• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سنټکام مشر: د امریکا د ګټو ګواښلو لپاره د ایران وړتیا په ډراماتیک ډول کمه شوې ده

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر براډ کوپر ویلي چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ګاونډیو هېوادونو او امریکا د ګټو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا په پراخه کچه کمه شوې او د دغه هېواد دفاعي صنعت شاوخوا ۹۰ سلنه زیان لیدلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر کوپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې یوې کمېټې ته وویل، ایران نور نه شي کولای لکه مخکې د سیمې هېوادونه او متحده ایالات په بېلابېلو برخو کې وګواښي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران پوځي ګواښ «خورا کمزوری شوی» دی.

کوپر زیاته کړې، ایران اوس د دې توان نه لري چې خپلو سیمه‌ییزو متحدانو، لکه حزب الله، حماس او د یمن حوثیانو ته وسلې او نور امکانات انتقال کړي، ځکه د دغو لېږد لارو او میتودونو مخه نیول شوې ده.

نوموړي د هغو راپورونو په اړه مستقیم ځواب ور نه کړ چې وایي ایران لا هم د ځمکې لاندې تاسیساتو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د پام وړ وړتیا ساتلې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

عراق د ایران جګړې له امله د پیسو له نړیوال صندوق څخه مالي مرسته غوښتې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

رویټرز د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې عراقي چارواکو په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د رامنځته شوي اقتصادي بحران د کابو کولو لپاره د پیسو له نړۍوال صندوق څخه مالی مرسته غوښتې ده.

د پیسو نړۍوال صندوق څخه یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې عراقي چارواکو د منځني ختیځ د جګړې له امله د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له دې ادارې سره اړیکه نیولې ده.

د سرچینو په وینا، لومړنۍ خبرې تېره میاشت د پیسو نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک د غونډو پرمهال په واشنګټن کې شوې او اوس هم دا بحثونه روان دي چې عراق ته به څومره او په کوم چوکاټ کې مالي مرستې برابرې شي.

پر همدغه مهال د پیسو نړۍوال صندوق ویاندې جولي کوزاک تایید کړې چې دوی له نړۍوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې سره یوځای د جګړې پر اغېزو څېړنه کوي. هغې زیاته کړې، چې ښايي ۱۲ هېوادونه له ۲۰ څخه تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې پور ته اړتیا ولري.

د عراق له‌خوا د پیسو نړۍوال صندوق څخه د پیسو غوښتنه پرداسې مهال کېږي، چې د هرمز تنګي تړل کېدو د دغه هېواد د تېلو صادرات او دولتي عواید په شدت سره زیانمن کړي دي.

د جرمني صدراعظم مرڅ د اروپایي اتحادیې د بودجې سیستم د اصلاح غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ ویلي چې د اروپایي اتحادیې د بودجې اوسنی سیستم زوړ شوی او باید اصلاح شي. د نوموړي په وینا، په دې سره به د دفاعي لګښتونو او د بلاک د اقتصادي سیالۍ وړتیا ته پام ډېر شي.

هغه دا څرګندونې د جرمني په اخن ښار کې د « شارلمانی جایزې» د ورکړې په مراسمو کې وکړې.

دا جایزه سږ کال د اروپا د مرکزي بانک پخواني مشر ماریو دراګي ته ورکړل شوې ده.

مېرڅ وویل چې له۲۰۲۸ تر ۲۰۳۴ کلونو لپاره د اروپایي اتحادیې د بودجې پر سر جدي اختلافات روان دي، ځکه ځینې لوري غواړي دفاعي لګښتونه زیات شي، په داسې حال کې چې دودیزې برخې لکه د کرنې سبسایډۍ او سیمه‌ییزې پرمختیایي مرستې هم د تمویل غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: «یوې خپلواکې او پیاوړې اروپا ته داسې بودجه په کار ده چې د دراګي له وړاندوینو او خبرداریو سره سمه وي، ساده جوړښت ولري او د سیالۍ وړتیا او دفاع ته لومړیتوب ورکړي».

مېرڅ وویل چې د نویو پورونو اخیستل او ګډ اروپایي پورونه د حل لاره نه ده او جرمني یې د اساسي قانون له امله هم له دې لارې ملاتړ نه شي کولی.

چین ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د تایوان په اړه ناسم چلند شخړې رامنځته کولی شي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خبرې پرمختګ کوي، خو د تایوان په اړه اختلافات کولی شي اړیکې خطرناک لوري ته یوسي او حتا د شخړې لامل شي.

دا خبرې د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا په یوه تړلې غونډه کې وشوې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام کړی.

تایوان، چې ځانواکه ډیموکراټیکه سیمه ده خو چین یې خپله برخه ګڼي، د خبرو مهم ټکی و.

دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران له جګړې او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او غواړي له چین سره اقتصادي پرمختګونه ډېر شي. ټرمپ دا لیدنه «تر ټولو لویه سرمشریزه» بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اقتصادي او سوداګریزو ټیمونو ترمنځ خبرې په جنوبي کوریا کې مثبتې پایلې لرلې او د لنډمهالې سوداګریزې موافقې د پیاوړتیا هڅه روانه ده.

په دې خبرو کې د بازارونو پر پرانیستلو، د پانګونې پراختیا او د اقتصادي اړیکو پر ښه کولو تمرکز و.

چین یو وار بیا د امریکا د غوښې د سلګونه صادرونکو شرکتونو جوازونه وځنډول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

چین یو وار بیا د امریکا د غوښې د سلګونه صادرونکو شرکتونو جوازونه وځنډول. دغه اقدام یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې رویټرز راپور ورکړی و په بیجنېګ کې د ډونالډ ټرمپ او شي جېن پېنګ ترمنځ د غونډې په څنډه کې دغه جوازونه بیا تایید شوي دي.

د چین د ګمرک ادارې په وېب‌پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د امریکا د غوښې د پروسس تر ۴۰۰ زیاتو فابریکو د ثبت وضعیت چې وړاندې د پنجشنبې په ورځ «فعال» اعلان شوی و، بېرته «ځنډېدلي» ته بدل شوی دی.

دغه له ۴۰۰ څخه زیاتې فابریکې چې په ګډه چین ته د غوښې د صادراتو لپاره د امریکا د ثبت شویو تاسیساتو شاوخوا ۶۵ سلنه جوړوي، د تېر یوه کال راهیسې د جواز نه تمدید له امله د صادراتو له حقه بې‌برخې شوې وې.

د دغه جوازونو تمدید کولای شي د امریکا د غوښې صنعت لپاره یوه مهمه لاسته‌ راوړنه اوسي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ اعلان کړی و چې دغه موضوع به د واشنګټن او بیجېنګ په مذاکراتو کې مطرح شي.

محمودخان اڅکزی: د پاکستان حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږ پورته شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ويلي، د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه پورته شوي. هغه خبرداری ورکړی، که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته غږ راپورته شي.

هغه دغه خبرې «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» يوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي.

محمودخان اڅکزي ويلي، هېواد د ګواښونکو حالاتو پر لور روان دی. نوموړي زیاته کړې، هغو کسانو چې ولسواکي تر پښو لاندې کړې؛ د قانون او ولس پر وړاندې مسوول دي.

محمود خان اڅکزي وړاندې ویلي، لکه څنګه چې د ۱۸م اساسي قانوني بدلون پرمهال سياسي ګوندونه سره راټول شوي وو؛ اوس هم بايد ټول سياسي مشران د اساسي قانون د خونديتوب لپاره ګډ ګام پورته کړي.
هغه د نوازشریف، اصف زرداري او د مولانا فضل الرحمان نومونه ياد کړي او ويلي یې دي، که سياسي مشران يو ځل بيا د اساسي قانون د ژغورلو لپاره سره يو نه‌شي؛ نو حالات به نور هم کړکېچن شي.

محمودخان اڅکزي ادعا کړې ده، چې د اسراییل له زندانونو زيات بنديان د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېږي. هغه وويل، د حکومت د تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غږونه راپورته شوي او بايد پام وشي؛ څو په نورو پښتون مېشتو سيمو کې هم ورته حالت رامنځته نه‌شي.
نوموړي د ۲۶م او ۲۷م اساسي قانوني بدلونونو ملاتړ کوونکي هم تر نيوکو لاندې ونيول او ويې ويل، د پاکستان اساسي قانون د هېواد د يووالي بنسټ دی او که اساسي قانون کمزوری شي؛ نو هېواد به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.