د فاریاب یو اوسېدونکی: طالبانو د شپې لهخوا د فوټبال لوبې پرمهال څلور ځوانان نیولي دي

د فاریاب یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوې لېږلې ویډیو کې ویلي، په یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف مشر د فوټبال او فوټسال لوبغاړو ته خبرداری ورکړی چې د شپې دې لوبې نهکوي. طالبانو له همدې امله ۴ لوبغاړي هم نیولي او بنديان کړي یې دي.
