تر اوربند وروسته؛ د لبنان په سویل کې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر ۶ ته لوړ شو

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ (د غویي ۲۵مه) اعلان کړی، چې د دوی یو سرتېری تېره شپه د لبنان په سویل کې د حزبالله په برید کې وژل شوی دی. له دې سره تر اوربند وروسته د لبنان په سویل کې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر شپږو ته لوړ شو.
د ایران د جګړې له پیل راهیسې له حزبالله سره په نښتو کې ټولټال ۱۹ اسراییلي سرتېري او یو ملکي قراردادي وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي و، چې (د وري له ۲۷مې) راهیسې د اسراییل او حزبالله ترمنځ تر اوربند وروسته هره ورځ په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې څلور ماشومان وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې په یاده موده کې لږترلږه ۲۲ ماشومان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
د ماشومانو ژغورنې سازمان په لبنان کې د بېځایه شویو ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه هم راپور ورکړی و او ویلي یې و، چې د شخړو په پایله کې له ۱.۶ مېلیونو څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي. د راپور له مخې؛ اوسمهال شاوخوا ۱۲۵زره خلک په ډلهییزه پناه ځایونو کې مېشت دي، چې نږدې ۴۴زره یې ماشومان دي.
ورته مهال د لبنان روغتیا وزارت اعلان کړی، چې (د کب په ۱۲مه) د جګړې د نوې څپې له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر له ۲۸۰۰ اوښتی دی.
