د هغه په وینا؛ د دغه مرکزونو اصلي موخه د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول او په ځانګړي ډول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیزو پروژو پلي کول دي.
د روسیې د عامه ډیپلوماسۍ مرکز اوسمهال په نهو افریقایي هېوادونو او ابخازیا کې فعال دی او استازي یې تر ډېره کلتوري او ښوونیزې پروژې پلي کوي. د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۷م اقتصادي فورم به د غويي له ۲۲مې تر ۲۷مې پورې په کازان کې ترسره شي او د طالبانو یو پلاوی به هم پهکې ګډون وکړي.
دیمیتري سیولوف تر دې وړاندې په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن سره لیدلي و او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړې وې.
د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز څه شی دی؟
دا په روسیه کې ثبت شوی هغه سازمان دی، چې په ۲۰۲۴کال کې فعال شوی او موخه یې «ولسي ډیپلوماسي» ده. د یاد سازمان اصلي فعالیتونه په نورو هېوادونو کې د روسي ژبې، کلتور او تاریخ وده، د «کورونو جوړول»، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیز، کلتوري او علمي پروژو پلي کول او د هېوادونو د خلکو ترمنځ د نارسمي اړیکو پیاوړتیا شامله ده.
دغه مرکز د روسیې له دولتي بشري همکاریو سازمان سره نږدې همکاري لري؛ خو ځان د یوې نادولتي ادارې په توګه معرفي کوي. اوسمهال یې تمرکز تر ډېره پر افریقايي هېوادونو دی؛ خو اوس افغانستان ته هم خپل فعالیتونه پراخوي.
هغه زیاته کړه: «پخوا به شالمار ته زرګونه کسان راتلل، د شپې تر ناوخته ان تر سهاره به د دریاوو او ډول غږونه وو، ځوانانو به اتڼونه کول، سندري به ویل کېدې او خلک به خوشحاله وو؛ خو اوس هر څه چوپ دي».
هغه زیاتوي، د طالبانو له بندیزونو وروسته خلک نور زړه نه ښه کوي چې څو ورځې په مېله کې پاتې شي.