د پاکستان فدرالي حکومت د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدنې لپاره د اپوزیسیون وړاندیز رد کړ. په سنا کې د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وویل، چې د کمېټې جوړولو لپاره په قانون کې ځای او اجازه نهشته، چې پر بنسټ یې له بندیانو سره د سیاسي موخو لپاره لیدنې وشي.
د جيونيوز د خبر لهمخې، رانا ثناالله ویلي، چې بُشرا بي بي او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر ته غوره درملنه چمتو کېږي، که اپوزیسیون له قواعدو سرغړونه نه وي کړې نو سترې محکمې ته دې مراجعه وکړي.
د حکومت لهخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې څرګندې شوي، چې د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په پارلمان کې د اپوزيسيون مشر محمود خان اڅکزي وويل، «حکومت دې په څرګند ډول ووايي، چې له عمران خان سره به ليدنه کله کيږي؟ بله دا چې هغه به د هغه خوښې روغتون ته کله ولېږدول شي»؟
هغه وويل، «په درېیو ورځو کې موږ له خپلو مشرانو سره ليدنې کوو، که د حکومت چلند داسې وو او بيا د دوشنبې په ورځ پارلمان نه چلېدو، مسوول به یې د پارلمان مشر وي».
له دې وړاندې په سنا کې د اپوزیسیون مشر راجه ناصر عباس له عمران خان او نورو بندیانو سره د لیدنې لپاره د حکومت او اپوزیسیون د غړو په ګډون د کمیټې جوړولو وړاندیز کړی وو.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال د کوربه هېوادونو له لوري اېستل شوي دي. هغوی په افغانستان کې هم د سرپناه او کاروبار د نشتوالي تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.