مېرڅ: د جرمنی او امریکا له لوري به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنهکړل شي

د جرمني لومړي وزیر فرید رېښ مېرڅ ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې په دې سلا شوې چې ایران باید د هرمز تنګی پرانېزي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه یې ونیول شي.
د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د جمعې په ورځ، پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې له ټرمپ سره یې د چین له سفره د هغه د بېرته ستنېدو پر مهال خبرې کړې دي. د مېرڅ په وینا، دواړه لوري په دې سلا شوي چې ایران باید د هرمز تنګی پرانیزي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه یې ونیول شي.
هغه زیاته کړې، په دې خبرو کې د اوکراین د جګړې لپاره پر سولهییز حل او په انقره کې د ناټو تر راتلونکې سرمشریزې مخکې د دواړو هېوادونو پر ګډو دریځونو هم بحث شوی دی.
