د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دریېمې ناحیې ځینو اوسېدونکو نن جمعه، د غويي ۲۵مه ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي په امر شپه او ورځ په دې سیمه کې کار روان دی ترڅو دا سیمه چهاردېوالي کړي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه نمره (څلور بسوې) ځمکه له ۵۰ زره تر ۶۰ زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري. په هغو ویډیوګانو کې چې له سیمې لېږل شوي، لیدل کېږي چې د امنیه قومندانۍ ټاورونو ته څېرمه پر چهاردیوالي کار روان دی او طالب وسلوال یې امنیت ساتي.
د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو لهمخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا ۷ جریبه ده.
یو ځايي اوسېدونکي وویل:« د طالبانو مخابراتو د نوي وزیر ګمارل کېدو سره د ده اړوند کسانو چې په ولایت کې د هغه استازی شرف الدین او د هلمند امنیه قومندانۍ د ځینو مسوولینو په ملتیا دا سیمه غضب کړې او اوس مهال شپه او ورځ یې پر چهاردېوالۍ کار روان دی.»
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د غصب د دې موضوع په اړه یې په د لښکرګاه ښاروالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال سره هم لیدلي خو هغه ورته ویلي، چې د دې ځمکې پر غصب کوونکو یې وس نه راسیږي او د چهاردېوالۍ د جوړېدو پرمهال د طالبانو وسلوالو هم ولاړ وي او څوک نه پرېږدې چې ددې کار پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
د ځايي خلکو په وینا د ښاروالۍ مرستیال هم ځايي خلکو ته ویلي، چې په دې غصب کې د طالبانو ځینې چاراکي لاس لري او د هغوي په امر چهاردېوالۍ د جوړېدو چارې پیل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو د طالبانو د مشر ملاهبت الله څخه غوښتنه کوي، چې د دې غصب مخه ونیسي.
د یادې موضوع په اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د چارواکو او اړوندو ادارو نظر واخلو خو بریالي نشو.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې دا ځمکه دولتي ده.
طالبانو که څه هم د غصب د مخنوي لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی خو د دې کمېسیون د چارو په اړه خلک بېلابېلې نیوکې لري او وايي، دوی دا کمیسیون د خپلو سیاسي رقیبانو د جایدادونو د دولتي اعلانولو لپاره جوړ کړی دی.
تېر ۱۴۰۴ کال په لیندۍ میاشت کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د نوي کابل پروژې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکه باج اخیستې ده. یوه ۱۲ بسوې ځمکه د وزیر د میرمنې په نوم د تجارتي ځمکې په توګه ثبت شوې، درې نورې یې د دریو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.