د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو پېښو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو پېښو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. ځایي پولیس وايي، یوازې د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو سیمې اړوند پر یوه موټر د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې درې کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
