• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱

په بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. یوازې په لومړۍ پېښه کې د پنجګور په بای‌پاس سيمه کې پوليسو د دوو ناپېژاندو کسانو مړي موندلي دي. د پوليسو په وينا؛ د وژل شويو کسانو پر بدن د ډزو نښې لیدل شوې دي.

دارنګه د ګوادر د فقير کالونۍ په سيمه کې د پوليسو پر موټرسايکل ګزمې لاسي بم غورځول شوی، چې له امله يې يو پوليس سرتېرى ټپي شوی دی. ورته مهال د ډېره بګټي د اوچ سوۍ په سيمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې يو کس وژل شوی دی.
له دې سره سم په تربت ښار کې هم ناپېژاندو وسله‌والو پر دوو وروڼو ډزې کړې، چې له امله يې يو ورور ځای پرځاى وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ د مکران سمندري لويې لارې پر سر له کراچۍ څخه مند ته تلونکی مساپر وړونکی موټر د کلمت کراس په سيمه کې اوښتی، چې له امله يې د درېیو ښځو په ګډون لس کسه ټپيان شوي دي. ټپيان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې د مخامخ جګړې پر مهال پنځه پاکستاني عسکر او ۷وسله‌وال وژل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
بلوچستان کې د مخامخ جګړې پر مهال پنځه پاکستاني عسکر او ۷وسله‌وال وژل شوي
100%

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې ویلي، د بلوچستان د بارکان ولسوالۍ په نوشم سیمه کې یې د وسله‌والو پر ضد تصفیوي عملیاتو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. د ای‌اېس‌پي‌ار په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې چې دغو عملیاتو کې ۷وسله‌وال هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ یو افسر ډګرمن توصیف احمد بهټي هم وژل شوی دی. پوځ زیاته کړې چې د سختې نښتې پر مهال د هند له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډله په نښه او غړي یې له‌منځه یوړل شو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. یاد پوځ همدارنګه ټینګار کړی چې د بهرني ملاتړ لرونکې وسله‌والې ډلې او ترهګرۍ پر ضد به پراخ عملیات دوام ولري.

چارواکو ویلي چې د بلوچستان په لرو پرتو سیمو کې به د امنیت د ټینګښت او د وسله‌والو د تګ‌لارې د ماتولو لپاره هدفمند ګامونه اخیستل کېږي. په دې ایالت کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بېلابېلې ډلې فعالې دي چې پاکستان یې د هند په تر ملاتړ لاندې وسله‌وال بولي.

اصف دُرانی: پاکستان د طالبانو د رژيم د بدلون هڅه نه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱
اصف دُرانی: پاکستان د طالبانو د رژيم د بدلون هڅه نه کوي
100%

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دُراني افغانستان انټرنشنل ته ويلي، اسلام‌اباد په کابل کې د رژيم بدلون هڅه نه کوي او نه غواړي طالبان د هغوی له مخالفانو سره بدل کړي. هغه وويل، پاکستان د ټولو افغان اړخونو سره په اړيکه کې دی، خو د دغو اړيکو موخه د طالبانو نسکورول نه دي.

د هغه په خبره: «ښه ده چې افغانان خپلو حالاتو ته پرېښودل شي».

دغه پخواني پاکستاني چارواکي د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه وويل، چې د اسلام‌اباد اصلي ستونزه تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي ده.

هغه زياته کړه: «موږ له افغان طالبانو سره ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه له ټي‌ټي‌پي سره ده». د نوموړي په وينا، طالبانو د پښتونولۍ د دود او د «غيرت» له مخې د ټي‌ټي‌پي غړو ته د «ميلمنو» په توګه پناه ورکړې، خو ټينګار يې وکړ: «قاتل او غل ته پناه نه شي ورکول کېدای».

اصف دراني وويل، طالبان لا هم د يوه جنګي ډلې په څېر چلند کوي، نه د يوه مسئول حکومت په توګه.

هغه همداراز ادعا وکړه، چې د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بريدونو د ټي‌ټي‌پي د بريدونو شدت کم کړی دی. د هغه په وينا، اسلام‌اباد د دغې ډلې د چريکي بريدونو پر ضد خپلې «ځانګړې لارې چارې» غوره کړې دي.

د اميد روغتون د اورلګېدنې په اړه د دراني ادعا

آصف دراني د مرکې په بله برخه کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله رد کړه او ويې ويل، چې په کابل کې د بريد هدف «کمپ فونيکس» و، نه د اميد روغتون.

هغه پوښتنه وکړه، که روغتون هوايي بريد کې په نښه شوی وي، نو ولې يې ودانۍ نه ده نړېدلې او د پراخې ورانۍ نښې نه تر سترګو کېږي؟

نوموړي ادعا وکړه، چې ودانۍ نه ده نړیدلې، بلکې اور يې اخيستی و.

دراني د ځينو افغانانو له قوله دا ادعا هم وکړه، چې کېدای شي د روغتون اورلګېدنه خپله د طالبانو کار وي، څو په وينا يې معتاد کسان له منځه يوسي، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې بشپړ ابعاد خپلواکې څېړنې ته اړتيا لري.

هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه: «د مهماتو زېرمتون ته څېرمه د روغتون شتون څنګه توجيه کېدای شي؟».

پاکستان تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څېړنه نه ده کړې او نه يې هم کومو خپلواکو او بې‌طرفه ادارو ته بلنه ورکړې چې د پېښې علت وڅېړي. طالبانو پاکستان تورن کړی چې په قصدي ډول يې د اميد روغتون په نښه کړی، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

د مرګ‌ژوبلې شمېرې او د کړکېچ مخينه

د اصف دراني دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې نړيوالو ادارو راپور ورکړی، د پاکستان په هوايي بريد کې، چې د کابل اميد روغتون يې په نښه کړی و، له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

طالبان هم ادعا کوي، چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، خو دراني دغه شمېرې «پراخ تبليغات» بللي او رد کړې يې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچونو په لړ کې، اسلام‌اباد څو ځله د افغانستان خاوره بمبار کړې او ويلي يې دي، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځايونه يې په نښه کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي، چې دغې ډلې ته يې پناه ورکړې ده.

اصف دراني همداراز ومنله، چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړ کړی دی. د هغه په وينا، دغه ملاتړ د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره و.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د کابل او اسلام‌اباد اړيکې لا هم ترينګلې دي او دواړه لوري يو بل د کورنيو چارو په لاسوهنه تورنوي.

پاکستان په رسمي ډول طالبان، چې پخواني متحدين يې ګڼل کېږي، له هند سره پر همکارۍ تورنوي.

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو په سیمه کې د پاکستان د «ډالري جګړې» حقیقت بربنډ کړی دی.

فضلي ویلي، پاکستان لا هم په پښتون مېشتو سیمو کې د خپلې «ډالري جګړې» د دوام لپاره له ترهګرۍ څخه د یوې پلمې په توګه ګټه اخلي.

د نوموړي په وینا، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په ښکاره اعتراف کړی چې پاکستانی پوځ باید خپله «ډالري جګړه» د پښتنو له سیمو وباسي، او دا د یوه برحاله چارواکي له خوا «ټکان ورکوونکی اعتراف» دی.

فضل محمود فضلي ادعا کړې، چې دغه څرګندونې ښيي د پاکستان پوځي عملیات تر ډېره د بهرنیو امتیازاتو او مرستو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

هغه همداراز ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د اپرېل میاشتې په جریان کې د ارومچي په ښار کې د چین، طالبانو او پاکستان ترمنځ له غیر رسمي خبرو وروسته، طالبان او اسلام‌اباد د افغان کلیو د بمبارۍ په اړه په «مشکوک ډول» چوپ پاتې شوي دي.

فضلي باور څرګند کړی چې دا چوپتیا د چین د فشارونو پایله ده، څو د سیمې وضعیت ارام وښودل شي، خو د هغه په خبره، د افغانانو پر ضد د پاکستاني ځواکونو بریدونه او یرغلونه لا هم دوام لري.

نوموړي پر طالبانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د دفاع پر ځای، له پاکستان سره «پټې معاملې» زیاتې شوې دي او د پاکستاني پوځ د بریدونو او تېریو پر وړاندې چوپتیا غوره شوې ده.

تر اوسه طالبانو او پاکستاني چارواکو د فضل محمود فضلي ددغهڅرګندونو په اړه کومرسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان نفوس به تر ۲۰۵۰کال پورې نږدې ۳۹۰ مېلیونو ته لوړ شي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱
د پاکستان نفوس به تر ۲۰۵۰کال پورې نږدې ۳۹۰ مېلیونو ته لوړ شي
100%

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ د دغه هېواد د نفوس د وړاندوینې نوی راپور خپور کړ، چې له مخې یې د پاکستان نفوس به په راتلونکو لسیزو کې په بې‌ساري ډول ډېر شي او تر ۲۰۵۰کال پورې به شاوخوا ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي.

دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی په‌کې راغلي، چې د «زېږون کمښت» په صورت کې به د پاکستان نفوس ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي، د مېندوارۍ د مخنیوي لارو چارو د پراخې کارونې په صورت کې ۳۸۳.۲ مېلیونه او د «چټک زېږون کمښت» په حالت کې ۳۷۱.۹ مېلیونه اټکل شوی دی.
د راپور له مخې؛ (له ۱۵ تر ۶۴ کلونو) د پاکستان د کار عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۱۳۵.۲ مېلیونو څخه ۲۵۵.۴ مېلیونو ته لوړ شي، چې شاوخوا ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز د ۱۵ تر ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانانو شمېر به له ۶۳ مېلیونو څخه ۱۰۰ مېلیونو ته ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د نفوس چټکه وده به د زده‌کړو، روغتیا، کور جوړونې او د کار موندنې پر برخو سخت فشار زیات کړي. په ورته وخت کې د ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۸.۶ مېلیونو څخه ۲۲.۶ مېلیونو ته لوړ شي، چې د ټولنیز خوندیتوب او د عمر خوړلو د پاملرنې اړتیاوې به پراخې کړي.
اقتصادي برخه کې ویل شوي، که څه هم د کار عمر نفوس پراخېدل د «نفوسي ګټې» فرصت برابروي؛ خو د پاکستان اوسنی اقتصادي جوړښت د دې لوی کاري ځواک د جذب توان نه‌لري. راپور زیاتوي، چې د اوسنۍ ۳.۵ سلنه اقتصادي ودې پرځای لږترلږه ۶ تر ۸ سلنه دوامدارې ودې ته اړتیا ده.

راپور کې ويل شوي، ایالتي اټکلونه ښيي چې پنجاب به تر ۲۰۵۰کال پورې ۲۰۰ مېلیونه نفوس، سند ۹۱.۲ مېلیونه، خیبر پښتونخوا ۶۸مېلیونه او بلوچستان ۲۵ مېلیونه وګړي ولري. راپور همداراز ښيي، چې اسلام‌اباد به د نفوس تر ټولو چټکه وده تجربه کړي او نفوس به یې له ۲.۳ مېلیونو څخه ۶.۵ مېلیونو ته ورسېږي.

احسن اقبال د راپور د پرانېستې پرمهال وویل، د نفوس سمبالښت او پر بشري ځواک پانګونه د پاکستان د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري او ایالتونه باید د نفوس د کنټرول او بشري ودې په برخه کې عملي بدلونونه پلي کړي.

په مسکو کې د پاکستان سفیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی کم شوی دی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
په مسکو کې د پاکستان سفیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی کم شوی دی
100%

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ کړکېچونه د پام وړ کم شوي او اړیکې اوس «باثباته» شوي دي. د هغه په وینا، پاکستان هېڅکله نه غوښتل د افغانستان پر وړاندې پوځي ځواک وکاروي؛ خو د طالبانو کړنو اسلام‌اباد دې ته اړ کړ، چې بریدونه ترسره کړي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ هېڅکله نه غوښتل پر افغانستان برید وکړو. موږ له دغه هېواد سره شاوخوا ۲۶۴۰ کیلومتره ګډه کرښه لرو. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ورته قومونه ژوند کوي. د افغانستان تر ټولو لوی قوم پښتانه دي او په پاکستان کې هم پښتانه دویم لوی قوم ګڼل کېږي».

هغه زیاته کړه: «د خدای شکر اوس وضعیت ارام شوی دی. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته تللی و او پاکستان ته هم ځي».

د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وویل، چې ځینې «بهرني ځواکونه» د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره له افغانستان نه کار اخلي، داسې ښکاري چې اشاره یې هند ته وه.

هغه وویل: «له بده مرغه، افغانستان د ځینو ځواکونو له‌خوا د استخباراتي فعالیتونو، مالي ملاتړ او پوځي سلا مشورو له لارې د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره کارول شوی دی».

ترمذي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او قومي اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «زموږ څلور سفیران د افغانستان د شاهي کورنۍ غړي وو. زما پلار د افغانستان د دوو پاچاهانو د لمسیانو ترڅنګ خاورو ته سپارل شوی دی. هغوی هغه کسان وو، چې د پاکستان په پوځ کې یې خدمت کړی و؛ نو ځکه موږ یو ملت یو».

هغه د پاکستان د پوځي عملیاتو د دلیل په اړه وویل: «موږ د زور کارولو ته لېواله نه وو؛ خو مجبور شو، ځکه زموږ ملکي وګړي، ماشومان او امنیتي ځواکونه وژل کېدل. هیله لرو له فکره کار واخیستل شي او د دواړو هېوادونو اړیکې د لا ډېرې سوداګرۍ او همکارۍ پر لور ولاړې شي».

په مسکو کې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د سیمې راتلونکی د شمال ـ سویل ترانسپورټي دهلېز پورې تړلی دی؛ هغه طرحه چې د ده په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې ولادیمیر پوتین وړاندې کړې وه.

هغه زیاته کړه: « که افغانستان باثباته شي؛ نو د روسیې، منځنۍ اسیا، پاکستان او حتی هند ترمنځ به د سړکونو، اورګاډي پټلۍ او نورو ترانزیټي لارو اړیکې ټینګې شي». د پاکستان سفیر داسې مهال د کړکېچ د کمېدو خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې اسلام‌اباد د طالبانو شارژدافیر احضار کړ او په بنو کې پر خپلو ځواکونو د برید په اړه یې اعتراضي لیک ورته وسپاره.

پاکستان باور لري، چې دغه بریدونه په افغانستان کې د طالبانو په همکارۍ او تنظیم ترسره شوي دي؛ خو طالبانو په دغه بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.