هغه وویل: «موجوده داسې کوم عدالت شته چې هغه پښتنو ته په یوه پېښه عدالت ورکړي، څومره ظلمونه وشول او څومره خلک ووژل شول خو میندو ته انصاف ورنکړل شي». د نوموړي په خبره، د پښتونخوا پر خاوره پاکستاني پارلمان او عدالت یوازې د پښتنو د ځپلو لپاره دي.
د منظور پښتین په خبره، په پښتونخوا کې شته امنیتي ادارې د پښتنو د امنیت د خوندي پر ځای برعکس پښتانه وژني او د دې کار لپاره یې وسلهوالې ډلې هم ساتلې دي. د نوموړي په خبره: «همدغه سیکیوریټي هغه خو پرېږد چې ستا تحفظ وکړي، هغه خو ستا د مړ کولو لپاره مسلح تنظیمونه ساتلي او تا پرې وژني».
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په خبره، د پاکستان په نوم اوسنی هېواد له پښتنو سره هېڅ ډول خواخوږي نه لري او برعکس د پښتنو د خاورې په بربادۍ کې یې لوی رول لوبی دی. هغه پاکستان د پنجابي استعمار بېلګه بللې ده.
منظور پښتون وویل، چې پاکستاني پوځیان په لیرې پرتو سیمو کې د نامالومه کسانو د موندلو په نوم د عامو پښتنو ګریوانونو ته لاسونه اچوي هغوی بې عزته کوي.
د ده په خبره، په پښتونخوا کې نامالومه وسلهوال د پاکستاني استخباراتو ایاېسای خلک دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل تفصیلي ویډيو کې د پښتونخوا د روان وضعیت په تړاو ډېر څرګندونې کړي او دغه سیمه کې یې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی بللی دی.
د هغه په خبره، د خېبر لویې جرګې د پښتنو د ژوند بدلون لپاره لویې پرېکړې وکړې او هلته د پښتونخوا ټول مسایل ذکر شوي وو. د منظور پښتین په وینا، پنجابیان د پښتنو له جوړښتونو او ګډ اتفاق څخه وېره لري او له همدې کبله د دغو جوړښتونو د پاشل کېدو هڅې کوي.
نوموړي وویل: «زمونږ ډېره زیاته تادي ده چې څنګه خپل ملت ته یو مظبوط اعلان وکړو. داسې یوه لاره ورته رامنځته کړو چې دا ملت له دغو جنجالونو ووځي او یو سیال ملت ترې جوړ شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل پېغام کې باور څرګند کړی چې حتمي به داسې ورځ راځي، څو پاکستانی حکومت د پښتنو پر وړاندې د خپلو ناوړه کړنو حساب ورکړي.
د هغه په خبره، پښتانه په دې انتظار دی چې یو سمه لاره ورته برابره شي او دوی قربانیو ته هم چمتو دي او حتمي به یوه لاره موندل کېږي. نوموړی وایي، د پښتنو د ملاتړ خوځښتونو په تړاو باید ناهیلۍ خپرې نهشي او پښتنو ته هیله ورکړل شي چې د حقونو غوښتنو لپاره به یې حتمي لازم اقدامات کېږي.
هغه د خپل پیغام په وروستو کې وویل: «پښتانه بې وسه وي، خو بې غېرته او بې حسه نه دي».