• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

یوه ښوونکې: طالبانو د ښځینه ښوونکو تنخوا تر نیمایي هم کمه کړې ده

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱

یوې کابل مېشتې ښوونکې افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو د ښځینه ښوونکو تنخوا تر نیمایي هم کمه کړې چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړې دي. هغه چې له ۳۰ کلونو راهیسې په یوه دولتي ښوونځي کې تدریس کوي وایي، تنخوا یې له ۱۵زره افغانیو ۵زره ته راښکته شوې.

نوموړې چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده وایي، چې په دې تنخوا د کورنۍ ټول لګښتونه نه‌شي پوره کولی. هغه وایي:« پخوا مو یو څه برابر ژوند لاره؛ خو اوس د تنخوا کمښت مې اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي».
د نوموړې په وینا؛ تر دې وړاندې د لېسې برخې د کیمیا ښوونکې وه، خو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اوس د لومړي ټولګي ښوونکې ده. هغه وایي:« د تجربې په ډېرېدو د دې پرځای چې پرمختګ وکړو، موږ ورځ تر بلې شاتګ کوو. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو ټولې لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شوې».
هغه وایي، شاوخوا لس کاله وړاندې کونډه شوې، ماشومان یې لا واړه دي او د کار کولو لپاره څوک نه‌لري. د هغې په وینا:« ماته ورته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ګڼې ښځې له ورته ستونزې سره مخ دي. د طالبانو محدودیتونو او د ښځو پر وړاندې د دوی پالیسیو زموږ ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی».
هغې زیاته کړې ده:« زه نه پوهېږم په دغه کمې تنخوا لومړی د کور کوم لګښت پوره کړم».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

نوي راستانه شوي افغانان د پاسپورټ اخیستو پر مهال له ستونزو سر ټکوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱

یو شمېر نوي راستانه شوي افغانان شکایت کوي چې د افغانستان د پاسپورټ ریاست او اړوندو دفترونو له لوري د پاسپورټ ترلاسه کولو په بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ دي. ددوی په وینا، دا نه یوازې د خلکو وخت او پیسې ضایع کوي، بلکې پر دولتي ادارو د خلکو باور هم زیانمنوي.

دغو نویو راستنو شویو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یو لیک کې ویلي، هغه کسان چې تازه یې قانوني تذکرې ترلاسه کړې دي، د پاسپورټ په ولایتي ریاستونو کې پاسپورټ نه ورکول کېږي.

دوی زیاتوي کله چې د ستونزې د حل لپاره مرکزي دفتر ته مراجعه کوي، نو ځینې مسوولین ترې غواړي چې په خپلو اسنادو کې عمر زیات ولیکي او نوې تذکره واخلي.

دوی ټینګار کوي چې هم کاغذي او هم کمپیوټري تذکرې د طالبانو حکومت له لوري ورته صادرې شوې او ټول قانوني مراحل یې بشپړ کړي، خو بیا هم د پاسپورټ لپاره نه منل کېږي.

یو شمېر نوي راستانه شوي دا چلند «ښکاره بې‌انصافي» بولي او وایي چې له دوی غوښتل کېږي څو د اسنادو د سمون په نوم غیرقانوني بدلونونه ومني.

دوی له طالبانو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره روښانه، شفافه او عادلانه تګلاره خپله کړي، څو خلک اړ نه شي د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له غیرقانوني لارو کار واخلي.

راستانه شوي افغانان وایي چې که دغه وضعیت دوام وکړي، نو دا به نه یوازې د فساد لپاره نوې لارې پرانیزي، بلکې پر دولتي ادارو به د خلکو باور هم کمزوری کړي.

یوه کابل مېشتې ډاکټره: په پلازمېنه کې غږیزې ککړتیا د خلکو استراحت ګډوډ کړی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د کابل د یوه خصوصي زېږنتون ډاکټرې په پلازمېنه کې د غږیزې ککړتیا او شور څخه شکایت کړی. هغې په نیوکې سره ویلي، په داسې حال کې چې هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري؛ د طالبانو ادارې دې برخې ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده کړې.

هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، د شپې له‌خوا تر نوکرۍ وروسته کله چې سهار کور ته ستنېږي د ښار د شور او د لاس پلورونکو د لوړ غږ له امله استراحت نه‌شي کولی.
نوموړې وایي، چې په استوګنیزو سیمو کې د لاس پلورونکو او موټرو د غږیزې ککړتیا له امله د هغې استراحت سخت اغېزمن شوی دی. د هغې په وینا؛ دغه ځورونکي غږونه د سهار له شپږو بجو پیلېږي او د ورځې تر ناوخته دوام کوي، چې له امله یې نه یوازې د هغې خوب ګډوډېږي، بلکې د ورځې نورې چارې یې هم اغېزمنې کېږي.

هغه زیاتوي، چې د یوې روغتیايي کارکوونکې په توګه ښه استراحت ورته ډېر مهم دی؛ ځکه د شپې له‌خوا دنده ذهني او فزیکي ستړیا زیاتوي، خو د غږیزې ککړتیا له امله دغه توازن له‌منځه تللی.

یادې ډاکټرې له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د ښار په استوګنیزو سیمو کې د غږیزې ککړتیا د کنټرول لپاره جدي تدابیر ونیسي او د خلکو لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کوي، چې دغه ستونزه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو پر ژوند اغېز کوي؛ بلکې د عامو خلکو ورځنی ژوند او روغتیا هم زیانمنوي.

په کابل ښار کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک وخت ناوخت د غږیزې ککړتیا له امله شکایت شکایت کوي.

یو شمېر افغان کډوالو د ترکیې پر سرحدي ځواکونو تور لګولی چې «ګوتې یې ترې غوڅې کړې»

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې پر پوله ساتوځواکو تور لګوي چې د ایران او ترکیې په پوله کې یې د هغوی ګوتې پرې کړې او ټپیان کړي یې دي. دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې له پولې د اوښتو پر مهال د ترکیې سرحدي ځواکونو تاوتریخوالی ورسره کړی دی.

په ویډیو کې د څو کډوالو د لاسونو انځورونه ښودل کیږي، چې ځینې ګوتې یې سختې ټپي شوې او ځینې غوڅې شوې دي.

په ویډیو کې ځوانان ښکاري چې لاسونه یې ژوبل شوي او وایي د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ټپیان کړي دي.

افغانستان انټرنشنل د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي لیک کې د دغو تورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي هغه افغان وګړي چې د بې‌وزلۍ، ناامنۍ او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له امله خپل هېواد پرېږدي، د ایران او ترکیې ترمنځ د تېرېدو پرمهال له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

ځینې کډوال نه یوازې د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي، بلکې د سفر په اوږدو کې د تښتونې، غلا او سختو طبیعي شرایطو قرباني شوي هم دي.

له دې وړاندې یو شمېر افغان کډوال ویډیوګانې را استولې وې او د ترکیې پر سرحدي ځواکونو یې تور لګولی و، چې د څو کسانو «غوږونه یې پرې کړي دي».

افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید نه کړای شوې او نه د ترکیې چارواکو تراوسه ددې ادعاوو په اړه څه ویلي دي.

ترکیه د اروپا پر لور د افغان او نورو کډوالو د پټې تېرېدا مهمه لاره ګڼل کیږي، خو ترکیې او اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې قوانین سخت کړي او د کډوالو د غیر قانوني تګ او راتګ د مخنیوي هڅه کوي.

په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان کورنۍ وايي طالبان دې له ایران څخه وضاحت وغواړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د یوه افغان کارګر محمد یوسف کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ایراني چارواکو له لوري په شکمن ډول اعدام شوی دی. دغه کورنۍ له طالبانو غواړي چې له ایران څخه د دغه اعدام په اړه رسمي وضاحت وغواړي او قضیه روښانه کړي.

د یاد کس د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی له طالبانو غواړي څو له ایراني چارواکو څخه د هغه د اعدام د لامل په اړه رسمي پوښتنه وکړي او قضیه روښانه کړي.

د قرباني کورنۍ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، محمد یوسف په ایران کې په یوه کارخانه کې کار کاوه، چې د غلو له برید سره مخ شو. د دوی په خبره، په نښته کې یو غل تښتېدلی او بل بې‌هوشه شوی و، خو پولیسو د اصلي عاملینو پر ځای محمد یوسف او د هغه یو بې‌اسناده ملګری نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یوسف کورنۍ د هغه د پاسپورټ او قانوني ویزې کاپي هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ده.

کورنۍ ادعا کوي چې په کارخانه کې ویډیويي شواهد موجود وو، خو بیا هم محمد یوسف ونیول شو او په زندان کې ورسره غیر انساني چلند وشو. دوی زیاتوي چې د اعدام هېڅ رسمي حکم نه دی ورښودل شوی او د نوموړي په جسد کې د اعدام نښې نه لیدل کېږي، بلکې له غاړې ښکته ژور ټپونه شته چې په غټو بښیو ګنډل شوي دي

د یوسف د کورنۍ په وینا، ایراني چارواکو هغه د ۱۴۰۴ کال د وري په لومړۍ نېټه نیولی و، او وروسته د همدې کال د غویي په ۲۴مه پولیسو ورته ویلي چې نوموړی په زندان کې مړ شوی، خو د مرګ د علت په اړه یې هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د قرباني کورنۍ له طالبانو یې غوښتي چې د نوموړي د قضیې په اړه باید بشپړ او شفاف معلومات وړاندې شي.

دا پېښه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د

وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

له تاجکستان نه اېستل شوي کډوال؛ بشري فعالان وايي ژوند یې له ګواښ سره مخ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو افغان فعالان چې تازه له تاجکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په پوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او ځوانانو د حقونو لپاره یې کلونه مبارزه کړې، خو اوس چې بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د بشري حقونو دغه فعالان وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د هغوی د سیاستونو پر وړاندې مبارزه وکړه، چې له امله یې له ګواښونو سره مخ او تاجکستان ته کډوال شول. د دوی په وینا، په تاجکستان کې یې د اقامت کارتونو، مالیاتو او کورونو د کرایې په بدل کې منظم لګښتونه او ټکسونه ورکول، خو بیا هم په ناڅرګنده پلمه له دوشنبې، وحدت، خجند او نورو سیمو څخه په زور وایستل شول.

د بشري حقونو یاد افغان فعالان وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغه فعالانو څخه یو یې د خپلې اېستنې پر مهال د یوې بلې پېښې یادونه هم کوي او وایي چې د یو داسې کس له کورنۍ سره مخامخ شوی چې د یوې ۲۹ کلنې ښځې د وژنې په تور تورن شوی دی.

د هغه کس پلار ورته ویلي، چې دا تور ناسم دی او زوی یې بې‌ګناه دی. د هغه په وینا، دوی ۱۸ کاله په تاجکستان کې ژوند کړی، اولادونو یې هلته زده‌کړې کړې، خو اوس یې زوی بندي دی او کورنۍ یې له تاجکستان څخه اېستل شوې ده.

نوموړی وایي، چې ډېری هغه افغانان چې له تاجکستان څخه شړل شوي، اوس د سرپناه او خوړو له جدي ستونزو سره مخ دي او راتلونکی یې نامعلوم دی.

د یادونې وړ ده، چې تاجکستان د یوه افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ د سې شنبې په ورځ، د غویي ۱۵مه، افغانستان ته اخراج کړې دي.

تر دې مخکې، د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.