• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د کافا جام سیالۍ؛ د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله نن د تاجکستان پر وړاندې لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله به نن د ۲۰۲۶کال د کافا جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د کوربه لوبډلې تاجکستان سره مخ شي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې په دوشنبه ښار کې ترسره شي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې ماتې خوړلې وه.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان په وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې وخوړه، په داسې یوه لوبه کې چې د ترکمنستان درې واړه ګولونه په لومړۍ نیمایي کې ووهل شول او بیا په دویمه لوبه کې یې له ازبکستان نه د دوو ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې تراوسه پورې په دوو لوبو کې پنځه ګولونه خوړلي او یوازې یو ګول یې وهلی؛ دغه شمېره ښیي، چې لوبډله په دفاعي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ ده.
د یادو سیالیو په ډلبندۍ کې تاجکستان د یوې لوبې په ترسره کولو او درېیو نمرو سره په دویم ځای کې دی، په‌داسې حال کې چې افغان لوبډله له دوو ماتو سره د جدول په پای کې پرته له کوم امتیازه پاتې شوه.
تر ۲۰کلنو کم عمره د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو کې پنځو لوبډلو برخه اخیستې ده، یادې سیالۍ د روان ۱۴۰۵کال د غویي له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې تر ۲۰کلنو کم عمره افغان لوبډلې د پاتې لوبو مهالوېش:
افغانستان – تاجکستان |جمعه د غویي ۲۵مه
افغانستان – قرغزستان |یکشنبه د غویي ۲۷مه
د یادې لوبډلې مشري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برازیلي روزونکي خوزه انتونیو نوګیرا په غاړه ده. افغان لوبډلې د ۲۰ لوبغاړو په جوړښت په دغه سیالیو کې ګډون کړی دی.

100%
100%

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړی مصطفی جمال د شمالي جرمني د غېږ نیونې سياليو ته چمتووالی نيسي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۱

ټاکل شوې چې د افغانستان ۲۳ کلن غېږ نیونکی مصطفی جمال دوه ورځې وروسته د شمالي جرمني د غېږ نیونې اتلولۍ په سياليو کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي.

دغه سيالۍ، چې د «نورددویچه مایسترشافت» په نوم ترسره کېږي، د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۶مه نېټه به ترسره شي او مصطفی جمال به د ۶۱ کيلوګرام وزن په کتګورۍ کې د جرمني د لايپزيک ښار په مېدان کې سيالي وکړي.

دغه افغان ورزشکار تر دې وړاندې هم د جرمني د هامبورګ د غېږ نیونې سياليو او يو شمېر سيمه‌ييزو مسابقو کې ځلانده لوبې کړې او د اتلولۍ لقبونه يې ګټلي دي.

مصطفی جمال هيله لري، چې د شمالي جرمني د اتلولۍ په دغو سياليو کې د بريالۍ لوبېدنې له لارې وکولای شي لوړو او مسلکي سياليو ته د رسېدو لاره ومومي.

هغه د غېږ نیونې له هغو ځوانو او راتلونکې لرونکو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې په وروستيو کلونو کې يې په جرمني کې په بېلابېلو سياليو کې د دې ورزش د مينه‌والو پام ځانته اړولی دی.

طالبانو په هرات کې د شطرنج انلاين لوبه هم منع کړه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

باخبره سرچينو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو په هرات ولايت کې امر کړی څو د شطرنج لوبغاړي انلاين لوبې هم ونه کړي.طالبانو يو کال وړاندې، د غویي په مياشت کې، په ټول افغانستان کې د «شرعي ملاحظاتو» له امله د شطرنج لوبه ځنډولې وه.

د طالبانو د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست وياند اتل مشواڼي هغه مهال رسنيو ته ويلي وو، چې دا پرېکړه د «شرعي ملاحظاتو» او د شطرنج فدراسيون د رهبرۍ د ستونزو له امله شوې ده.

هغه ويلي وو، ترڅو چې دغه شرعي ملاحظات و نه څېړل شي، په افغانستان کې به شطرنج ځنډېدلی پاتې وي.

په هغه اعلاميه کې، چې د افغانستان د شطرنج شبکې په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې، راغلي چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په غوښتنه د دغې شبکې فعاليت درول شوی دی.

دې شبکې د طالبانو له بنديز وړاندې د شطرنج حضوري سيالۍ ترسره کولې، خو وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې دغه مشهوره لوبه وځنډوله، دې شبکې انلاين سيالۍ پيل کړې وې.

په انټرنېټ کې د شطرنج ګڼ انلاين سايټونه او اپليکېشنونه شته، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه زره کسان ځان ته جذبوي.

په دغو سايټونو کې د شرط لرونکو سياليو انلاين ټورنمنټونه هم ترسره کېږي.

د شطرنج نړيوال فدراسيون يا «فيده» تر دې وړاندې په افغانستان کې د شطرنج بنديز «خواشينوونکی» بللی و.

دغه فدراسيون ويلي وو، چې د المپيک له نړيوالې کمېټې، د اسيا د شطرنج فدراسيون او نورو نړيوالو ورزشي ادارو سره د يوه رغنده حل‌لارې د موندلو لپاره په اړيکه کې دی.

فيدې همداراز ټينګار کړی و، چې شطرنج يوه مهارت‌محوره او د چمتووالي پر بنسټ ولاړه لوبه ده او له بخت او تصادف سره لږ تړاو لري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی و، چې د شطرنج ځنډول ښايي په افغانستان کې د دې ذهني ورزش ودې ته زيان ورسوي او د افغان لوبغاړو فرصتونه محدود کړي.

شطرنج د نړۍ له تر ټولو پېژندل شويو فکري لوبو څخه ده او په ډېرو هېوادونو کې د ذهني او سيالۍ‌يز ورزش په توګه ترسره کېږي.

د احمدشاهي لوبغالي برخلیک؛ د فوټبال نړۍوال معیار لرونکی لوبغالی د غېږ نیونې په ډګر بدل شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

په کندهار کې احمدشاهي لوبغالی چې څو کاله وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون، د المپیک ملي ادارې او ځایي ادارې په همکارۍ د شاوخوا یو مېلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی و؛ اوس د فوټبال پرځای د غېږ نیونې سیالیو لپاره کارول کېږي.

کندهار کې د فوټبال فدراسیون یوه پخواني کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، احمدشاهي لوبغالی د نړۍوال معیار له مخې جوړ شوی مصنوعي چمن لري او د دغه میدان ساتنه ځانګړو اصولو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «دغه میدان په عادي ډول نه‌دی جوړ شوی، د مصنوعي چمن لاندې ځانګړی تخنیکي سیستم، ډرېناژ او معیاري طبقات کارول شوي دي. یوازې د فوټبال ځانګړي بوټان باید ورباندې استعمال شي؛ خو اوس ورباندې هر ډول خلک درانه بوټان او د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي. خلک ژاولې، بوتلان، زوڼي او نور خوراکي توکي ورباندي غورځوي چې د میدان عمر کموي».

د نوموړي په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA) د مصنوعي میدانونو لپاره ځانګړي مقررات لري او په داسې میدانونو کې د فوټبال پرته د نورو فعالیتونو دوام د نړۍوالو معیارونو خلاف ګڼل کېږي.

د کندهار یوشمېر فوټبال لوبغاړي وايي، د غېږنیونې دوامداره سیالیو او په لوبغالي کې د توکو غورځولو د میدان کیفیت ته زیان رسولی او د لوبغاړو لپاره یې د تمرین چاپېریال محدود کړی دی.

د کندهار یو ځوان لوبغاړی محمد اکرم په دې اړه وايي: «موږ ته له کلونو وروسته دغه یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، چې په ډېر شوق مو لوبې ورباندې کولې؛ خو اوس د فوټبال پر ځای په‌کې غېږ اېستل کېږي. کله چې غېږنیونه ترسره شي سلګونه کسان میدان ته داخلېږي او مصنوعي چمن ته زیان رسېږي».

د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال
100%
د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال

یو بل لوبغاړی ضیاءالدین هم وايي: «په مصنوعي میدان کې ژاولې، عادي بوټان او درانه تګ‌راتګ یا غېږ نیول جدي زیان رسوي. که همداسې دوام وکړي، دغه میدان به په لنډ وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړي».

د کندهار یوشمېر د فوټبال مینه‌وال هم اندېښنه لري، چې د لوبغالي ناسمه کارونه به د مېلیونونه ډالرو په ارزښت پروژه له‌منځه یوسي. د کندهار د فوټبال نندارچیان او د فوټبال لوبغاړي وایي، غېږنیونه خپله دودیزه لوبه ده او ځانګړی ځای لري، مخکې دغه سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ او نورو سېمو کې د شګو په میدانونو کې ترسره کېدې؛ خو اوس یې فوټبال لوبغالي ته راوړې دي.

د سیمې خلک وايي، له هغه وروسته چې سږکال په کندهار کې د شالمار مېلې موسم پیل شوی؛ د غېږنیونې سیالۍ په دوامداره ډول احمدشاهي لوبغالي ته انتقال شوې دي. د دوی په خبره؛ د دغه سیالیو پرمهال د خلکو پراخ حضور، بې‌نظمه تګ‌راتګ او د میدان نامسلکي کارونه د مصنوعي چمن د خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.

ورزشي څارونکي وايي، که په نړۍوال معیار جوړ شوي میدانونه د خپلو اصلي موخو پر ځای د نورو فعالیتونو لپاره وکارول شي نه یوازې د پروژو مالي ارزښت له‌منځه ځي؛ بلکې د لوبغاړو راتلونکی هم زیانمنېږي.

دوی ټینګار کوي، چې د ورزش او بدني روزنې مسوولین باید د میدان د ساتنې لپاره واضح اصول عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د فوټبال معیاري لوبغالی په دوامداره ډول د نورو سیالیو لپاره وکارول شي.

کافا جام سیالۍ؛ تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان فوټبال لوبډله تردې دمه دوه پرله‌پسې ماتې لري

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو په دویمه لوبه کې د ازبکستان په وړاندې د ۲-۰ په توپير ماتې وخوړه. دغه لوبه چې د تاجکستان په پلازمېنه کې ترسره شوه، افغان لوبډلې په‌کې پرله‌پسې دویمه ماتې وخوړه او د جدول په پای کې پرته له کوم امتیازه پاتې شوه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې دوه ګولونه ورکړل او د لوبې په پاتې برخه کې هیڅ لوبډله ونه توانېده، چې کوم ګول ترسره کړي. د ازبکستان لوبغاړو یوازې په درېیو دقیقو کې د لوبې برخلیک وټاکه؛ لومړی ګول په ۲۰مه دقیقه کې او دویم ګول په ۲۳مه دقیقه کې ترسره شو.
دا دویمه لوبه وه، چې د خوزه انتونیو نوګیرا لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې ډېر کمزوری فعالیت په‌کې ترسره کړ. افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان په وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې وخوړه، په داسې یوه لوبه کې چې د ترکمنستان درې واړه ګولونه په لومړۍ نیمایي کې ووهل شول.
تر ۲۰ کلنو کم عمره د افغانستان د فوټبال لوبډلې تراوسه پورې په دوو لوبو کې پنځه ګولونه خوړلي او یوازې یو ګول یې وهلی؛ دغه شمېره ښیي، چې لوبډله په دفاعي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ ده.
تر ۲۰کلنو کم عمره د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو کې پنځو لوبډلو برخه اخیستې ده، یادې سیالۍ د روان ۱۴۰۵کال د غویي له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې تر ۲۰کلنو کم عمره افغان لوبډلې د لوبو مهالوېش:
افغانستان – ترکمنستان |سې‌شنبه د غویي ۲۲مه
افغانستان – ازبکستان |چهارشنبه د غویي ۲۳مه
افغانستان – تاجکستان |جمعه د غویي ۲۵مه
افغانستان – قرغزستان |یکشنبه د غویي ۲۷مه
د یادې لوبډلې مشري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برازیلي روزونکي خوزه انتونیو نوګیرا په غاړه ده. افغان لوبډلې د ۲۰ لوبغاړو په جوړښت په دغه سیالیو کې ګډون کړی دی.

100%
100%
100%

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د هند په یوه روغتون کې د افغان کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلي دي. محمد نبي ویلي، د شاپور ناروغي «عادي» نه‌ده او راشد خان د هغه د رغېدو لپاره د دعاګانو هیله کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د هند په ګریټر نویډا کې تر درملنې لاندې دی او نن (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) د کرېکټ ستورو محمد نبي او راشد خان یې پوښتنې ته ورغلي وو.

محمد نبي په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «زموږ هغه دنګ او له شور او جذبې ډک شاپور چې تل مو په میدانونو کې په قوي اراده لیدلی، نن د ناروغۍ په بستر کې لیدل راته ډېر دردوونکي وو».

هغه زیاته کړې: «د شاپور ناروغي عادي نه ده». خو نوموړي په دې اړه نور جزییات‌ نه‌دي ورکړي.

له دې سره سم، د کرېکټ بل ستوري راشد خان هم په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، چې د هغه روغتون چې شاپور ځدراڼ په‌کې بستر دی له مشرتابه سره د هر ډول همغږۍ او همکارۍ لپاره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.

هغه زیاته کړې: «تر ټولو مهمه دا ده چې هغه لا هم زموږ او ستاسو د ټولو اخلاص‌ناکو دعاوو ته اړتیا لري».

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.