د پاکستان د پورونو کچه تر ۹۷زره مېلیارده روپیو لوړه شوه

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې پاکستان د پخوانيو پورونو ریکاډ مات کړی او اوس دغه کچه تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلې. په راپور کې راغلي، چې دامهال د دغه هېواد د پورونو کچه ۹۷زره او ۳۰۷ مېلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې ده.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې دغه پورونه ۹۷زره او ۳۰۷ مېلیارده روپۍ و، چې له دې ډلې ۵۷زره او ۵۶۶ مېلیارده یې کورني او له ۳۵زره مېلیارده زیات بهرني پورونه وو. په راپور کې راغلي، د تېرکال په ورته مودې کې د دغه هېواد د پورونو کچه ۸۹زره او ۷۷۴ مېلیاره روپۍ وه چې ۵۱زره او ۵۱۸ مېلیارده روپۍ یې کورني او ۳۳زره او ۱۳۷ مېلیارده یې بهرني پورونه وو.
همدې شمېرو ته په کتو په یو کال کې پر پاکستان د پورونو اندازه له ۷زره او ۵۳۳ مېلیارده روپیو زیاته شوې ده.
