د یو شمېر دولتي مامورینو شکایت: طالبانو د دوو میاشتو معاشونه نهدي راکړي

یو شمېر دولتي مامورینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د تېر ۱۴۰۴ کال د کب او د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې معاشونه لا هم نهدي ورکړي. دغه مامورین زیاتوي، دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د معاشونو د نهورکړې له امله یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
