د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د مرکزي مشر او پخواني سناتور باز محمد خان زوی تیموربازخان په بنو کې له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،چې سیمه له کلونو راهیسې د وسلهوالو تاوتریخوالو تر سیوري لاندې ده، په داسې حال کې چې د هېواد په نورو برخو کې نسبي سوکالي لیدل کېږي.
د تیمور باز خان په وینا، پښتونخوا له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو له بلې خوا، په اټک کې سوکالي شته، که څه هم یوازې یو هیواد دی، یوازې په مینځ کې یو سیند دی، خو دې ته هیڅ پاملرنه نه کیږي.
هغه وويل چې په بنو کې د امن او نظم په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې او ځايي جرګې هم وشوې، خو د جرګو له خوا حکومت او امنيتي ادارو ته ورکړل شوې سپارښتنې عملي نه شوې، چې له امله يې امن او نظم کنټرول نه شو.
د هغه په وينا، د بنو جرګې له خوا اپیکس کمیټې ته سپارښتنې واستول شوې، چې پکې ويل شوي وو چې تر ټولو مهم ګام بايد د پوليسو او سي ټي ډي د ظرفيت لوړول وي، خو تر اوسه پورې پر دې کار نه دی شوی، له همدې امله هره ورځ پوليس شکايت کوي چې دوی هغه عصري وسلې نه لري چې وسله وال سخت دريځي يې لري.
د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهيسې تر سختو بريدونو لاندې دي.
شمالي او جنوبي وزيرستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، لکی مروت، ټانک او کرک هغه ولسوالۍ دي چې هره ورځ پکې امنیتي پېښې کېږي، چې لومړنی هدف يې د پوليسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکي دي.
په تیرو دریو ورځو کې په بنو او لکی مروت کې رامنځته شوي ویجاړوونکي پیښې دا ثابتوي چې په دې سیمو کې د حکومت واکمني خورا کمزورې شوې ده.
د بنو یو ځایي خبریال فرحت الله بابر له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې په ولسوالۍ کې د حکومت واکمني ډیره کمزورې شوې ده او ځایي خلک هم ډیر مایوسه ښکاري.
هغه وویل چې وسله وال کسان په بکاخیل او نورو ښاري سیمو کې چې د بنو ښار څخه درې کیلومتره لرې دي، په ښکاره ګرځي او ګزمې هم کوي.
هغه وویل چې نن د غنمو د راټولولو وخت دی او وسله وال کسان په ښکاره ډول له خلکو څخه پیسې اخلي، هیڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې مخه نیسي.
د هغه په وینا، یوه ورځ هم د بنو شاوخوا څخه د تښتونې له پیښې پرته نه تیریږي، یوازې د بنو ښار دننه د حکومت په کنټرول کې ښکاري، له دې پرته، نورې ټولې سیمې د حکومت له واک څخه بهر ښکاري.
د خیبر پښتونخوا پولیسو په دې وروستیو کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایالت کې د ترهګریزو پیښو په اړه یو راپور خپور کړی دی، چې پکې څرګنده شوې ده چې په ټول ایالت کې د ترهګریزو پیښو تر ټولو زیات شمیر په جنوبي ولسوالیو کې دی.
بنو په۹۲ بریدونو سره لومړی، شمالي وزیرستان په۸۸ بریدونو سره دوهم او یوه بله جنوبي ولسوالي، ډیره اسماعیل خان په۶۵ بریدونو سره درېیم ځای لري. راپور وايي چې په دې څلورو میاشتو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي، چې ۷۱ پولیس، ۷۲ د ایف سي سرتیري او ۶۷ ملکي وګړي پکې شامل دي، پداسې حال کې چې ۸۵وسله وال هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، په بنو کې میشت یو پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په بنو کې د منع شویو سازمانونو وجود خورا لوړ دی او د دوی په تګ راتګ کې کومه ستونزه نشته.
هغه زیاته کړه، « مګر که تاسې د بنو ښار څخه لږ بهر لاړ شئ، نو علاقه غیر پیل کیږي».
هغه وويل چې د بنو په جاني خېل سيمه کې له ډېرې مودې راهيسې منع شوي سازمانونه جوړ شوي دي، له هغه ځایه دوی په پنځلسو دقیقو کې په موټرسایکلونو بنو ښار ته رسېدلی شي او اوس که د دوی پر وړاندې لوی عملیات ونه شي، نو د پولیسو پر وړاندې به داسې اقدامات زیات شي.
د پولیسو د افسر په وینا، په وروستیو پیښو کې د پولیسو وژل کېدو دغه ځواک غوسه کړی، خو ددوی نیوکه داده، چې عصري وسلې په لاس کې نه لري.
د نوموړي په وینا، اوس د پولیسو پرسونل پخپله د پولیسو د سولې کمیټه جوړه کړې ده، چې موخه یې په دغسې پېښو کې خپلمنځي همغږي ده.