کراچۍ کې د اتحاد امت غونډه؛ مولانا فضل الرحمان د اسلامي دفاعي بلاک جوړلو غوښتنه کړې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، په کراچۍ کې د «اتحاد امت» په نوم غونډې ته ویلي چې هیڅوک به د مسلمانانو دفاع ونهکړي او اسلامي هېوادونه باید د خپلې دفاع لپاره متحد شي. هغه وویل، په غزه او فلسطین کې پر مسلمانانو روان ظلم باندې نړۍ چوپتیا غوره کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې ګډ سیاست، ګډ اقتصاد او ګډه دفاع کولی شي مسلمان ملتونه متحد کړي. د ده په وینا، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د دفاعي تړون «بې قید او شرط» ملاتړ یې کړی او هیله لري چې نور اسلامي هېوادونه هم په دې ګډ دفاعي چوکاټ کې شامل شي.
