خبرې د نړیوال سیاست په ډګر کې «ځان پورې د خندا» سبب ګرځي، او د زده‌کړو او کورنیو سیاستونو ترمنځ د تناقض ښکارندويي کوي.

محمود صیقل: ښايي اروپا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په بدل کې طالبانو ته امتیازونه ورکړي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني ځانګړي استازي، محمود صیقل، خبرداری ورکړی چې یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لپاره له طالبانو سره د معاملو په لټه کې دي او ښايي د دې بهیر په بدل کې دغې ډلې ته سیاسي، ډیپلوماټیک او اقتصادي امتیازونه ورکړي.

صیقل په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه غواړي هغه افغانان چې جرمونه یې کړي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي، په جبري ډول افغانستان ته واستوي، او د دې لپاره پر طالبانو د همکارۍ غږ کوي.

هغه ویلي، طالبان بیا دا وضعیت د «معاملې او امتیاز اخیستنې فرصت» ګڼي او هڅه کوي له اروپايي لورو سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

د افغانستان پخواني استازي دا ډول تعامل «له جرمونو ډکه ډیپلوماسي» بللې او ټینګار یې کړی چې طالبان، چې د هغه په وینا «د درنو جرمونو عاملین او بشریت ته ګواښ» دي، اوس د اروپايي هېوادونو له‌خوا د معاملې لوري ته راکاږل کېږي.

صیقل همداراز ویلي، د اروپايي هېوادونو دا دریځ د هغوی له کورنیو سیاستونو او په ټاکنیز ډګر کې د ښي اړخو افراطي جریانونو له پیاوړتیا سره تړاو لري.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي: «په اوسني نړیوال نظم کې، چې انساني ارزښتونه د واک د ساتلو لپاره د سوداګرۍ په توکو بدل شوي، لا به څرګنده شي چې اروپا به تر کومه د بشري حقونو پر خپلو ادعا شویو اصولو ودرېږي.»

د نوموړي په وینا، د افغان کډوالو د جبري ایستنې موضوع اوس یوازې د کډوالۍ مسله نه، بلکې د اروپايي سیاستونو، امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د تعامل له پیچلو حسابونو سره تړلې ده.

امیر خان متقي او د سره صلیب کمېټې نوی مشر د بشري همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نوي ټاکل شوي مشر جوهانیز بروور سره په لیدنه کې په بشري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، متقي له بروور سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او د سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې او هغه ته یې په افغانستان کې د نوي ماموریت د پیل له امله د بریا هیله څرګنده کړه. نوموړي همداراز د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یادې ادارې د رخصتېدونکې مشرې کترینا ریتز، د خدمتونو ستاینه هم وکړه او په افغانستان کې یې د هغې د ماموریت پر مهال ترسره شوي فعالیتونه مهم وبلل.

په ورته وخت کې، جوهانیز بروور په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو طالب ادارو سره په نږدې همغږۍ کې بشري خدمتونو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، کترینا ریتز هم د خپلې دندې پر مهال د طالبانو د ادارو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او خپله کاري دوره یې «له لاسته راوړنو او ښو خاطرو ډکه» بللې ده.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري همکاریو پر پراختیا او د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د یو کرنیز او سوداګریز کمپلکس جوړېدو چارې پیل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کرنیز او سوداګریز کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي ویلي، هڅه کوي چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره په ډېر شمېر کې سړې خونې جوړې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې یاد کرنیز او سوداګریز کمپلکس د دلاور کوچي په نوم یو پانګوال له‌خوا د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

کوچي ویلي، چې په یاد کمپلکس کې به د کرنې، سوداګرۍ، منډيي، پانګه‌اچونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره پراخ فرصتونه وي.

د یاد کمپلکس د چارو د پیل په مراسمو کې د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري هم ګډون کړی او نوموړي ویلي، هڅه کوي چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره په دېر شمېر کې سړې خونې جوړي کړي.

عمري زیاته کړي:«ستاسېد محصولاتو لپاره په ځانګړې توګه په زابل ولایت کې شکر پارې، بادامو، مڼو او نور محصولات ډېر ښه کېږي، د هغه لپاره موږ شپه او ورځ هڅه کوو چې سړې خونې جوړې کړو او په مناسبه تقاضا یې بازار ته وړاندې کړو».

زابلیان د یاد سوداګریز کمپلکس جوړېدو لپاره خوښ دي او تمه لري، چې له دې لارې به یې د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار موندنه وشي.

طالبان د هبت‌الله په امر په کندهار کې د «جامعه عمر» د دریو برخو جوړولو چارې پیلوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د کندهار په ولایت کې د «جامعه عمر» د دریو برخو د جوړولو او پراختیا چارې په رسمي ډول پیل شي.

د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په دې موخه، د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین اخوند په خپل کاري دفتر کې د یادې ډلې د کور او ښار جوړولو وزارت د کورونو او ودانیزو چارو له معیین مولوي ګلزرین صابر او مل پلاوي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د کندهار د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالحنان حامد هم حضور درلود.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت معین ویلي چې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس به د جامعه عمر د درېیو برخو د جوړولو چارې پیل شي.

د هغه په وینا، په دې پروژه کې د جامعې د څلورو منارونو جوړول، د اوبو ذخیرې جوړول او د کتابتون جوړول شامل دي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

بلخوا، د کندهار والي ویلي چې جامعه عمر د ملا محمد عمر یادګار دی او طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري.

د دغه جومات او جامعې چارې، چې د یوې پخوانۍ سینما پرځمکه جوړیږي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې پیل شوې او د بنسټ ډبره یې ملا عمر ایښې وه.