په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټيپان شوي

په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ، ویلي، چې د یاد ولایت په مهترلام ښار کې د یوه کرولا او ریکشا ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ، ویلي، چې د یاد ولایت په مهترلام ښار کې د یوه کرولا او ریکشا ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، پېښه نن ماښام شاوخوا ۶ بجې رامنځته شوې او د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.

راپورونه وايي، يوه بېړۍ چې د متحده عربي اماراتو د فجيره بندر ته نږدې ولاړه وه، د نامعلومو کسانو له خوا نيول شوې او د ايران د اوبو پر لور بيول شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سمندري امنيت شرکت «وېنګارډ» ويلي، ښايي دا اقدام د ايراني ځواکونو له خوا ترسره شوی وي.
تر دې وړاندې د «يوکېاېمټياو» په نوم سمندري ادارې هم خبر ورکړی و، چې دغې بېړۍ ته غيرمجاز کسان ورختلي دي.
په همدې مهال، سمندري سرچينو د هرمز تنګي په شاوخوا کې د پوځي او سمندري خوځښتونو د زياتېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، په وروستيو ورځو کې يو شمېر بېړۍ، د نفتو ټانکرونو او سوداګريزو کښتيو په ګډون، له محدودو همغږيو سره د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د ورځني تګ راتګ شمېر په څرګند ډول کم شوی و.
همداراز راپور ورکړل شوی، چې د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو ويلي، په وروستيو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د زياتو بېړيو تګ راتګ شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا بدلون ښيي چې په دغه ستراتيژيک سمندري دهلېز کې د سمندري تګ راتګ وضعيت ورو ورو د بدلون په حال کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، او ویلي یې دي چې امریکایان هلته د «ناعادلانه نیونې» له ګواښ سره مخ کېدای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسۍ څانګې، په ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې د «څلورمې کچې؛ سفر مه کوئ» په خبرداري کې شامل دي.
په دغه پیغام کې ایران، شمالي کوریا او روسیه هم یاد شوي، او ټینګار پکې شوی چې امریکايي وګړي باید د سفر تر مخه د خپل مقصد هېواد امنیتي وضعیت او د سفر سپارښتنې په دقت وارزوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «ستاسو حقونه له تاسو سره سفر نه کوي»، او خبرداری یې ورکړی چې امریکايي وګړي په یادو هېوادونو کې د نیونې، امنیتي ګواښونو او محدودو قونسلي خدمتونو له خطر سره مخ دي.
واشنګټن تر دې وړاندې هم افغانستان د امنیتي وضعیت، وسلهوالو بریدونو، اختطاف او د بهرنیو وګړو د احتمالي نیونې له امله د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په کتار کې ساتلی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چین د امریکا اصلي جیوپولیټیک سیال او «ستر دښمن» دی، خو له دې هېواد سره اړیکې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمې دي او باید په دقت مدیریت شي.
روبیو له فاکس نیوز شبکې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي، امریکا اړتیا لري چې له چین سره خپلې پېچلې اړیکې په ستراتیژیک ډول رهبري او تنظیم کړي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ګټې په ځینو برخو کې یو له بل سره په ټکر کې دي، خو دغه اختلافونه باید داسې مدیریت شي چې د جګړې مخه ونیول شي او نړیواله سوله او ثبات وساتل شي.
هغه د خبرو په یوه بله برخه کې د فارس خلیج د کړکېچونو په تړاو د چین رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي پر بیجینګ فشار راوړي څو د ایران اړوند کړکېچونو په راکمولو کې فعاله ونډه واخلي.
د روبیو په خبره، په سیمه کې وروستیو پېښو، د یوه چینایي بار وړونکي بېړۍ زیانمنېدو په ګډون، د بېثباتۍ لوړه کچه په ډاګه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې چین له اقتصادي اړخه د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد رالېږد عادي کېدو ته اړتیا لري، ځکه که دا بهیر ګډوډ شي، د چینایي تولیداتو پر وړاندې تقاضا کمېدای شي او صادرات به یې سخت زیان وویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، واشنګټن هیله لري چې چین د ایران د هڅولو لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي، څو په خلیج سیمه کې له هغو اقداماتو لاس واخلي چې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل کېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه سازمان په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور اړین توکې شامل دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهار شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له اېاېسایاو موسسې سره په همغږۍ د بغلان په فرینګ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.
د خبرپاڼې لهمخې، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.،۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلو ګرامه دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوې.
ویل کېږي، دا درېیم ځل دی چې له یادو کورنیو سره دغه ډول مرستې کېږي، خو یادې کورنۍ دغه مرستې کافي نهبولي او د طالبانو په ګډون له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتونکي دي.
د ملګري ملتونه د بشري مرستو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، چې د لبنان خلک تر هر څه وړاندې ډیر یوه «ریښتوني اوربند» ته اړتیا لري.
ټام فلیچر، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې پر لبنان له سلو ډېر بریدونه شوي، چې له امله یې ملکي وګړي وژل شوي او ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي.
هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه به خپلې ټولې هڅې وکاروي څو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي، خو د ده په وینا، د لبنان خلک اوس تر ټولو ډېر د جګړې د درېدلو او د یوه ریښتیني اوربند غوښتنه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په لبنان کې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي له امله د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.