امریکايي رسنیو د ټرمپ او شي جېن پېنګ تر لیدنې وړاندې د پردې ترشا له فزیکي شخړې خبر ورکړی

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې په بېجینګ کې د ټرمپ او شي جېن پېنګ تر لیدنې وړاندې د کامرو ترشا فزیکي شخړه رامنځته شوې. دغه شخړه وروسته له هغې رامنځته شوې، چې چینايي چارواکو یو امریکایي مامور ته خوندي سیمې ته د ننوتو اجازه ورنهکړه.
