هغه زیاته کړه: «پخوا به شالمار ته زرګونه کسان راتلل، د شپې تر ناوخته ان تر سهاره به د دریاوو او ډول غږونه وو، ځوانانو به اتڼونه کول، سندري به ویل کېدې او خلک به خوشحاله وو؛ خو اوس هر څه چوپ دي».
هغه زیاتوي، د طالبانو له بندیزونو وروسته خلک نور زړه نه ښه کوي چې څو ورځې په مېله کې پاتې شي.
د طالبانو د ازموینو ادارې مشر، عبدالباقي حقاني، ویلي چې سږنی کانکور د «بشپړ شفافیت، نظم او معیاري اصولو» پر بنسټ ترسره کېږي او د بایومټریک او تخنیکي سیسټمونو له لارې د انساني لاسوهنې مخه نیول شوې ده.
خو دا ازموینې داسې مهال پیلېږي چې طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زدهکړو منع کړې دي او زرګونه نجونې چې پخوا به د کانکور له لارې پوهنتونونو ته بریالۍ کېدې، اوس د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.
طالبانو که څه هم د کانکور د شفافیت او عادلانه بهیر ادعا کړې، خو منتقدان وایي، تر ټولو لویه «بېعدالتي» خپله د نجونو محرومول دي، ځکه د هېواد نیم نفوس له دې ملي ازموینې او تحصیلي راتلونکې څخه ایستل شوی دی.
بلخوا، د هرات ځايي چارواکو د کانکور بهیر د ځوانانو لپاره «برخلیک ټاکونکی» بللی، خو د نجونو د نه حضور موضوع لا هم د کورنیو او زدهکوونکو ترمنځ د اندېښنې او نیوکو سبب ده.